دا غونډه به په ځانګړي ډول په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو د روان بندیز په اړه تمرکز وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې غونډه کې به د طالبانو د هغو محدودیتونو په اړه خبرې وشي چې له کبله یې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې دي. دې پالیسۍ، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته پلي شوې، د نړیوالې ټولنې او اسلامي عالمانو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
دا دوه ورځینۍ غونډه، چې د سعودي عربستان په ملاتړ د پاکستان په کوربتوب جوړیږي، تر دې دمه د OIC د ۳۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په هغې کې خپل ګډون تایید کړی دی. که څه هم د غونډې بشپړه اجنډا لا نه ده افشا شوې، خو د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې ته سرچینو ویلي چې د دې غونډې یو اساسي هدف دا دی چې پر طالبانو فشار راوړل شي چې د نجونو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي.
خو په پاکستان کې د دیني علومو ډاکتر قبله ایاز، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کعبې د امام په مشرۍ د اسلامي سازمان په پلاوي کې افغانستان ته تللی و چې طالبان د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستلو ته وهڅوي، وايي چې فکر نه کوي طالبان به د اسلامي هیوادونو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي. د ډاکتر ایاز په وینا د دوی پلاوي ته طالبانو وویل چې د نجونو د تعلیم مخالف نه دي خو د جلا ودانیو او ترانسپورت له برابرولو وروسته به د نجونو ښوونځي پرانیزي. ده له طالب مشرانو سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل:
«دوی ټولو موږ ته وویل چې د تعلیم خلاف بندیز نه غواړي دوی څه مجبوریتونه لري لکه د جلا ودانیو اوترانسپورت په برخو کې چې کله یې هغه برابر کړل بیا به اجازه ورکړي خو زموږ تاثر دا دی چې دوی ذهناً دې ته تیار نه دي چې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړي، د مالیزیا استازو خو ورته د ښځینه ښوونکو د روزنې وړاندیز هم وکړ خو زموږ احساس دا و چې دوی (طالبان) حاضر نه دي. له دې سره سره فکر کوم چې که له دوی سره پر له پسې ارتباطات روان وي، هیله شته چې یوه ورځ طالبان خپل دریځ په دې برخه کې بدل کړي.»
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په نیمايي کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ او یو کال وروسته یې پوهنتونونو ته له تلو هم منع کړې. په پیل کې یې دغه محدودیتونه موقتي بلل، خو درې کاله وروسته، نه یوازې دا بندیزونه پر خپل حال پاتې دي، بلکې نور هم پراخ شوي دي.
په وروستیو کې، طالبانو ښځې له نیمه طبي زدهکړو هم منع کړي، چې ډېری خلکو د ښځینه زدهکوونکو لپاره وروستۍ هیله ګڼله. د طبي زده کړو مرکزونو ته سپارښتنه شوې چې ښځینه زدهکوونکې ونه مني، چې دا حالت د افغان ښځو او نجونو لپاره بحران نور هم ژوروي.
د اسلامي نړۍ عالمانو د طالبانو دغه محدودیتونه غیر اسلامي بللي او د شریعت له اصولو سره په ټکر کې ګڼلي دي. تمه ده په اسلاماباد کې را روانه غونډه به د OIC غړي هېوادونه سره راټول کړي او پر دې پالیسۍ د یو ګډ دریځ له مخې به خپل غبرګون ښکاره کړي.
تر دې دمه څرګنده نه ده چې طالبان به دې غونډې ته وربلل شي او که نه. ځینې شنونکي وايي چې که طالبان په دې کنفرانس کې ګډون وکړي نو د اسلامي نړۍ له نظرونو به خبر شي.
د سیاسي چارو افغان نظرخاوند نوروهاب څپاند یو له هغو کسانو څخه دی چې فکر کوي طالبان ته باید مخامخ وویل شي چې اسلامي نړۍ د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه څه نظر لري:
«زما په نظر ډیره مهمه ده چې په هغه غونډه کې چې د افغان ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځي د دروازو د پرانیستلو لپاره جوړیږي او پر طالبانو فشار راوړل کېږي، باید طالبان وي او دوی واوري چې د دوی فکر له کوم ځای څخه سرچینه اخلي چې د افغانستان ښځې د کورونو بندیوانې وي. »
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، تمه ده چې غونډه به یو قوي بیان خپور کړي او له طالبانو څخه به وغواړي چې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز پای ته ورسوي. څارونکي دا غونډه د OIC لپاره یو فرصت بولي چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل کلک دریځ څرګند کړي، او دا روښانه کړي چې زدهکړه د اسلامي تعلیماتو له مخې یو بنسټیز حق دی.