د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

د جرمني او فرانسې د بهرنیوچارو وزیرانو د سوریې له نوي مشر سره وکتل


د جرمني او فرانسې د بهرنیوچارو وزیران د دمشق له خطرناک صیدنایا زندان څخه د لیدنې پرمهال
د جرمني او فرانسې د بهرنیوچارو وزیران د دمشق له خطرناک صیدنایا زندان څخه د لیدنې پرمهال

د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په پلازمینه دمشق کې د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره وکتل او هغه ته یې وویل چې اروپایي ټولنه له سوریې سره د نویو اړیکو د ټنیګولو هیله لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک دمشق ته تر سفر مخکې نن سهار ویلي و، چې د دې سفر هدف سوریایانو ته د دې پيغام رسول دي چې د اروپا او سوریې، همداراز د جرمني او سوریې ترمنځ ممکنه ده چې یو نوی سیاسي بهیر پیل شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر بیا دمشق ته تر رسیدو وروسته د یوې خپلواکې، باثباته او سوله ییزې سوریې هیله وکړه. ژان نویل بارو په دمشق کې د فرانسې سفارت ته هم ورغی، دا سفارت له دولس کلونو راهیسې بند دی.

لویدیځو هېوادونو لېوالتیا ښودلې چې د سوریې نوي واکمن له تور لست څخه وباسي.

د بشار الاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته د محمد الشرع په مشرۍ هیات التحریر الشام ډلې ټولو عربي هیوادو او نړیوالو ته ډاډ ورکړی دی چې دوی به د خپل هیواد غم کوي او نورو هیوادو ته به انقلاب نه صادروي.

لویدیځو حکومتونو ورو ورو د سوریې له نوي مشر محمد الشرع سره تماسونه او اړیکي نیولي دي. که څه هم نوموړی یو وخت له القاعده شبکې سره و، او وروسته یې له داعش سره اړیکي لرل، خو نن سبا په لویدیځ کې دا بحثونه روان دي چې د سوریې نوي واکمنان له تور لست څخه لرې کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اغلې بیربوک وویل چې دا سوریې ته په دې نیت تللې چې د دوستی لاس به ورغځوي، د سوریې له نویو واکمنانو څخه د روښانه هیلو تمې لري او قضاوت به د دې چارواکو له عملونو څخه کوي.

احمدالشرع چې پخوا د القاعده او داعش غړی و، ویلي دي چې نورې نړۍ ته انقلاب نه صادروي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې دا پوهیږي چې هیات التحریر الشام ډله له کومې ایډیالوژي سرچینه اخلي او پخوا یې څه کړې دي. نوموړې بیا وویل چې دوی اعتدال او تفاهم غواړي. دې بیا وویل چې هدف اوس دا دی چې سوریه یو ځل بیا د نړیالې ټولنې باعزته غړې شي.

فرانسوي سرچینو د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزیر ژان نویل بارو په وینا ویلي دي چې پاریس داسې سوریه غواړي چې په هغې کې د ټولو سوریایانو حقوق د ګډ تابعیت په چوکاټ کې خوندي وي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې سیاسي او امنیتي شرایطو ته په کتو سره په دمشق کې د خپلې دیپلوماتیکي استازولۍ د بیا پرانیستو او جوړیدو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG