د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د ایران په تایباد کې په شخصي موټرو کې د بې اسناده افغان کډوالو پر لېږدولو بنديز لګېدلی


څو ورځې مخکې دغه کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
څو ورځې مخکې دغه کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د ایران د تایباد ښار د انقلاب عمومي څارنوال حجت صدیقي په شخصي موټرو کې د بې اسناده افغان کډوالو پر لېږدولو بنديز ولګاوه.

هغه د دې بنديز له اعلان سره سم، خبرداری ورکړی چې که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، له قانوني چلند سره به مخامخ شي.

حجت صدیقي تازه له ايرنا خبري اژانس سره په مرکه کې په ټینګار سره ويلي، هغو موټر چلوونکو ته به چې بې اسناده افغانان له یوې سیمې بلې ته لېږدوي قانوني سزا ورکړل شي او د ایران د ملي امنیت شورا له پریکړې سره سم، به يې موټر شپږ میاشتې توقیف شي.

نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ او د قضايي چارواکو په امر عملي شوی دی.

یو شمېر افغان کډوال وايي چې دغه بنديزونو د دوی لپاره د ژوند شرایط لا سخت کړي او په وخت سره خپل کارونو ته رسېدل ورته ستونزمن شوي دي.

د تایباد دوه اوسېدونکو، شګوفې او فېروز د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په دې اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

شګوفه وايي: "پرون مو د اسنپ له لارې آنلاین ټکسي وغوښته، کله مو چې خپل معلومات داخل کړل، هغه کس زنګ وواهه او پوښتنه یې وکړه چې افغان یاستئ؟ موږ ورته وویل هو، له هغې وروسته اسنپ رانغی او هر څومره مې زنګ وواهه، ځواب یې رانه‌کړ."

فېروز وویل: "په تایباد کې هیڅوک حق نه لري چې افغانان په موټر کې سپاره کړي، دې ستونزه په رښتیا زموږ پر ژوند ژور اغېز کړى دی، که کار ته ونه رسېږو، یا ناروغ شو او روغتون ته ونه شو تلای، نو څنګه به ژوند پرمخ یوسو؟"

له بلې خوا د تایباد د انقلاب عمومي څارنوال حجت صدیقي چې ویل کېږي، دغه ښار له مشهد ولایت څخه ۲۲۵ کیلومتره فاصله لري، اعلان کړی چې په تایباد کې ۱۶ هغه استوګنځایونه چې بى اسناده افغانانو ته پر کرایه ورکړل شوي مهر و لاک شوي يا تړل شوي.

په ایران کې د یوه ښار څنډه
په ایران کې د یوه ښار څنډه

ایرنا خبري آژانس د نوموړي له قوله زیاته کړې چې د هغو استوګنځایونو مالکان په دې تور چې بې اسناده افغان کډوالو ته یې کورونه په کرایه ورکړي، محکمو ته معرفي شوي.

په همدې حال کې یو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسیت له امله خپل نوم نه په ډاګه کوي، وايي چې په ایران کې افغانان معمولاً د ایراني وګړو له لارې او د هغوی په نوم کورونه کرایه کوي یا یې پېري.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "دلته هیڅوک حق نه لري چې ملکیت او کور واخلي يا خو باید د یوه ایراني په نوم وي، په حقیقت کې دا خپله یوه ستونزه ده. داسې پېښې شوې دي چې قباله د ایراني په نوم ده او هغه یې افغان ته نه ده ورکړې، په داسې حال کې چې اصلي مالک افغان دی او کور د يوه افغان د پیسو په مرسته اخیستل شوی دی."

د ایران د خراسان ورځپاڼې د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې شاوخوا ۲۳زره غیرقانوني وګړي چې د ایران او افغانستان له ګډو پولو له لارې تایباد ته داخل شوي وو، نیول شوي او له قانوني پړاوونو وروسته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته رسېدلي دي.

د دوغارون پولې چې له تایباد څخه ۱۸ کیلومتره لرې ده، د افغانانو لپاره ایران ته د تګ او راتګ مهمه لار ګڼل کېږي.

په دې وروستیو کې ایران په افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ډېرو لویو ښارونو کې یې د هغوی په کار، فعالیت او تګ راتګ سخت محدودیتونه لګولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره، ډېريو افغانانو په افغانستان کې د سختو شرایطو، بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله خپل هېواد د ايران او نورو هېوادونو په نيت پرېښی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG