د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

د طالبانو له لوري د ښځو غږ عورت ګڼل؛ یو شمېر معترضو ښځو یې په غبرګون اعتراضونه وکړل


په کابل کې له یوې اوږدې مودې وروسته د ښځو لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

په کابل کې څه موده مخکې یو شمېر معترضو ښځو لاریون کړی و.

یو شمېر معترضو ښځو او د دوی د حقونو فعالانو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت له لوري د ښځو د غږ په ممنوعیت د مکرر ټینګار په غبرګون کې اعتراضونه وکړل.

د افغان معترضو ښځو له ډلې ژولیا پارسي چې د ښځو غږ عورت ګڼلو په اړه د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د چارواکو د ټینګار په غبرګون یې خپل اعتراض د سندرو په ویلو بیان کړی دی.

دا چې څو میاشتې د طالبانو په زندان کې هم وه، د چهارشنبې په ورځ یې ازادي راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې په خبره یې طالبان یوازې ښځو سره د جنګېدو لپاره پر افغانستان واکمن شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یو انځور

هغه وویل: "په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې، خلک کډوال شوي، ګاونډیو هېوادونو کې شکنجه کېږي، ولې د دې پر ځای چې هر ورځ د ښځو او د ښځو د غږ په اړه نوي بیانوته خپروي ولې خلکو ته د کار زمینه نه برابروي، طالبان یوازې افغانستان ته د ښځو پر وړاندې د جنګېدو لپاره راغلي او غواړي چې ښځې له ټولنې لرې کړي."

د ژولیا پارسي تر څنګ یو شمېر نور معترضو ښځو او د ښځو د حقونو فعالانو هم د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په خواله رسنیو خپلې هغه ویډیوګانې خپرې کړي چې په کې سندرې وایي.

د سینما لوبغاړې او د ښځو د حقونو فعالې شګوفه بارکزۍ هم چې د طالبانو زندان یې تېر کړی، د طالبانو د حکومت نوی قانون د ښځو له حقونو شدیده سرغړونه بولي.

بارکزۍ وايي: د طالبانو هماغه د تېر ۲۰ کلونو ذهنیت یې دی او بدل شوی نه دی او دوی غواړي یوازې د ټولې همدا یو قشر باندې ظلم وکړي او پر هغوی واک وچلوي، دا محدودیتونه په زیاتېدو دي او افغان ښځې د نړیوالو مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

دې ازادي راډیو ته وویل: "دوی (طالبان) په اسلام کې د محدودیتونو خبره کوي، زه نه پوهېږم چې په اسلام کې په کوم کتاب کې ویل شوي چې ښځې به زده‌کړې نه کوي، له کوره بهر کار ونه کړي او د ښځو غږ عورت دی، د طالبانو هماغه د تېر ۲۰ کلونو ذهنیت یې دی او بدل شوی نه دی او دوی غواړي یوازې د ټولې همدا یو قشر باندې ظلم وکړي او پر هغوی واک وچلوي، دا محدودیتونه په زیاتېدو دي او افغان ښځې د نړیوالو مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري."

دا معترضې ښځې چې ځینې یې ادعا کوي د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي قربانیانې هم دي او اوس له افغانستانه بهر ژوند کوي، له نور خلکو غواړي چې له وسره پیوستون او په یوځای کېدو طالبانو دا څرګنده کړي چې په خبره یې افغان ښځې د خپلو حقونو د تامین لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د اکټوبر په ۲۶مه په خپله ایکس‌پاڼه د دغه وزارت د سرپرست خالد حنفي یو غږیز پیغام خپور کړی چې په کې یې د ښځو غږ د عورت کېدو په اړه ویلي.

خالد حنفي ویلي کله چې یوه بالغه ښځې لمونځ ادا کوي او یوه بله بالغه ښځه یې له مخې تېرېري، دا لمونځ کوونکي ښځه اجازه نه لري چې "الحمدلله" او "سبحان الله" ووایي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي

نوموړي وړاندې زیاته کړې چې که تاسو "د امربالمعروف او نهی عن‌المنکر قانون وګورئ هلته په قوس کې لیکل شوي چې ښځې نه شي کولای په لوړ اواز ترانه، قرائت او سندرې ووايي."

له دې مخکې د طالبانو د حکومت مشر د روان کال د اګست په ۲۱مه د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت په نوم یو قانون نافذ کړ چې د دې قانون په ۱۳ ماده کې "د ښځو غږ، په لوړ اواز د سندرو، نعت او قرائت ویل هم عورت بلل شوي."

که څه هم دغه قانون پراخ غبرګونونه راوپارول، خو د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر سرپرست وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې د دغه قانون په بشپړ عملي کولو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG