د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۸

اسرائیل او حماس د اوږدمهاله اوربند او د بنديانو د خوشې کولو پر طرحې هوکړه کړې


اسرائیل او حماس اعلان کړی چې د اوږدمهاله اوربند او د بنديانو د خوشې کولو پر طرحې یې موافقه کړې ده. .

دا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان لومړۍ مرحله ده، هغه جګړه د پای ته رسولو په موخه چې له دوو کلونو راهیسې روانه ده او تر اوسه یې له ۶۷ زرو ډېر کسان وژلي او د منځني ختیځ بڼه یې بدله کړې ده.

د حماس د توندلاري ډلې د برید له دوهم تلین یوه ورځ وروسته — هغه برید چې د اسراییلو ویجاړونکي یرغل ته یې لاره هواره کړه — د مصر په کوربه‌توب غیرمستقیمو خبرو د ټرمپ د شل‌مادېزې سولې طرحې د لومړۍ مرحلې پر سر موافقه رامنځته کړه.


ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ماښام (د میزان ۱۶مه) پر خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social ولیکل:


«ډېر ویاړم چې اعلان وکړم، اسراییل او حماس دواړو د سولې د پلان لومړۍ مرحله لاسلیک کړې ده. دا پدې معنا ده چې ټول بنديان به ډېر ژر خوشې شي، او اسراییلي ځواکونه به تر یوې موافقې شوې کرښې پورې شاتګ وکړي — دایمي او باوري سولې پر لور د لومړي ګام په توګه.»


د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي:


«دا هوکړه به د جګړې پای، د اسراییلي او فلسطیني بندیانو ازادي، او د مرستو د داخلېدو زمینه برابره کړي.»


د راپورونو له مخې، تمه ده چې د دې موافقې رسمي لاسلیک د پنجشنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو د اسراییلو د وخت (۱۲:۳۰ د تهران وخت) ترسره شي.


د اسراییلو د صدراعظم دفتر ویلي چې د غزې د بنديانو د خوشې کولو تړون به یوازې هغه وخت عملي شي چې د کابینې اجرایي غونډه یې تایید کړي. په اعلامیه کې راغلي:


«د عربي رسنیو د راپورونو خلاف، د ۷۲ ساعته شمېرنې بهیر به یوازې د کابینې له تصویب وروسته پیل شي، چې تمه ده نن ماښام ترسره شي.»


که دا هوکړه لاسلیک او بشپړه پلي شي، دواړه خواوې به د هغې جګړې د پای ته رسېدو ته نږدې کړي چې د سیمه‌ییزې شخړې بڼه یې خپله کړې، د ایران، یمن او لبنان ښکېلتیا یې راوپاروله، د اسراییلو نړیوال انزوا یې نوره هم زیاته کړه، او د منځني ختیځ سیاسي توازن یې بدل کړ.


د دې موافقې د اعلان له خپرېدو سره سم، د اسراییلو، غزې او نورو سیمو خلکو خوشالي وکړه — د اسراییلي بنديانو کورنیو آتشبازي وکړه، او فلسطینیانو د احتمالي سولې او د وینې د توېدو د پای ته رسېدو هرکلی وکړ.

د فلسطینۍ حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د سولې د موافقې له اعلان وروسته جرمني ویلي دي چې د غزې د سولې د پلان په اړه په بحثونو کې په کار ده چې یو قانوني چوکاټ جوړ او حماس نوره نو خطرناکه ډله ونه بلل شي.

د نړۍ مشرانو د حماس او اسراییل د سولې د موافقې هرکلی وکړ

د نړۍ مشرانو د فلسطینۍ حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ د اوربند د موافقې د اعلان هرکلی کړی دی.

د حماس او اسراییلو ترمنځ د خبرو له جزییاتو باخبره سرچینو ویلي چې تمه کیږي د دې موافقې تر لاسلیک وروسته په غزه کې اوربند نافذ شي.

د فلسطیني دولت مشر محمودعباس وویل دی هیله من دی چې دا موافقه به د یوې دایمي سیاسي حللارې پیلامه وي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیوګوتیریش په عزت سره د ټولو اسراییلي یرغملو د خوشې کېدو او د دوامداره اوربند د ټینګېدو غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانو ګیبریسیوس دا اعلان د دوامداره سولې پر لور لومړی ګام وباله.

د مصر د بهرنیوچارو وزیر دا موافقه چې د دې هېواد په شرم الشیخ ښار کې د حماس او اسراییلو د غیرمستقیمو خبرو نتیجه ده د غزې د جګړې لپاره یوه اساسي شېبه وبلله.

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورزولا وان دیرلین او د اروپايي شورا مشر انتونیو کوستا د امریکا، مصر، قطر او ترکیې ډيپلوماتیکې هڅې وستایلې او دا یې د دومداره سولې لپاره یو فرصت وباله.

سعودي عربستان، ترکیې، برتانیا، چین او نورو هېوادو هم د دې اعلان هرکلی کړی دی.


د جرمني د بهرنیوچارو وزیر یوهان واډافول نن وویل چې په دې اړه به د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د نړیوالو شریکانو په غونډه کې هم خبرې وشي.

ښاغلي وېډفول پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې بشري مرستې باید سمدستي غزې ته ورسېږي او خلک د غزې بیارغونه غواړي.

بل خوا د اسراییلو د بهرنیوچارو وزیر ګیډون سار نن وویل، ټول منځني ختیځ ته د سولې د کړۍ پراخول او د اړیکو عادي کول غواړي.


XS
SM
MD
LG