د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د ایران حکومت: په ایران کې د ۸زره بهرنيو بندیانو څخه ډېری یې افغانان دي


ايران کې يو زندان
ايران کې يو زندان

د ایران د عدلیې وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ۸۰۰۰ بهرنیو بندیانو له ډلې ډېری یې افغانان دي.

د دغه وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان د سه‌‌‌شنبې په ورځ د ایران له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړه چې، په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته انتقال شي.

هغه زياته کړه، د دغو کسانو د نوم‌لړ د طالبانو حکومت ته سپارل شوى او ايران د دغو بنديانو د هويت تاييد ته انتظار باسي.

د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال دغه‌‌شان ویلي چې، یوشمېر بندیان له مالي جریمو سره مخامخ دي او د طالبانو حکومت باید پرېکړه وکړي دغو مواردو ته څنګه رسېدنه کوي.

د ایران حکومت د معلوماتو له‌‌مخې، ډېری افغانان د نشه‌يي توکو او ممنوعه توکو د قاچاق، غلا او قتل په تور په زندانونو کې دي، چې د نشه‌‌يي توکو قاچاق د دوی تر منځ تر ټولو عام جرم دی.

جلالیان ټینګار وکړ چې، د ایران قوانینو د دې ډول جرمونو لپاره سخته سزا ټاکلې ده.

ايراني چارواکو ويلي، په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته انتقال شي.
ايراني چارواکو ويلي، په لومړي پړاو کې به ۵۰۰ افغان بندیان خپل هېواد ته انتقال شي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې په ایران کې هغه افغانې کورنۍ چې خپلوان یې د دغه هېواد د حکومت له‌‌خوا د نشه‌‌‌يي توکو د قاچاق په تور په اعدام محکوم شوي وايي، باید د دوی د کورنۍ غړي هم د هغو بندیانو په لېست کې شامل شي چې افغانستان ته لېږدول کېږي.

یوه له دوی څخه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او ورور یې د دې هېواد په زندان کې دی، ازادي راډيو ته یې وویل: "اعلان یې وکړ چې زندانیان وړي، خو هغه زنداني چې د اعدام حکم پرې ختلی وي هغه څوک نه وړي، ډېره هڅه مو وکړه نور نو څوک موږ ته ځواب نه راکوي، حیران یو چې څه وکړو، ډېره کوښښ مو وکړ چې د اعدام حکم یې لغوه کړي، وکیل مو ورته ونیوه زموږ پیسې یې وخوړلې، خو هیڅ کار یې ونه‌کړ، مګر دا چې خدای معجزه وکړي."

"څلور کاله کېږي ورور مې په زندان کې دی، یوکال کېږي د اعدام حکم یې راغلی، د نشه‌‌يي توکو په تور نیول شوی
ايران کې يو افغان کډوال

په ايران کې د يوه بل افغان زنداني ورور چې ټاکل شوې ده هغه هم د نشه‌‌‌يي توکو د قاچاق په جرم اعدام شي، د نوم نه اخیستلو په شرط یې ازادي راډيو ته وويل: "څلور کاله کېږي ورور مې په زندان کې دی، یوکال کېږي د اعدام حکم یې راغلی، د نشه‌‌يي توکو په تور نیول شوی، هغه هم د مجبورۍ له وجې دا کار کړی، اوس په ایران کې د افغانانو شرایط ډېر خراب دي، موږ ان له هغه سره د لیدو اجازه نه‌لرو."

په ایران کې د افغان بندیانو کورنۍ د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې، په‌‌دې هېواد کې د افغان بندیانو د اعدام مخه ونیسي او افغانستان ته یې د لېږدلو لپاره عملي اقدام وکړي.

دا په‌‌داسې حال کې ده چې د حال‌وش په ګډون په ایران کې د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د ایران د حکومت له‌‌خوا د افغان بندیانو اعدامول غیر عادلانه بللي او ویلې یې دي چې، دوی مدافع وکیل ته لاس‌رسی نه‌لري.

له ایران څخه د افغان بندیانو انتقال د ایران او افغانستان ترمنځ د ١٣٨۵ کال د هوکړې له‌‌مخې کېږي.

ومو غوښتل، چې د طالبانو له حکومت څخه په ایران کې د افغان بندیانو په ځانګړې توګه هغوی چې په اعدام محکوم شوي، د سپارلو په اړه وپوښتو، خو ویاند یې ذبیح‌‌الله مجاهد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په کابل کې د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو له مرستیال عسکر جلالیان سره په کتنه کې ویلي وو چې، هېواد ته د افغان بندیانو د راستنېدو په برخه کې له ایران سره ګډې همکارۍ ته ژمن دی.

د ایران د عدلیې وزارت د روان کال په عقرب میاشت کې اعلان وکړ چې، راتلونکې میاشت به نږدې زر افغان بندیان د طالبانو حکومت ته وسپاري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG