د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه کوي


ټرمپ په خپلې لومړۍ دوره جمهوري ریاست کې د لوړې پر مهال - عکس پخوانی دی
ټرمپ په خپلې لومړۍ دوره جمهوري ریاست کې د لوړې پر مهال - عکس پخوانی دی

د لوړې مراسم د سړې هوا په خاطر د کانګرس ودانۍ دننه ترسره کېږي. د راپورونو په اساس تمه کېږي چې ټرمپ به د ژمنې سره سم د کار په لومړۍ ورځ د کډوالۍ، مالیاتو او ځینو نورو مسلو په برخه کې یو لړ اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

د لوړې تر مراسمو دمخه د کانګرس ودانۍ شاوخوا امنیتي تدابیر زیات شوي او ۲۵ زره امنیتي ځواکونه د دغو مراسمو د امنیت د ټینګښت لپاره ګمارل شوي.

تمه وه چې مراسم په ازاده فضا کې ترسره شي خو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د سړې هوا په خاطر دې مراسم د کانګرس ودانۍ دننه ترسره شي.

د کانګرس ودانۍ - کاپیټول هيل
د کانګرس ودانۍ - کاپیټول هيل

دې چارې ځینې هغه عام امریکایان خواشیني کړي چې له لرو ایالتونو د لوړې د مراسمو د لیدو لپاره پلازمینې واشنګتن ډي. سي ته ورغلي.

له دې ډلې د ټکساس اوسیدونکی سد وین چې له خپلې ښځې دانا وین سره د لوړې مراسمو د لیدو لپاره راغلی رویټرز ته ویلي:

«موږ پلان درلود چې د لوړې په ورځ د کانګرس ماڼۍ ته څېرمه د حضارو تر څنګ و اوسو. نو واقعاً چې خواشیني یو ځکه داسې څه به نه وي. خو پوهېږو چې دا د هوا د حالاتو په خاطر ده نه امنیتي اندېښنې چې هر یو یې په اړه خبرې کوي.»

د لوړې مراسم د واشنګتن په وخت د غرمې یوولس نیمې پیلیږي.

تمه کېږي چې د نړۍ یو شمېر مشران هم د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.

د لوړې تر مراسمو وروسته به ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷ جمهور رییس په توګه سپینې ماڼۍ ته ځي څو خپل کار رسماً پیل کړي.

هغه ژمنه کړې د کار په اوله ورځ به د مالیاتو، کډوالۍ، د امریکا د دیوال او ځينو نورو مسلو په برخه کې اجرايي فرمانونه لاسلیک کړي.

ډونالډ ټرمپ په خپله لومړۍ دوره جمهوري ریاست کې د ۲۰۱۷ کال په جنوري کې د کار په اوله ورځ یواځې یو اجرايي فرمان ورکړی وو خو دا وار امریکايي رسنۍ او شننونکي د ټرمپ د کمپایني ژمنو په اساس د ځینو اجرايي فرمانونو تمه لري.

د پولو تړل

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې د امریکا جنوبي پولې به تړي. د ځینو هېوادونو په وګړو به سفري ممنوعیتونه لګوي، ناقانونه کډوال به باسي او د پناه غوښتونکو په وړاندې به د امریکا ساتنه کوي.

ډله ییز اخراج

ټرمپ مخکې ویلي چې په اوله ورځ به د امریکا په تاریخ کې د ده په خبره د جنایتکارانو د اخراج تر ټولو لوی پروګرام اجرا کړي.

امریکا کې تر ۲۰۲۲ کاله ۱۱ میلیونه کسان په ناقانونه توګه مېشت وو چې دا شمېر په وروستیو دوو کلونو کې لا پسې زیات شوی.

د مالیاتو لوړل

ټرمپ ژمنه کړې چې د کار په لومړۍ ورځ به په خپلو ګاونډيو هېوادونو کاناډا او مکسیکو ۲۵ فیصده مالیه ولګوي.

د ماشومانو د تابعیت حق

ټرمپ ویلي هوډ لري چې په امریکا کې د زیږیدونکو ماشومانو د تابعیت مسله ختمه کړي. هغه ټینګار کړی چې د ماشوم د پلار او مور د تابعیت مسله باید اړینه وي.

ممکن دا اجرايي فرمان امریکا کې ګڼې حقوقي دعوې پرانیزي.

د امریکا د منتخب ولسمشر یوه مهمه ژمنه د هغو بندیانو بښل دي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه په کانګرس ماڼۍ یرغل ور وړی وو او له ډلې یې څه باندې ۱۲۰۰ کسان محکوم شوي.

جنس بدلي/همجنس خوښوونکي

ډونالډ ترمپ ویلي په یوه لاسلیک سره به ټرانس یا جنس بدلي / همجنس خوښوونکي له پوځ، ښوونځیو او ټولو ځایونو وباسي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG