د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

د ژمي نژدې کېدل او د لوږې په اړه اندېښنې؛ ډبيلو‌ايف‌پي: افغانان سخت ژمی په‌ مخکې لري


ارشيف
ارشيف

د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" وايي، په راروان ژمي کې یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي، حال دا چې څه باندې ۱۲ ميلیونه کسان به مرستو ته اړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، راروان ژمی ښايي په افغانستان کې د ميلیونونو کسانو لپاره سخت وي.

"د خوړو نړیوال پروګرام چې د ژمي پر مهال د یو اعشاریه پنځه ميلیون کسانو لپاره چمتووالی نیسي، په ۲۳ ولایتونو کې د سړکونو نه لاس‌رسي نه مخکې خواړه لېږدوي او ذخیره کوي.
ضيا الدين صافی

د دغې ادارې په وینا، په‌داسې حال کې چې تر ۱۲ ميلیونو ډېر کسان د خوړو له کموالي ځورېږي، دوی یوازې د ۶ ميلیونو کسانو لاسنیوی کولی شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام "WFP" مرستیال ویاند ضیاالدین صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د خوړو نړیوال پروګرام چې د ژمي پر مهال د یو اعشاریه پنځه ميلیون کسانو لپاره چمتووالی نیسي، په ۲۳ ولایتونو کې د سړکونو نه لاس‌رسي نه مخکې خواړه لېږدوي او ذخیره کوي. په پام کې لرو د ژمي په سختو میاشتو کې د ۶ ميلیونو کسانو ملاتړ وکړو حال دا چې تر ۱۲ ميلیونو ډېر کسان د خوړو نه خوندیتوب لري او مرستو ته اړ دي. د خوړو نړیوال پروګرام د بودجې د کموالي له کبله نه‌شي کولی له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي."

د خوړو نړیوال پروګرام په‌دې وروستیو کې ویلي چې، تېر کال په افغانستان کې لږ تر لږه لس ميلیونه کسانو د بوديجې د نشتوالي له امله خوراکي توکي نه‌دي ترلاسه کړي، چې له‌دې درکه ښځې او ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي دي.

سره له‌دې چې په ځينو سيمو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو شکايت کوي چې مرستې اړمنو کسانو ته نه رسيږي.
سره له‌دې چې په ځينو سيمو کې خلکو سره مرستې کېږي، خو شکايت کوي چې مرستې اړمنو کسانو ته نه رسيږي.

د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال ویاند وايي، د دوی اداره وتوانېده د اوړي پر مهال په میاشت کې له یو ميلیون کسانو سره په هغو ځایونو کې مرسته وکړي، چې سخته لوږه پرې حاکمه وه.

د ملګروملتونو دغه اداره وايي دوی اړ شول، د بوديجې د کموالي له کبله یو پر څلورمه برخه هغه پروژې وځنډوي چې له خلکو سره یې د اقلیمي بدلون له اغېزو د خوندیتوب په برخه کې مرسته کوله.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د راروانو شپږو میاشتو لپاره په ټول افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د پرمخ بېولو لپاره ۶۴۶ ميلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

هاخوا، د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي، چې راروان ژمی به له خطرونو ډک وي او د طبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي کسان سرپناه ته هم اړتيا لري.

دغې ادارې د روان کال په پیل کې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۳،۷ ميلیونو ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG