د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

نوی ۲۰۲۵ کال او په اسلام آباد کې د افغان کډوالو ستونزې


د پاکستان پولیس د افغان کډوالو د اسنادو د کتلو په حال کې
د پاکستان پولیس د افغان کډوالو د اسنادو د کتلو په حال کې

 د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل سره سم د افغانانو د نیونو او ځورونو نوی پړاو پیل شوی دی.

نوی ۲۰۲۵ کال، د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغان کډوالو لپاره په نوي سرخوږي پیل شو. هلته دېره یوشمېر افغان کډوال وايي چې د نوي کال له پیل سره سم پولیسو د NOC په نوم د نویو کارتونو د نه لرلو په پلمه ګڼ افغانان نیولي او یوشمېر یې افغانستان ته اړولي دي.

NOC هغه سند دی چې د پاکستاني چارواکو د پرېکړې په اساس په اسلام آباد کې دېره افغان کډوال یې د ویزې یا د استوګنې د کارت ترڅنګ باید ولري. په اسلام آباد کې یوه دېره کډوال چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پاکستاني پولیس کله ناکله د اسنادو لرونکي کډوال هم نیسي او اوس یې د شپږ میاشتنیو ویزو موده یوې یا یوې نیمې میاشتې ته راکمه کړې ده.

دی وايي "پخوا یې یوازې پاسپورټ او ویزې غوښتې خو اوس د NOC په نوم یو بل سند هم حتمي شو. دا سند هرڅوک اخیستلای نه شي. کله ناکله دې چې دا ټول اسناد هم ولرې له اسنادو سره بیايي. د ویزو وخت یې هم کم کړی دی. ویزې یوه میاشت بندې وې، چا ته یې نه ورکولې او بیا یې موده راکمه کړه. په همغو پیسو یو میاشتنۍ ویزه درکوي."

یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.
یوشمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې ۲۰۲۵ کال په اسلام اباد کې د دېره افغان کډوالو لپاره په وېره او اندېښنو سره پیل شوی دی. د ایمنسټي انټرنیشنل د جنوبي آسیا څانګې پرون، د مرغومي ۲۸مه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د پاکستان پولیسو په نوي میلادي کال کې د اسلام آباد په بېلابېلو سیمو کې د شپنیو چاپو پرمهال او په خپلسرو نیونو سره د سلګونه افغان کډوالو ځورونه پیل کړې ده.

د بشري حقونو دې ټولنې له پاکستاني چارواکو غوښتي چې نیول شوي افغان کډوال سمدستي خوشې کړي او هغه پرېکړه چې افغانان باید په اسلام آباد کې د استوګنې لپاره د NOC کارتونو په څېر اضافي اسناد ولري، لغو کړي.

د بشري حقونو دې ډلې په اسلام آباد کې د افغان کډوالو د ځورونو او خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې سازمان په وینا د دې اضافي اسنادو حتمي کول افغان کډوال چې هسې هم له ګڼو ستونزو سره لاس ګرېوان دي، له نورو ګواښونو سره مخامخ کوي.

له دې مخکې په اسلام آباد کې دېره افغان کډوالو آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې د روان میلادي کال له پیله د دې ښار په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د کورونو تلاشي پیل شوې او یوشمېر کډوال له نیول کېدو وروسته افغانستان ته ایستل شوي، په داسې حال کې چې کورنۍ یې هلته پاتې دي.

له افغان کډوالو سره دې چلند د بشري حقونو د نورو مدافع ټولنو انتقادونه هم پارولي دي. دې ټولنو تېره اونۍ ملګري ملتونه د افغان کډوالو په ساتنه کې په پاتې راتلو تورن کړ.

د هغو افغان کډوالو دقیق شمېر نه دی معلوم چې پاکستاني چارواکو د روان میلادي کال له پیله نیولي او یا یې له دې هېواده ایستلي دي خو راپورونه وايي چې په اسلام آباد کې پولیسو تردې دمه سلګونه کسان نیولي او یوشمېر یې افغانستان ته اړولي دي.

پاکستان چې د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې راهیسې یې د بې اسناده افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې، د دې ډلې افغانانو د ایستلو بهیر هم چټک کړی دی.

XS
SM
MD
LG