د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

نړيوال بانک: د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره مخامخ دی؛ خلک‌: بې‌‌وزلي ډېره شوې


ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن

په افغانستان کې د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام تازه نړیوال بانک ویلي چې، د بېلابېلو لاملونو له کبله د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی.

دغه بانک پرون چهارشنبه د (ډسمبر ۴مه) د افغانستان د اقتصادي وضعیت د څرنګوالي په اړه په خپور شوي راپور کې ویلي چې، د افغانستان په اقتصاد کې د کمې ودې نښې ښکاري، خو په ټوله کې له ننګونو سره مخامخ او راتلونکې یې نامعلوم دی.

په راپور کې نړیواله انزوا، د واضح پالیسو نه موجودیت، د عوایدو کمه کچه د افغانستان په سوداګرۍ کې نه تعادل، پانګوالو ته محدود ظرفیتونه او په مالي برخه کې محدودیتونه د اقتصادي ننګونو د مهمو لاملونو په توګه یاد شوي دي.

په راپور کې همداشان راغلي چې، د افغانستان د کورني ناخالص تولید رشد دوه اعشاریه اووه فیصدو ته رسیږي، چې دا د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې لس په سلو کې جبران کولی شي.

د نړیوال بانک په راپور کې وړاندې راغلي، د کرنې په ګډون د افغانستان مهم سکټورونه چې په اقتصادي وده کې يې ونډه د پام وړ ده، له ډول‌ډول ستونزو سره مخامخ دي چې، دې چارې پر اقتصادي وضعیت بد اغېز پرېښی دی.

له تېرو څه باندې درې کلونو راهیسې چې طالبان بیا واکمنان شوي دي او د دوی حکومت نړیوالو په رسمیت نه‌دی پېژندلی، نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي دي چې، له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان سوداګري هم محدوده شوی ده.

په راپور کې نړیواله انزوا، د واضح پالیسو نه موجودیت، د عوایدو کمه کچه د افغانستان په سوداګرۍ کې نه تعادل، پانګوالو ته محدود ظرفیتونه او په مالي برخه کې محدودیتونه د اقتصادي ننګونو د مهمو لاملونو په توګه یاد شوي دي.
په راپور کې نړیواله انزوا، د واضح پالیسو نه موجودیت، د عوایدو کمه کچه د افغانستان په سوداګرۍ کې نه تعادل، پانګوالو ته محدود ظرفیتونه او په مالي برخه کې محدودیتونه د اقتصادي ننګونو د مهمو لاملونو په توګه یاد شوي دي.

د نړیوال بانک د تازه راپور په اړه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې د نړیوال بانک د اپرېل د میاشتې راپور چې، په‌‌کې د افغانستان اقتصادي راتلونکې تیاره بلل شوې وه، رد کړی و او ویلي یې وو چې، افغانستان روښانه اقتصادي راتلونکی لري.

"د طالبانو بیا راتګ په اقتصادي حالت ناوړه اغېز کړی دی، ما مخکې دنده لرله خو کله چې دوی راغلل او محدودیتونه یې وضع کړل دنده مې له لاسه ورکړه
صدف، د کابل اوسېدونکې

د کابل ښار اوسېدونکې صدف چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې یې دنده لرله، خو اوس پر کور ده د اقتصادي وضعیت په اړه یې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو بیا راتګ په اقتصادي حالت ناوړه اغېز کړی دی، ما مخکې دنده لرله خو کله چې دوی راغلل او محدودیتونه یې وضع کړل دنده مې له لاسه ورکړه چې، زما پر اقتصاد یې ډېر ناوړه اغېزه وکړه او زما په‌څېر ډېر خلک د دوی د کړنو له کبله له ډول‌ډول اقتصادي ستونزو سره مخ دي."

د تخار ولایت اوسېدونکی محمدرفیع بيا وايي: "اقتصادي وضعیت زموږ پخوا هم چندان ښه نه و، خو له هغې راهیسې چې طالبان راغلي ورځ تر بلې حالت مخ پر خرابېدو دی، زه دوکانداریم پخوا به څه‌‌ناڅه سودا کېده، خو اوس تقریبا سودا مې صفر ته رسېدلې ډېر پرېشانه یم."

په افغانستان کې د ناسم اقتصادي وضعیت د لاملونو په اړه د امریکا په کلفورنیا پوهنتون کې استاد او د اقتصادي چارو کارپوه عالم‌‌خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل: "د نړیوال بانک په تازه خپور شوي راپور کې واقعیتونو ته اشاره شوې ده، په افغانستان کې د ماتېدونکي اقتصادي وضعیت لاملونه ډېر کېدای، شي خو مهم هغه یې نړیوال بندیزونه، د ډیپلوماتیکو اړیکو نه موجودیت، د پیسو نه انتقال او تر ټولو مهم هغه یې د اسلامي امارت پالیسۍ دي، دوی د پولي ثبات خبره کوي چې د ډالرو په مقابل کې افغانۍ باثباته وساتي، خو پوښتنه دا کوم چې که چېرته ټول بازار په دوه روپۍ شي او روپۍ نه وي، نو بیا هم قېمته دی باید ټولو اړخونو ته پام وشي."

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه دا اندېښنې په‌‌داسې حال کې دي چې، د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر میاشتې په ورستیو کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌ایف‌‌پي ویلي و چې، افغانستان په نړۍ کې د لوږې په مرکز بدل شوی او د دغه هېواد له څلورو، درېیمه برخه وګړي بشپړ خواړه نه‌لري.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۴م کال د لوږې د نړیوالې درجه بندۍ "جی‌ایچ‌اې" په کلني راپور کې هم چې د روان ۱۴۰۳ کال د تلې د میاشتې په ۲۲مه خپور شو، افغانستان د هغو هېوادونو په کتار راغلي و چې لوږه په‌‌کې په جدي توګه زیاته ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG