د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۴

افغانستان

د طالبانو په امر خوست کې د ژمن سيمه‌ييزه راډيو بنده شوه

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړ چې د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په امر په خوست کې د (ژمن) په نوم سیمه‌ییزه راډیو بنده شوې ده.

د دې مرکز په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه راغلې دي چې، د دې راډیو د بندېدو علت د یوې خپرونې په ترڅ کې د موسیقي خپرول یاد شوې دي.

د خبریالانو مرکز په خوست کې د یوه خبریال په وینا لیکلي دي چې، (ژمن) راډیو پرون د غرمې له یوې نیمې بجې وروسته بنده شوه.

د خبریالانو مرکز د طالبانو دې پرېکړې ته اندېښنه ښکاره کړې ده او د خوست له سیمه‌ییزې ادارې یې هیله کړې ده چې د دې راډیو فعالیت ته بېرته اجازه ورکړي.

تر دې مخکې طالبانو په خوست کې د غرغښت په نوم د یوې راډیو خپرونې بندې کړې وې چې بیا یې څو ورځې وروسته بېرته خپرونې پیل کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما: له راستنو شویو کډوالو سره مرسته کوو

UNAMA logo
UNAMA logo

یوناما ژمنه وکړه چې افغانستان ته به له ستنو شویو کډوالو سره د څښاک اوبو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي ( یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا پرون په کابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آی او ام) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.

دغهَ سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو موسسو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.

آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.

په بدخشان کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې د غونډۍ د ښویدو له پيښې وروسته په سلګونو کسان په خیمو کې ژوند کوي- عکس ارشیف
د بدخشان په یاوان ولسوالي کې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې د غونډۍ د ښویدو له پيښې وروسته په سلګونو کسان په خیمو کې ژوند کوي- عکس ارشیف

په بدخشان کې د طالبانو چارواکي وایي چې د یاوان په ولسوالي کې د یوې غونډۍ د ښویدو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور امر حکمت الله محمدي وایي چې دا پيښه د دوشنبې په ورځ د « پتاب» په کلې کې رامنځته شوه. د ښاغلي محمدي په وینا درې تنه د نقیب الله، سمیع الله او شمس الله په نوم تر خاورې لاندې شوي او مړه شوي او د سید عمر په نوم یو تن ټپي شوی دی چې درملنه یې روانه ده.

د بدخشان په یاوان ولسوالي کې هرکال د مځکې د ښوویدو د پیښو په شمول طبیعي پیښې رامنځته کیږي.

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د سیلونو د بهیدلو امکانات شته

د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۵مه د پنجشیر ولایت د دره ولسوالD په قلعه سیمه کې د سختو بارانونو وروسته سیلابونه-ارشیف
د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۵مه د پنجشیر ولایت د دره ولسوالD په قلعه سیمه کې د سختو بارانونو وروسته سیلابونه-ارشیف

د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې ده.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړه، ویلي دي چې په تخار، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د بارانونو د وریدو اټکل کیږي.

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلې دي چې د افغانستان په یوشمیر شمالي، جنوب ختیځو، لویدیځو او مرکزي سیمو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو امکانات شته، چې سرعت یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوس څخه تر سل کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.

پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو

پاکستان عسکر
پاکستان عسکر

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې په تېرو څلورو ورځو کې یې د شمالي وزیرستان په حسن خیلو سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار په تازه بیان کې د لږ تر لږه ۱۷ وسله والو او په خپل مخکیني بیان کې د لږ تر لږه ۵۴ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د بیان په اساس د مشکوکو وسلوالو "یوې لویې ډلې" پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د شمالي وزیرستان حسن خېلو ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او په نښته کې يې ووژل.

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی چې په سیمه کې به د وسله والو پر ضد د دوی عملیات روان وي.

په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې له سهاره ګرځبندیز هم لګیدلی او خلکو ته امر شوی چې سړکونو او بازارونو ته دې نه وځي.

متقي د قطر له صدراعظم سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

متقي او د قطر صدراعظم دوحه کې
متقي او د قطر صدراعظم دوحه کې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني سره په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
متقي د ملګرو ملتونو له لوري د دغه سفر لپاره له سفري بندیزونو معاف شوی دی.

متقي قطر د ځانګړي ارزښت وړ بللی او ستاینه یې کړې چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په پراخولو کې یې رول ادا کړی.

د قطر د صدراعظم په حواله هم راغلي چې له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې مهمې دي او خصوصي سکتورونو باید خپلې اړیکې منظمې وساتي.

قطر د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه رابط په توګه کار کوي او د افغانستان اړوند څو نړیوال کنفرانسونه هلته دایر شوي دي.

روسیې له اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن دوشنبه ( د ثور اتمه) د اوکراین په جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

ټاکل شوې دغه اوربند د راتلونکې مې میاشتې له نهمې نافذ شي.

دغه نیټه د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد د پوځ له خوا نازي جرمنیانو ته د ماتې ورکولو له اتیایمې کلیزې سره برابره ده.

د نازي جرمنانو د ماتې جشن، روسیه او اکراین دواړه لمانځي.

د کریملین دغه اعلان ته سملاسي اوکراین ځواب نه دی ورکړی.

پوتین په همدې اپریل میاشته کې هم د عیسویانو د پاک جشن یا ایسټر په مناسبت له اوکراین سره یو ورځنی اوربند اعلان کړی و.

آی او ام وايي یو لک افغانان د اپرېل له ۴مې له پاکستانه ایستل شوي او مرستو ته سخته اړتیا لري

افغان راستنه شوې کډواله
افغان راستنه شوې کډواله

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام وايي د اپرېل له ۴مې یې له پاکستانه راستانه شوي نږدې یو لک افغان کډوال ثبت کړي دي.

دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې له نورو مرستندویو سازمانونو سره په ګډه راستنو شویو افغانانو ته په وخت بیړنۍ مرستې او اړین خدمات وړاندې کوي.

آی او ام اندېښنه ښوولې چې د دغو راستنو شویو افغانانو ضرورتونه ډېر دي او د مرستو لپاره نورو بیړنیو منابعو ته سخته اړتیا لیدل کېږي.

پاکستان د اپرېل له لومړۍ د افغان تابعیت لرونکو کډوالو را ایستل پیل کړي. ګڼ دغه راستانه شوي وايي چې صحي خدمات ورته نه رسیږي او کافي خواړه او د سرپناه لپاره هم امکانات نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام؛ ښايي د الوتکو له لارې لیرو پرتو سیمو د بشري مرستو لیږد ودروو

د خوړو نړیوال سازمان وايي، احتمال لري د افغانستان لیرو پرتو سیمو د الوتکو له لارې د بشري مرستو رسولو بهیر ودروي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، په روان ۲۰۲۵ کال کې د الوتکو له لارې د مرستو رسول لپاره لس میلیونو ډالرو بودیجې ته عاجله اړتیا لري، چې اوسمهال د دې بودیجې له کمښت سره مخ دي.

تیره اونۍ د خوړو نړیوال سازمان ویلي و، له راستانه شویو کډوالو سره د بشري مرستو لپاره ۲۵میلیونو ډالرو عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د نجونو له حضور پرته د کانکور د ازموینو د نېټې اعلان

د یوه پخواني کانکور انځور
د یوه پخواني کانکور انځور

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۴ کال د د کانکور ازموینه د جوزا د لومړۍ اونۍ څخه د سرطان تر شلمې نیټې پورې د نجونو له حضور پرته ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې اعلان کړی چې سږ کال د دیني مدرسو او ښوونځیو د داوطلبانو لپاره د کانکور ازموینه د افغانستان په ولایتونو او کابل کې په پنځو مرحلو کې اخیستل کېږي.

د دې ادارې مشر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې سږ کال به ۳۰۰۰ کسان د ماسټرۍ، ۷۶۴۰۰ کسان د لیسانس او ۳۳۵۵۰ کسان د انسټیټیوټونو لپاره جذب شي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره، د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې محرومې شوي او پوهنتون ته د تګ یا د کانکور په ازموینه کې هم د ګډون حق ورڅخه اخیستل شوی.

پر امیرخان متقي د سفري بندیز لنډ مهاله معافیت

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اجازه ورکړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له قطري چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي.

د امنیت شورا په بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی ویل شوي چې له یکشنبې د اپرېل ۲۷مې د مې تر ۴مې ښاغلی متقي د سفري بندیز څخه معافیت ترلاسه کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د متقي سفر تایید کړی خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

ملګرو ملتونو په قطر کې د افغانستان د راتلونکي په اړه څو دورې لویې غونډې ترسره کړې چې پکې د افغانستان د سیاسي او ټولنیزې راتلونکې په تړاو تګلارې تر بحث لاندې ونیول شوې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG