د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

ملګرو ملتونو ویلي ۲۰۲۵ کال کې به پنځه میلیونه افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې وي


د واکسیناتور او ماشوم انځور
د واکسیناتور او ماشوم انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي د روان ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې به په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي. "اوچا" په یو راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي در روغتیا په برخه کې د خدمتونو چمتو کولو لپاره ۲۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

"اوچا" د ۲۰۲۵ کال د پروګرام په راپور کې چې پرون ناوخته یې خپور کړی اټکل کړی چې په دې سره به په دې موده کې ۵ میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

په راپور کې راغلي چې روغتیايي خدماتو ته د اړو کسانو له ډلې څه دپاسه ۲۳ سلنه یې ښځې، ۵۳ سلنه ماشومان او نږدې۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان دي.

اوچا ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ۲۷۹ عشاریه ۷ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان روغتیايي سکتور خورا زیان لیدلی او تږدې له سقوط سره مخ دی.

یو شمېر افغانان وايي وار له مخکې هم روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدا جان ازادي راډیو ته وویل:

«زموږ په سیمه کې روغتیايي خدمتونو ته خلک لاس رسی نه لري، د سپین غږ اړوند اوه اته کلي چې له ولسوالۍ لیرې دي هیڅ نه لري، ولسوالۍ یوازې یو روغتون لري چې په هغې کې هم دوا نه وي، موږ چې له کلي د ولسوالۍ روغتون ته ځو د خراب سړک له امله ناروغ لاپسې بتریږي.»

د کابل د ده سبز ولسوالۍ یو اوسېدونکی وزیرګل چې د پنځلس کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده او دواړه پخې یې په یوه پېښه کې پرې شوي وايی د ناروغتیا پر مهال د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله خصوصي روغتونونو ته د ورتګ وسه نه لري او په دولتي روغتونو کې امکانات نه شته.

«تاسو یقین په الله وکړي چې زموږ زیات ناروغان له دې امله چې شخصي روغتون ته د ورتګ وسه موږ نه لرو مړه کیږي، چې دولتي روغتون ته ځو وايي موږ درمل نه لرو دوی مو بېرته شخصي ته لیږي خو موږ دومره وس نه لرو چې یوه مړۍ ډوډۍ ځانته واخلو»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه ویلي وو چې سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ځینې روغتیایي، ښوونیزې، خوراکي او د سرپناه لپاره بشري مرستې د قطع کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه دفتر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه خلک، چې د نفوس تقریباً نیمه برخه جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو اړتیا ولري.

ملګرو ملتونو ویلي، افغان وګړي په افغانستان کې د حاکم نظام له خوا په بشري حقونو پورې اړوند دوامداره محدودیتونو هم د ټولو په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او نورو زیان منونکو ډلو لپاره د خوندیتوب په برخه کې خطرونه لا پسې زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG