په سوریه کې له دیارلس کلنې کورنۍ جګړې وروسته نژدې میاشت مخکې د بشار الاسد حکومت سقوط وکړ او د تحریرالشام ډلې په مشرۍ یاغیانو دمشق ونیو.
د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او اروپایي ټولنې په ۲۰۱۱ کال کې د ډیموکراسۍ لپاره د مظاهرو تر ځپلو وروسته پر سوریې یو لړ بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه بیا د دې سبب شول چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شي.
اوس د تحریرالشام په مشرۍ له نویو واکمنانو سره وضعیت څه پېچلی شوی دی، ځکه چې د دې ډلې یوشمیر مشران پخوا د القاعدې ترهګرې ډلې متحدین وو او پر یوشمیر مشرانو یې بندیزونه هم لګیدلي وو.
د امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ داسې پریکړه اعلان کړه چې له مخې یې تر شپږو میاشتو پورې په سوریه کې پر حکومتي موسساتو بندیزونه کمیږي، تر څو دې هیواد ته بشري مرستې او په موقتي ډول د انرژۍ د لیږد چارې اسانه شي.
ګییر پیدرسن د واشنګټن د دې پریکړې هرکلی وکړ، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې د چهارشنبې په ورځ وویل چې لا هم ډیرو هڅو ته اړتیا ده ترڅو د بندیزونو موضوع یو مخ هواره شي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیاله دوروتي کامیلا شي امنیت شورا ته وویل چې واشنګټن د تحریرالشام ډلې له لورې یوشمیر مثبتې نښې لیدلې دي چې دا ستایي، خو د ټولو بندیزونو د لرې کولو لپاره خبرې بسنه نه کوي؛ باید عملي اقدامات ترسره شي.
د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هڅې ستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې پر سوریه ټول لګول شوي بندیزونه لرې شي.
د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته اسراییل پر سوریه د پوځي مرکزونو یو لړ هوایي بریدونه وکړل، ځینې نورو لورو هم په سوریه کې مداخلې وکړې. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دې مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ويل چې د سوریې مځکنۍ بشپړتیا باید وساتل شي او پر سوریه هر راز بریدونه باید ودریږي.