په داسې حال کې چې نن جمعه د اکتوبر دیارلسمه د افتونو یا د طبیعي پېښو د کچې د کمولو نړیواله ورځ ده، افغانستان له یوې سترې طبیعي پېښې تېرېږي.
په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله په افغانستان کې د روان کال تر ټولو ستره زلزله او طبیعي پېښه بلل کېږي.
پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت وايي، چې دې زلزله کې تر څلورو زرو ډېر کسان مړه او ژوبل شوي دي چې او دا شمېرې د بدلون په حال کې دي.
خو ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په لوېديځ کې د روانې اوونۍ زلزلې تر ١٧ زرو پورې کسانو ته زيان اړولى دى.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته خپور شو، ویلي چې یوازې د چهارشنبې ورځې زلزلې په دغه ولایت کې ۱۱۲ کلي زیانمن کړي دي.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نور احمد چې يو له زيانمنو کسانو څخه دى، وايي:
"موږ په کور کې ناست وو، داسې غږ وو لکه د تندر، یوه ثانیه نه وه اوښتې چې ټول کلي ونړېدل."
نوراحمد وايي، چې کور او ژوند يې له منځه تللى او نه پوهيږي، چې بېرته یې څنګه جوړ کړي.
په همدې حال کې د هرات اوسېدونکی محمد تمیم سلطاني وايي چې د شنبې ورځې زلزلې دى او کورنۍ يې اغېزمن کړي او نور ډېر مالي زیانونه یې ورته اړولي دي.
هغه ازادي راډیو ته وویل:
"زما سر ګنګس شو او په ځمکه ولویدم، لور او مور مې راواخيسته، وروسته د دویمې زلزلې پر مهال موټر ښورېده، وروسته زه د خپلو ماشومانو د موندلو لپاره لاړم، چې دویمه زلزله وشوه چې راغلم، درېیمه زلزله وشوه، کور یو څه ویجاړ شو او موږ مجبور شوو چې دوه شپې له کوره بهر تېرې کړو. "
د طبيعي پېښو د کواښ د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د دغه سازمان د طبيعي پېښو د ګواښ د کمولو د دفتر مشر مامي ميزوتوري، د سه شنبې په ورځ په یوه په يوې اعلاميه کې د افغانستان په لوېديځ کې د اکتوبر د اوومې نېټې د زلزلې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
په دې اعلاميه کې هغه وويل، چې په افغانستان کې زلزله په داسې حال کې رامنځته شوه چې په دغه هېواد کې بشري اړتياوې زياتې شوې وې او د طبيعي پيښو له امله يې د ويجاريو د بېرته جوړولو لپاره بايد د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره زياته پانګونه وشي.
د طبیعي پیښو د ګواښ د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر مشر زیاته کړه، زلزلې په نړۍ کې تر ټولو وژونکي طبیعي افتونه دي، چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د طبیعي پیښو ۵۸ سلنه مرګ ژوبله له زلزلو څخه ده.
د افغانستان په لويديځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې ترڅنګ د روان کال په اوږدو کې د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې د بې وخته بارانونو له امله سيلابونو د ډيرو بزګرانو کروندې ويجاړې کړې.
د ننګرهار ولایت یو کروندګر محمد لودین چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمن شوی، ازادي راډیو ته وویل:
"درې مياشتې مخکې سېلاب راغلى و، د کروندګرو ځمکې ويجاړې شوې او سړکونه هم ويجاړ شول. خلکو ته ډېر زيانونه واوښتل، خو تر اوسه چا ورسره مرسته نه ده کړې."
په داسې حال کې چې د چاپېریال یو شمېر کارپوهان وايي، حکومتونه کولای شي د یوه منظم پلان په جوړولو سره د پېښو په کمولو او د طبیعي پېښو په اړه د پوهاوي په لوړولو کې مرسته وکړي.
ځمکپوه خلیل احمد نادم ازادي راډيو ته وویل، دې ته په پام چې افغانستان له زیاتو طبیعي پېښو سره مخ دی، باید تدابیر ونیول شي.
نوموړي زیاته کړه:
"که څه هم د زلزلې وړاندوینه نه شي کېدای، خو نښې يې په ګوته کېدى شي څو دولت خبر وي چې عامه تاسیسات (په زیان منونکو سیمو کې) جوړ نه کړي او یا د بریښنا بند او عامه ودانۍ تر څار لاندې ونيسي."
نادم وايي، چې اړوند چارواکي دې د څېړنيزو مرکزونو په جوړولو سره د ځمکې لاندې اوبه مطالعه کړي، ځکه د ده په وينا، د ځمکې لاندې اوبو کارول او د ډېرو کورونو جوړول د ځمکې پر سطحې اغېز کوي.
په ورته وخت کې په جمهوري نظام کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې پخوانی وزیر نجیب اقا فهیم وايي، د اقلیم بدلون د طبیعي پېښو لکه سېلابونو او وچکالیو لامل کېږي او بشري کړنې لکه د ګلخانه یی ګازونو او ککړتیا تولید پر دې بهير اغېز لري.
نوموړی زیاتوي، اوس په افغانستان کې وچکالي ډیره ژر راځي یعنې په هرو پنځو کلونو کې د افغانستان خلک له وچکالۍ او غیر اقليمي بارانونو سره مخ کېږي.
فهیم ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان ۷۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي، چې د افغانستان د ملي اقتصاد لویه برخه جوړوي، چې په اوبو هم تکیه لري. که کارېز وچ شي، د اوبو سرچینې کمې شي او د ورښتونو موسم بدل شي، د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کولی شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ په خپله ايکس پاڼه کې لیکلي وو چې ځمکه د تودوخې لوړې کچې ته رسېدلې او باید د مخنیوي لپاره یې نوي تدابیر ونیول شي.
پېښوته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت په روان کال کې د طبیعي پېښو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو د شمېرو او په دې برخه کې د خپلو پلانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د دغه وزارت چارواکو د اسد په میاشت کې ((ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام)) په نوم غونډه کې وویل، چې تېر کال په طبیعي پېښو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان مړه او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سازمان د طبعي پېشو د کمولو ادارې ( يو، ان، ډي، ار، ار) په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې د طبیعي پیښو له امله د مړینې 90 سلنه په غریبو هېوادونو کې ده.
د دې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، تر کومه چې د بېوزلۍ، نابرابرۍ او تبعیض کړۍ نه وي ماته شوي، هېڅوک به له طبیعي پېښو خوندي نه وي، له همدې امله د دغې ورځې لپاره د ۲۰۲۳ کال شعار د یوې باثباته راتلونکې لپاره له نابرابرۍ سره مبارزه ده.
د طبیعي پیښو د کچې کمولو نړیواله ورځ د لومړي ځل لپاره په ١٩٨٩ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له غوښتنې وروسته د ګواښونو په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو او د طبیعي پیښو د دکمولو په موخه ونومول شوه.