د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، په افغانستان کې د بشري مرستو د وجهي صندوق له جوړېدو یوه لسیزه تېریږي خو لا هم په میلیونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د بشري مرستو وجهي صندوق (AHF) لسمه کلیزه پهداسې حال کې رارسېدلې چې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې وایي، پهدې موده کې له مرستو سره-سره د اړمنو افغانانو شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی.
"ماته یتیمان را له غاړې دي، دنده خو خدای رانه واخیسته، ستونزې مو دوه چنده زیاتې شوي، پهدې دوو کلونو کې هغو ښځو چې مخکې یې دندې درلودې او له دندو بندې شوېد کابل اوسېدونکې نسرين
پرون یکشنبه د اکتوبر ۲۷مه اوچا د دغه صندوق د لسمې کالیزې په مناسبت په خپور کړي راپور کې ویلي، دا مهال په ټول افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي، د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) په ۲۰۱۴ کال کې په هېواد کې د ستراتېژیکو بشري مرستو او چټکو اقداماتو د ملاتړ لپاره تاسیس شو.
د ملګروملتونو اړوند دغې ادارې ویلي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د دغه صندوق د بېلابېلو بېړنیو او بشري مرستو سربېره دغه هېواد دوامدارو جګړو، سیاسي بېثباتۍ، وچکالۍ، زلزلو، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، د کوویډ-۱۹ (کرونا) وبا، بېوزلۍ او بېکاریو سخت ځپلی دی.
په راپور کې د بشري مرستو لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې جویس موسویا په حواله راغلي چې، نوموړې له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بېړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره د دې صندوق د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې ده.
نوموړې ټینګار کړی چې دوامداره نړیوال ملاتړ حیاتي رول لري، ترڅو په خبره یې ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې پهدې بحران ځپلي هېواد کې ترټولو زیان منوونکو خلکو ته ورسېږي.
"له مرستندویه ادارو مو غوښتنه ده چې موږ سره دې مرستې وکړي، هيڅ هم نهلرو، ژمی هم په نږدې کېدو دید ميدان وردګ ولايت يوه اوسېدونکې مېرمن
خو د اوچا د راپور لهمخې، پهدې وروستو کې (د طالبانو د حکومت له لوري) لګول شویو محدودیتونو تر نورو ښځې او نجونې ډېرې اغېزمنې کړي او د ټولنیزو محدودیتونو او اړینو خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې یوشمېر مېرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې هم دي له سختو اقتصادي ستونزو شکایت کوي او وايي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د میدان وردګ ولایت اوسېدونکې او د پنځو ماشومانو مور نفیسې ازادي راډیو ته وویل: "له مرستندویه ادارو مو غوښتنه ده چې موږ سره دې مرستې وکړي، هيڅ هم نهلرو، ژمی هم په نږدې کېدو دی دا اوس چې د شپې لهمخې هوا سړېږي یو کمپله څه نهلرم چې پر ماشومانو مې واچوم، خوارکي توکو ته حیرانه یم، اقتصادي ستونزې ستونزې مو زښته زیاتې دي."
د کابل ښار اوسېدونکې او د تېر جمهوري نظام پر مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت مامورې نسرین بیا ازادي راډیو ته وویل، له هغه مهاله چې طالبانو پرې د کار بندیز لګولی دا او کورنۍ یې ان د درې وختونو پوره خواړه هم نهلري.
هغه وايي: "ماته یتیمان را له غاړې دي، دنده خو خدای رانه واخیسته، ستونزې مو دوه چنده زیاتې شوي، پهدې دوو کلونو کې هغو ښځو چې مخکې یې دندې درلودې او له دندو بندې شوې اوس له زښته زیاتو ستونزو سره مخ دي، زه خپله کله-کله د خلکو کورونو کې کار کوم هغه هم که کومه کورنۍ سل یا یو سل افغانۍ راکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې د بېلابېلو نړیوالو مرستندویه بنسټونو د راپورونو لهمخې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته پهدې هېواد کې بېوزلي او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.
د راپورونو لهمخې اوسمهال د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي درې وخته پوره خواړه نهلري او ان دا چې زرګونه مېرمنې په ځانګړي ډول هغه چې خپلو کوچنیانو ته شېدی ورکوي او یا هم امېندواره دي، دوی او ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.