د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

ملګري ملتونه: سخت ژمی ښايي سږ کال هم د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي


ارشیف: په لوګر کې د سېلابونو له کبله بېځایه شوې کورنۍ
ارشیف: په لوګر کې د سېلابونو له کبله بېځایه شوې کورنۍ

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې سخت ژمی ښايي سږکال هم د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.

په داسې حال کې چې د ژمي راتګ ته شاوخوا دوې اوونۍ پاتې دي، په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو د ناوړه وضعیت په باب اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي، د افغانستان په ځینو برخو کې د ژمي پر مهال د هوا درجه منفي ۲۰ ته هم رسېږي چې دا کار د زیانګالو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

سږ کال ژمی داسې وخت راځي چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سلګونه زره افغان پناه غوښتونکي اخراج شوي او لا هم ګڼ بېځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي نه دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري یا یواین‌ایچ‌سي‌آر (UNHCR) وايي، ژمی د هغو کسانو لپاره تر ټولو سخت دی چې له بېوزلۍ کړېږي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په ارزګان کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې اوس په ارزګان کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

په افغانستان کې د دې ادارې مرستیال ویاند فرامرز برزین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "یواین‌ایچ‌سي‌آر په ټول افغانستان کې پر بېوزلو کسانو دودیزې بخارۍ، اضافي نغدي مرستې چمتو کوي او همدارنګه د ژمی د یخنۍ په وړاندې د مبارزې لپاره له دوی سره د اړیکو توکو لکه کمپلو مرستې کوي. موږ دغه راز هغو کورنیو او کسانو ته چې د خپلو سرپناګانو د برابرولو او ځانونو تود ساتلو وس نه لري، یا کورونه جوړوو یا ترمیموو."

د نصیب یاد په څېر په افغانستان کې ګڼ کسان وايي چې د ژمي راتګ ته د دې لپاره اندېښنه لري چې د هر شي بیې لوړې دي.

هغه وویل: "ژمی به د عامو افغانانو لپاره ډېر سخت وي، ځکه زیات کسان بېوزلي دي، لرګي بېخي زیات ګران دي. تر پخوا یې بیې څو چنده ګرانې شوې دي. یو علت یې د ځنګلو پر وهلو بندیز دی، بله دا چې لارې بندې دي، له نورو هېوادونو هم لرګي نه راځي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د نورو ستونزو تر څنګ د سون توکو د بیو لوړېدل هم د خلکو لپاره یوه مهمه اندېښنه ده.

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

په وروستیو کلونو کې د بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او یا هم د کم عاید له امله ډېری خلک نه‌شي کولای چې د ژمي لپاره خپل اړین سون توکي برابر کړي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کميشنرۍ ویاند فرامرز برزین وايي، ژمی تر ډېره د زیانګالو کورنیو لپاره سخت وخت وي.

برزین وايي: د هغو کسانو لپاره اندېښمن یو چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي، ځکه چې ژمی نږدې دی او ژمی په افغانستان کې د زیانګالو کورنیو لپاره تر ټولو سخت وخت دی چې د تاوده پاتې کېدو، سرپناه او خواړه موندلو لپاره مبارزه کوي.

هغه زیاتوي: "لږه بودجه د بشري مرستو پر رسولو اغېز لري او دوام به ولري. یواین‌ایچ‌سي‌آر په افغانستان کې د افغانانو د مرستې لپاره ۲۱۵.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري او موږ د ۲۱۵.۹ ملیون شاوخوا ۶۰ سلنه ترلاسه کړې ده. د هغو کسانو لپاره اندېښمن یو چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي، ځکه چې ژمی نږدې دی او ژمی په افغانستان کې د زیانګالو کورنیو لپاره تر ټولو سخت وخت دی چې د تاوده پاتې کېدو، سرپناه او خواړه موندلو لپاره مبارزه کوي."

د سرپناه نړیوال کلسټر یا جي‌ايس‌سي Global Shelter Cluster (GSC) چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یا "یواین‌ایچ‌سي‌آر" او نورو اړوندو بنسټونو سره په ګډه کار کوي د نومبر پر ۲۲مه په یوه راپور کې ویلي وو، د بېلابېلو ستونزو له کبله به څه باندې شپږ سوه زره اړ کسان له ژمنیو مرستو بې‌‌برخې پاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG