د ایران پر پوله پر افغان کډوالو د ډزو د اړوندو راپورونو له خپرېدو وروسته، په ګاونډیو هېوادونو کې د دېره افغانانو وضعیت ته یوځل بیا پام واوښت.
د ملګروملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ UNHCR د روان کال د جون میاشتې د معلوماتو لهمخې اوسمهال په ایران کې شاوخوا ۴،۵ میلیون افغان کډوال استوګن دي، چې په دوی کې ۷۶۱ زره ثبت شوي، شاوخوا نیم میلیون بېاسنادو او پاتې په بېلابېلو اسنادو پهدې هېواد کې اوسېږي.
د همدې سرچینې د معلوماتو لهمخې په پاکستان کې ۳،۱ میلیون افغان کډوال دېره دي چې څه باندې ۱،۳ میلیون یې ثبت شوي، له اتو لکو زیات یې قانوني اسناد نهلري، او پاتې بېلابېل اسناد لري.
پهدې کډوالو کې یوه ډله هغه خلک دي چې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیاسي مخالفتونو له وجې یا د طالبانو له وېرې له افغانستانه وتلي دي.
په دوی کې پخواني پوځیان، خبریالان، مدني فعالان او دولتي مامورین شامل دي.
"موږ فیالحال له کورنۍ سره دلته یو. کوچني ماشومان مو ښوونځیو ته نهځي ځکه افغانان یو. پر موږ فشارونه ورځ په ورځ زیاتېږي.په ايران کې د تېر نظام يو پوځي
د پرځېدلي جمهوري نظام د وسلهوالو ځواکونو یو پخوانی افسر چې د امنیتي ستونزو له کبله د قریشي په مستعار نوم خبرې کوي ازادي راډیو ته وویل چې ولې ایران ته کډوال شوی دی.
هغه وايي: "موږ پخوا په جمهوریت کې دنده درلوده، خو وروسته لهدې چې طالبان واکمن شول په افغانستان کې موږ له ځاني او مالي خطر سره مخامخ وو او زموږ ځینې نژدې دوستان چې د دوی د عفوې په فرمان یې باور وکړ، شهیدان شول. نو له هغه وروسته موږ ایران ته د راتګ پرېکړه وکړه."
د پخواني وسلهوال پوځ بل افسر چې وايي، نوم یې کیانوش مهربان دی او اوسمهال په پاکستان کې اوسي، له ملګروملتونو او لوېدیځو هېوادونو غواړي چې له خپلو پخوانیو ژمنو سره سم د پرځېدلي جمهوري نظام پوځیانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په نورو هېوادونو کې د استوګنې امکان ورته برابر کړي.
مهربان چې د امنیتي وېرې له کبله نهغواړي خپل اصلي نوم وښيي، ګیلې لري او وايي: "پخواني پوځیان له ټولو هېر شوي دي. د دوی لپاره هيڅ کومه امېدواروونکې او مشخصه پروسه نهشته. نامعلوم برخلیک، بېپلانه ژوند، د کار او تنخواه نهلرلو، د کډوالو لپاره د کورونو له حده زیاتو لوړو بیو، د ډیپورت کېدلو وېرې، د ملګروملتونو، د کډوالو د منونکو هېوادونو او په نړیواله ټولنه کې د هغوی د همکارانو غفلت او نه پاملرنې د ټولو کډوالو ژوند تریخ کړی دی خو د پخوانیو پوځیانو لپاره بیا دا ژوند ترټولو زیات تریخ دی."
یوه بله ډله افغان کډوال هم شته چې نجونې ماشومانې لري او د هغو د تعلیم د دوام په خاطر تر ډېره پاکستان، ایران یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.
په ایران کې دېره افغانان شکایت کوي چې دوی هلته له ډېری ټولنیزو امکاناتو بېبرخې دي.
قریشي وايي چې، د دوی ماشومان حتی په ښوونځيو او پوهنتونونو کې له زدهکړو څخه محروم دي: "موږ فیالحال له کورنۍ سره دلته یو. کوچني ماشومان مو ښوونځیو ته نهځي ځکه افغانان یو. پر موږ فشارونه ورځ په ورځ زیاتېږي. که نانوايي ته ځو، نو د ډوډۍ د اخیستو ستونزه وي، بې مدرکه (بېاسنادو) یوو. که یوه ورځ کار وکړو، درې ورځې په کورونو کې ناست یو. بې له شکه چې د ایران اوسنی حکومت نن له دوی سره کلکه ملګرتیا هم لري چې د پخواني جمهوري نظام پوځیان دوی دلته نیسي او هغو خلکو ته یې تسلیموي. داسې پېښې شوې دي چې زموږ ملګري یې دلته نیولي دي، په نیمروز کې یې سپارلي او بیا ونه لیدل شول."
د افغانانو یوه بله ډله د کار لپاره ایران ته ځي.
دا دود له لسیزو راهیسې روان دی او ډېری دا خلک په غیرقانوني لارو له سرحده اوړي.
دا افغانان په سرحد کې د پولیسو د وهلو ټکولو او حتی وژنو له ګواښونو سره مخامخ کېږي.
په ګډ سرحد کې د تلې یا میزان د ۲۲مې نېټې پېښه چې د ناتایید شویو راپورونو لهمخې ایراني پولیسو ګڼشمېر افغانان په ډزو ووژل د دې ګواښونو یو مثال دی.
څه باندې څلور کاله مخکې د ۱۳۹۹ کال د غويي یا ثور میاشتې په نیمايي کې هم د ایران پر پوله د ګڼشمېر افغانانو د وژنې خبر ورکړل شو.
د هرات ولایت د رباط سنګي سیمې یوشمېر اوسېدونکو چې غوښتل یې د کار لپاره ایران ته ولاړ شي وویل چې، کله قاچاقبرانو دوی پر پوله اړول نو ایراني عسکرو ونیول.
دوی ادعا وکړه چې ایراني پوځیانو د دوی ځینې ملګري سیند ته پورې وهل.
د شوې ادعا لهمخې د اووه کسانو مړي په سیند کې وموندل شول خو نور شل کسان تري تم شوي وو.
تهران دا ادعاوې رد کړې، د پرځېدلي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د څېړنو ژمنه وکړه، خو وروسته خبره هېره شوه.
په تېره تله/میزان میاشت کې د ایران د امنیتي ځواکونو عمومي قوماندان احمد رضا رادان ټینګار وکړ چې، د روان ۱۴۰۳ کال ترپایه به دوه میلیون افغان کډوال لهدې هېواده وایستل شي.
ایراني چارواکو په عین حال کې د افغانانو پر ژوند او ورځنیو فعالیتونو هم د محدودیتونو کړۍ تنګه کړې.
په همدې میاشت کې د ایران صدا او سیما راډیو ټلویزیون راپور ورکړ چې، د کرمانشاه ولایت د کرنې په سکټور کې د افغانانو پر ګومارنه بندیز لګېدلی دی او لهدې مخکې په پلازمېنه تهران او البرز ولایت کې د خوراکي توکو په کارخونو او روغتیايي مرکزونو کې د افغانانو پر ګومارنه هم بندیز اعلان شوی و.
همداراز د تایباد ښار څارنوال پهدې ښار کې د قانوني او بېاسنادو افغانانو پر استوګنه بندیز اعلان کړ او له دوی سره پر هر راز تجارتي معاملو، د کورونو پر کرایه ورکولو او پلورلو بندیز هم اعلان شو.
پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان په تېره نژدې نیمه پېړۍ کې د افغانانو د مهاجرت کور پاتې شوی، خو د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې وروسته د دې کور دروازه هغه مهال د افغانانو پرمخ بنده شوه چې د پاکستان حکومت لهدې هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.
پهدې ترڅ کې د سږني کال د اکتوبر تر نولسمې نېټې پورې نژدې اووه نیم لکه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند هم د ایران پرتله ډېر ښه نهدی.
افغان خبریال ظاهر بهاند هغه ستونزې شمېري چې هلته دېره افغان کډوال له تېرو دریو کلونو راهیسې ورسره مخامخ دي.
نوموړی وايي: "افغان کډوال شپه او ورځ د پولیسو له لوري ځورول کېږي، شکنجه کېږي او حتی جیلونو ته استول کېږي. د دې ترڅنګ ځینې هغه کسان هم د پولیسو لهخوا نیول کېږي چې قانوني اسناد او ویزې په لاس کې لري. په تېرو دریو کلونو کې په پلازمېنه اسلاماباد کې د افغان کډوالو لهخوا د ځان وژنې شپږ پېښې شوي. افغانان له یوې خوا له بېکارۍ سره مخامخ دي، له بلې خوا اقتصادي ستونزې لري او له بلې خوا ماشومانو ته یې د ښوونځیو نهشتون دی."
په پاکستان کې د افغانانو لپاره ژوند کول اوس اسانه کار نهدی.
په تېره میزان میاشت کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ UNHCR وویل چې، په روان ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۶ زره افغان کډوال هلته نیول شوي دي.
په پاکستان کې د کډوالو رضاکاره مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، ډېری دا کسان یوازې لهدې کبله چې کډوال دي، په زندان کې اچول شوي دي.
نوموړې وايي: "په پاکستان کې چې کوم افغان کډوال نیول شوي یا هغوی چې په جیلونو یا په توقیف خونو کې ساتل کېږي ۹۹ سلنه داسې افغانان دي چې پر هغوی یوازینی تور دا وي چې اسناد نهلري. په دوی کې موږ ډېر داسې کسان ولیدل چې اسناد یې لرل خو بیا هم نیول شوي وو. زه او په پېښور، اسلاماباد او کوټه کې زما نور ملګري چې کله هم داسې کیسونه وینو، نو له هغوی څخه فیس نه اخلو او که یې دلته د خلاصون یا ډیپورت کولو مسئله یا کومه بله پروسه وي چې د دوی کار اسانه کوي له هغوی سره مرسته کوو."
له ايران او پاکستان پرته په نورو ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوال
د UNHCR د ارقامو لهمخې د سږني کال تر جون میاشتې پورې په تاجکستان کې د دېره افغان کډوالو شمېر څه باندې لس زره، په ازبکستان کې نهه زره او په ترکمنستان کې درې نیم زره کسانو ته رسېږي.
پهدې هېوادونو کې هم د افغان کډوالو وضعیت د خورا زیاتې اندېښنې وړ بلل شوی دی.
ملګروملتونو په ترکیه کې د دېره افغان کډوالو تازه شمېرې نهدي ورکړي، خو د راپورونو لهمخې هلته هم د افغان کډوالو وضعیت له ګاونډیو هېوادونو سره ډېر توپیر نهلري.
"هلته (په ترکیه کې) د افغانانو ستونزې او مشکلات ډېر زیات وو، هيڅ سهولت نه و. زه چې هلته ولاړم داسې و، لکه محبس. زموږ لپاره کار نه و، هيڅ شی هم نه وله ترکيه ډيپورټ شوی افغان کډوال
امریکايۍ پولیټیکو، جرمنۍ شپیګل مجلې او ځینو نورو رسنیو په تېره تله یا میزان میاشت کې د خپلو موندنو په اساس خبر ورکړ چې، په ترکیه کې افغان او سوریايي کډوال د ایستل کېدو له ګواښ او په کمپونو کې له وهلو، ډبولو او د تاوتریخوالي له نورو بڼو سره مخامخ دي.
سمیعالله شینواری په ترکیه کې له کډوالو سره د ناوړه چلند له کبله د څو میاشتو له تېرولو وروسته بېرته افغانستان ته ستون شوی.
نوموړي ته هغه ترخې کیسې یادې دي چې په ترکیه کې ورسره مخامخ شوی دی.
هغه وايي: "هلته (په ترکیه کې) د افغانانو ستونزې او مشکلات ډېر زیات وو، هيڅ سهولت نه و. زه چې هلته ولاړم داسې و، لکه محبس. زموږ لپاره کار نه و، هيڅ شی هم نه و، بس په کوټه کې پراته وو. خپلې روپۍ مو خوړلې، ما تقریبا دولس، دیارلس زره ډالر وخواړه، افغانانو ته په هيڅ ځای کې سهولت نهشته. ډېرې ستونزې او مشکلات و، چې د باندې به راووتو سمدستي به پولیسو ونیولو. تقریبا سل، دوه سوه کسان هره ورځ او شپه چې له ایران څخه ترکیې ته اوړي مړه کېږي. ترکیه او ایران زموږ افغانانو ته د یوه چرګ قدرې اهمیت هم نه ورکوي. ته چې هلته ولاړ شې او زموږ د افغانانو ژوند وګورې، جهنم ډېر ترې ښه دی."
آیا د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او نوره نړۍ کې د افغان کډوالو ستونزې د حل کېدو وړ دي؟
د کډوالو د چارو د کارپوه حفیظالله میاخېل په نظر د کډوالۍ د بحران او له هېواده د ځوانانو د تېښتې د مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې دننه د کډوالۍ عوامل لهمنځه یووړل شي.
"عمده عوامل یې متاسفانه رواني ناامني او همداراز بېوزلي ده. د دې ترڅنګ نور عوامل هم شته چې ځوانان د هېواد پرېښود ته اړ کېږي.حفيظالله مياخېل
نوموړی وايي: "عمده عوامل یې متاسفانه رواني ناامني او همداراز بېوزلي ده. د دې ترڅنګ نور عوامل هم شته چې ځوانان د هېواد پرېښود ته اړ کېږي. نو د دې عواملو د لهمنځه وړلو لپاره په افغانستان کې داسې یوه مشروع نظام ته ضرورت دی، چې له نړیوالو سره اړیکي ولري، پهدې برخه کې ګډ کار وکړي. موږ په افغانستان کې یوه ملي پلان ته اړتیا لرو څو د کډوالۍ عوامل مدیریت شي او له هېواده د ځوانانو د تېښتې مخه ونیول شي."
ډېری کډوال چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو ته تللي هغه کسان دي چې، درېیمو هېوادونو ته د تلو په هیله هلته اوسي.
لهدې ډلې ځینې کسان له خپلو کورنیو سره لوېدیځو هېوادونو ته تللي او ځینې نور خپل نامعلوم برخلیک ته سترګې په لاره دي.
دا کډوال هم په پاکستان او هم په ایران کې د پولیسو د ځورونو، د ویزو د اعتبار د مودې د نه تمدید، د ډیپورت یا شړلو، د پولیسو او حتی خلکو د ناوړه چلند په څېر له جدي ګواښونو او ستونزو سره لاس ګرېوان دي.
خو داسې مهال چې نړۍ د جګړو او ناامنیو په سره اور کې سوځي هېڅوک نهشته چې له خپلو مېنو د دې بېځایه شویو خلکو پوښتنه وکړي.