د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

د امريکا د سولې انسټيټيوټ: د افغانستان اقتصاد له څو اړخيزو ګواښونو سره مخامخ دی


ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن
ارشیف: په کابل کې یوه سوالګره مېرمن

د امریکا د سولې انسټیټیوټ (یو‌ایس‌‌آی‌‌پي) وايي، د افغانستان ځپل شوی اقتصاد له نویو څو اړخیزو ګواښونو سره مخامخ دی.

ياد انستيتيوت د افغانستان د ځپل شوي اقتصادي وضعیت د لامل په ګوته کولو سره د هغو نویو او څو اړخیزو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی، چې د دې هېواد ثبات ګواښي.

"زما مېړه لوړ فشار لري او پختورګي یې فلج شوى دي، اوس د خپلو ماشومانو پالنه زما پر غاړه ده.
د کابل يوه اوسېدونکې

یاد انستیتيوت په خپل یو څېړنیز راپور کې، چې د پنج‌شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) ناوخته یې خپور کړ ویلي چې، د دې وضعیت اصلي لامل په نړۍ کې د ناورينونو له امله افغانستان ته د بشري مرستو چټک کموالی دی.

په راپور کې ټینګار شوی، هغه بشردوستانه مرستې چې مخکې د ملګروملتونو تر څارنې لاندې د امریکا له‌‌خوا په نغدي ډول وړاندې کېدې، د افغانستان په اقتصادي ثبات کې مهم رول لوبولی.

دغو مرستو د هېواد لوی سوداګریز کسر جبران کړی، بازار ته نقدې پیسې وړاندې شوي او د اقتصادي سقوط مخنیوی شوی دی.

خو دغه انسټیټیوټ خبرداری ورکړی چې، د دغو نغدي مرستو او عمومي مرستو د کمښت په پایله کې به د افغانستان د بې‌وزله خلکو وضعیت په بې‌ساري ډول خراب شي.

د امريکا د سولې انستيتيوت لوګو
د امريکا د سولې انستيتيوت لوګو

دا راپور په‌‌داسې حال کې خپور شوی چې بې‌وزله کورنۍ وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د دوی اقتصادي وضعیت نور هم خرابېږي.

د کابل او جوزجان دوه ښځينه اوسېدونکو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌‌غوښتل نومونه یې په راپور کې یاد شي، په‌‌دې اړه ازادي راډیو سره خپل نظرونه شريک کړي دي.

د کابل اوسېدونکې وويل: "زما مېړه لوړ فشار لري او پختورګي یې فلج شوى دي، اوس د خپلو ماشومانو پالنه زما پر غاړه ده. د خلکو په کورونو کې کار کوم او د ورځې دوه یا درې سوه پیدا کوم، یوازې ورځ تېروم."

دغه‌راز د جوزجان اوسېدونکې وايي: "زما مېړه سپین‌ږیری دی، صفاکار دی، په میاشت کې پنځه زره معاش لري، له‌‌‌دې سره هیڅ لګښتونه نه پوره کېږي. زه خپله هم د ورځې له سهاره تر ماښامه خیاطي کوم او په همدې سره څه نا څه ستونزې هواروم. موږ تر اوسه کومه مرسته نه‌ده ترلاسه کړې. هغه مرستې چې راځي د سیمې مشران یې په خپلو کې ویشي، خوارانو او غریبو ته نه رسېږي."

د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري ډېره شوې.
د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري ډېره شوې.

د امریکا د متحدایالاتو د سولې انسټیټیوټ که څه هم وايي چې، د احتمالي اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره د طالبانو له‌‌‌خوا اغېزمن اقتصادي مدیریت ته اړتیا ده، خو ټینګار کوي چې نور هېوادونه او نړیوالې ادارې کولی شي د طالبانو زیان رسوونکو سیاستونو سره د کلک مخالفت تر څنګ د ملاتړ له لارې په وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان بیا واک ته ورسېدل، د امریکا متحدایالاتونو د نورو لوېدیځو هېوادونو په ګډون، د افغانستان خلکو ته په بشري مرستو په رسونه کې د لویو مرسته کوونکو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) د وروستي راپور له‌‌‌مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې امریکا افغانستان ته ټول‌ټال له ۲۱ میلیاردو ډالرو زیاتې مرستې کړې دي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم سخت دی او ملګري ملتونه وايي، چې دا مهال نږدې ۲۴ میلیونه کسان په افغانستان کې بېړنیو بشري مرستو اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG