د امریکا منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ پرون پنجشنبې په فلوریدا کې په خپل هستوګن ځای کې له جمهوریپالو والیانو سره د کتنې په مهال د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل چې پوتین غواړي له ده سره وګوري او دوی د دې غونډې پرتنظیمولو کارکوي.
ټرمپ وویل، جزییات یې تراوسه ندي بشپړ شوي خو زیاته یې کړه چې پوتین غواړي ورسره وویني او دا خبره یې په عام محضرکې هم کړې ده.
هغه وویل، موږ باید دغه جګړه چې نوموړي خونړۍ شخړه یاده کړه، پای ته ورسوو.
د کریملین ویاند دیمتري پسکوف نن جمعه په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې له پوتین سره د ټرمپ د کتنې د پلان په اړه وویل چې د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین تیاردی چې د امریکا له نوي، منتخب ولسمشرډونالډ ټرمپ سره له کوم قید او شرط پرته وګوري.
د روسیې د تاس خبري آژانس د راپورله مخې پسکوف وویل، ولسمشر پوتین په وار وار د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د نړۍ له مشرانو سره د تعامل لپاره خپله غیږه پرانیستې او د دې لپاره کومو ځانګړیو شرطونوته اړتیا نشته. خو هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو د ترسره کولو او د خبرو له لارې د موجوده ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې متقابل هوډ او سیاسي اراده موجوده وي.
ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې چې د ولسمشرپه توګه د دندې له پیل وروسته په ۲۴ ساعتونو کې به په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي، خونوموړي په دې اړه نورجزییات ندي افشا کړي.
ټرمپ چې هیڅکله یې هم د یوه اوربند او د سولې د تړون په اړه کره وړاندیزونه نه دي کړي، تل له اوکراین سره د متحده ایالاتو پر ډیرو پوځي مرستو انتقاد کړی دی.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې ټرمپ په کراتو، کراتو د اوکراین پر ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ملنډې وهلي، هغه یې "پلورونکی" یاد کړی، خو پرپوتین یې د دې ترڅنګ چې ډیرکم انتقاد کړی، هغه یې ستایلی هم دی.
ټرمپ د ولسمشر جو بایډن پرادارې اوکراین ته پر لیږل شویو پراخو پوځي مرستو پر نیوکو سربیره، په ناتو تړون کې د متحده ایالاتو د دوامداره ښکیلتیا په اړه هم شکونه راپورته کړي دي.
متحده ایالات د اوکراین ترټولو لوی پوځي ملاتړی دی چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې له کله چې روسیې پردې هیواد بې دلیله یرغل پیل کړ، د څه باندې ۶۵ ملیارډ ډالرو پوځي مرستې چمتو کړي دي.
ټاکل شوې چې ټرمپ د روانې جنوري میاشتې په شلمه د امریکا د ۴۷م ولسمشرپه توګه لوړه وکړي.