خبرونه
د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و.
هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي.
اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."
ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. خو غواړي چې ایران د سوریې او د دې هیواد د خلکو په اړه پر خپلو دریځونو او محاسبو بیاکتنه وکړي.
ښاغلي شیباني همداراز وویل:
"که موږ په راتلونکي کې له ایران څخه مثبت پیغامونه ترلاسه کړو چې له اصولو سره سم وي، او زموږ خلک هم احساس وکړي چې ایران نور زموږ په کورنیو چارو کې مداخله یا نفوذ نه کوي، نو موږ به هم متقابل چلند غوره کړو."
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ هم ایران ته ویلي و چې په سوریه کې د ګډوډۍ د تخمونو له کرلو څخه ډډه وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو چارواکي: له پاکستانه په یوه ورځ کې نژدې ۱۶ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي
د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ له پاکستان څخه نژدې شپاړس زره افغان کډوال چې له هغه هیواده ایستل شوي و، بیرته خپل هیواد ته ستانه شول. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرخپل ایکس پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې د عالي کمیسیون د دارالانشاء شمیرې خپرې کړي چې له مخې یې د دغو نویو ستنوشویو ډیره برخه یعنې نژدې ۹ زره پر تورخم را اوښتي. نورڅه کم ۶ زره د کندهارد سپین بولدک او نژدې زرتنه د هلمند د بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو دغه لړۍ وروسته له هغې تیزه شوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې خونړۍ نښتې وشوې. پاکستاني چارواکو ویلي چې له افغانستان سره لویې لارې یې یوازې د هغو افغان کډوالو پرمخ پرانیستي چې پاکستان یې له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې لیږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هیوادونو د یووالي د لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه له تاجکستان څخه ۹ د ۵ په مقابل کې وګټله. د سعودي عربستان پلازمینه ریاض د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان په بې ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره دی. افغان لوبډله به د پنجشنبې په ورځ له ایران سره لوبه کوي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې داسې مهال په دې لوبو کې ګډون کړی چې تراولس کلونو کشرې لوبډلې یې تیره اونۍ د آسیایي جام لوبو اتلولي خپله کړه.
نړیوال سور صلیب: اسراییل د نورو ۴۵ فلسطینيانو مړي ور وسپارل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن سې شنبې تایید کړه چې د هغو ۴۵ فلسطینیانو مړي یې چې اسراییل ورسپارلي و، پر غزې تړانګې د واکمنې حماس ډلې چارواکو ته تسلیم کړي دي. د دې کمیټې یوې ویاندې وویل چې اسراییل دغه مړي پرون دوشنبې یوه ورځ وروسته له هغې ور وسپارل چې دوی د یرغمل شویو درې اسراییلیانو د مړو پاتې شوني ترلاسه کړل. د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې له مخې اسراییل د هرمړه شوي یرغمل د پاتې شونو د ترلاسه کولو په بدل کې په غزه کې د وژل شویو پنځلسو کسانو مړي یا د مړو پاتې شوني یې فلسطیني لوري ته ورکوي.
د اسراییلي سرچینو په وینا، د اتو یرغمل شویو جسدونه لاهم په غزه کې دي. د د دغو یرغملو اوه یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس د برید پرمهال تښتول شوي وو.
ریچارډ بینیټ: د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره د بشري مرستو په برخه کې دې جنسیت او بشري حقونو ته پام وشي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ مرګونې زلزلې له زیانمنو شویو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ هغوی ته د جنسیت او بشري حقونو پربنسټ د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده. ښاغلي بینیټ د دوشنبې په ورځ پرخپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې اړه نورجزیات ندي ورکړي خو پرښځو د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو ته په پام سره چې دوی یې د نورو برخو ترڅنګ د ملګروملتونو په ادارو او نړیوالو مرستندویه موسسو کې له کارکولو راګرځولي، له دا ډول طبیعي پیښو سره انتقادونه راپورته کیږي چې د زیانمنو شویو ښځو او نجونو سم لاسنیوی نه کیږي.
ښاغلي بینیټ له دې مخکې د اوکتوبر په دیرشمه پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي وچې ده نن خپل راپور د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته وړاندې کړاو خبرداری یې ورکړچې افغانستان نن ورځ د جنسیتي برابرۍ له ترټولو سختې او سیسټماټیکې ځپنې سره مخامخ دی. د نوموړي په خبره ده له دولتونو څخه غوښتنه کړې چې طالبان عادي ونه ګڼي او د بشري حقونو په اړه ټینګ ودریږي.
چین وایي چمتو دی چې د زلزلې له زیانمنوشویو سره مرسته وکړي
چین وایي، چمتو دی چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له زیانمنو شویو سره مرسته وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې یوازې دومره وویل چې چین چمتو دی چې له افغانستان سره د اړتیاوو په پوره کولو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په وینا د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او ۹۴۵ نور ټپیان دي. دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوی، د افغانستان شمالي ولایتونه په تېره بلخ او سمنګان ولړزول او ټکانونه یې ان په کابل او نورو ولایتونو کې هم حس شول.
د افغانانو یوه بله ډله له پاکستان څخه جرمني لاړه
یوه بله ډله هغه افغانان چې له مخکې په جرمني کې منل شوي، نن سې شنبې په یوه مسافروړونکې الوتکه کې د اسلام آباد له هوایي ډګرڅخه د جرمني پر لور روان شول. د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې دغه افغانان چې شمیر یې ندی ښودل شوی، لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه د جرمني هانوور ښار ته رسیږي.
دا لیږد د جرمني د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې په ځانګړي ډول د زیانمنونکو افغانانو، لکه د پخوانیو سیمه ایزو کارکونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو د خوندیتوب او ملاتړلپاره ځانګړې شوي دي. ډیری افغان کورنۍ په اسلام آباد کې له میاشتو او کلونو راهیسې جرمني ته د تلو انتظارباسي. د جرمني د محافظه کارانو په مشرۍ ایتلافي حکومت په تیره می میاشت کې د ځانګړي زیان منونکو افغانانو لپاره د بیا میشتیدنې پروګرام وځنډاوه. خو له دې سره سره یوشمیر افغانانو ته چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره په محکمو کې یې دعواوې وړي، تراوسه ویزې ورکول کیږي.
د جرمني د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ته د تلو مستحق پیژندل شوي یا ورته د منلو ژمنې ورکړل شوي، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.
د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو دریو میلیونو وګړو ۲۰۲۴ کال کې له لویدیځو هېوادونو د پنا غوښتنې کړي
په لویدیځو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د دوسیو شمېر یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان، سوریه، وینزویلا، کلمبیا او هند هغه هېوادونه دي چې لږ تر لږه ۳ میلیونو وګړو یې تېر ۲۰۲۴ کال د پناه اخیستلو غوښتنې کړي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په یوه تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د پناه غوښتونکو دا شمېر د وړم ۲۰۲۳ کال په نسبت ۱۳ فیصده زیات دی.
د پاسنیو دریو میلیونو کسانو له ډلې چې ۲۰۲۴ کال یې د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان په غړو هېوادونو کې د پنا غوښتنې کړي لږ تر لږه نیمایي په امریکا متحده ایالتونو کې دي.
نږدې ټول اروپايي هېوادونه، انګلستان، کاناډا، امریکا او جاپان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا د سازمان غړي هېوادونه دي.
د پاکستان پوځ وايي امریکا ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پر افغانستان د دوی له خاورې برید وکړي
پاکستاني رسنیو دا خبره د پاکستان د پوځ د ویاند جنرال احمد شریف چوهدري په حواله کړې ده.
چوهدري د دوشنبې په ورځ په یوه ناسته کې خبریالانو ته ویلي: اسلام اباد له واشنګتن سره داسې کومه هوکړه نه لري چې په اساس یې پر افغانستان برید ته اجازه ورکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند دا خبره داسې وخت کړې چې د راپورونو له مخې طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د حکومت جګپوړي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي امریکايي ډرونونه د پاکستان له لارې افغان خاورې ته دننه کېږي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ تېره میاشت خونړۍ نښتې وشوې خو بیا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دواړو خواو اوربند ته غاړه کېښوده.
تمه ده د نومبر په شپږمه د اوربند د دوام او اړوندو چارو په اړه یو وار بیا طالب او پاکستاني چارواکي او د نورو هېوادونو منځګړي مرکچیان سره جرګه شي.
بلخ او سمنګانو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۳۰ نور ډېر کسان ټپیان دي
د بېګانۍ زلزلې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۰ تنو او د ټپیانو شمېر ۵۳۴ ته پورته شوی.
دا خبره د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن په یوه بیان کې کړې ده.
هغه زیاته کړې ټولو روغتونو امر شوی چې د زلزلې ټپیانو ته عاجله رسیدګي وکړي.
د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه درې درجې زلزله بیګا شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې مزار شریف ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.
رویټرز د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په حواله ویلي چې زلزلې تر ډیره بلخ او سمنګان ولایتونو کې خلک زیانمن کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ د بیړنیو حالاتو او ژغورنې ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته رسیدلي دي.
نتنیاهو: که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، د ځان د دفاع له حق څخه به کار واخلي
د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که د لبنان حکومت حزب الله بې وسلې نه کړي، اسراییل به د تیر کال د اوربند تړون له مخې د ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د نومبر لومړۍ) د اسراییلو د کابینې په غونډه کې حزب الله ډله تورنه کړه چې خپلې وسلې بیا رغوي او بیا وسله جوړوي.
حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تورلست کې شامله کړې ده.
نتنیاهو زیاته کړه چې که لبنان د خپلې خاورې د نوي جبهې د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي نو اسراییل به د اړتیا په صورت کې اقدام وکړي.
له بلې خوا، د اسراییلو د دفاع وزیر یسرایل کاټز پرون ټینګار وکړ چې د لبنان حکومت باید د حزب الله د بې وسلې کولو او د لبنان له سویل څخه د دې ډلې د لرې کولو لپاره خپله ژمنه پوره کړي.
یوه ورځ وړاندې، د لبنان د روغتیا وزارت راپور ورکړ چې د اسراییلو په هوايي برید کې څلور کسان وژل شوي دي.
د اسراییلو پوځ پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د حزب الله څلور غړي یې وژلي دي.