د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د خوست پوهنتون د ژورنالیزم پر محصلینو د فلم او انځور اخیستلو بندیز؛ محصلینو پرې اندېښنه وښوده


د خوست پوهنتون یوه څنډه
د خوست پوهنتون یوه څنډه

په خوست ولایت د شیخ زاهد پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي یو شمېر محصلین وايي چې د پوهنتون مشرتابه ورته ویلي چې په کلکه دې د ژوندیو موجوداتو د فلم او انځور اخیستو په اړه د طالبانو بندیز عملي کړي.

پر رسنیو او خبریالانو د طالبانو د مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو وراخوا اوس د ځینو پوهنتونو محصلین وايي چی دوی هم د ژوندیو موجوداتو له فلم او تصویراخیستو څخه منع شوي دي.

په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د درېیم کال یوه محصل چې نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته یې پرون وویل چې له دې وروسته په پوهنتون کې ویډیو او عکس اخیستل مطلق بند دي، د ژورنالیزم او ځینو نورو پوهنځیو محصلین چې د څېړونو لپاره انځورونو او فلم اخیستو ته اړتیا لري، دې مسئلې اندېښمن او وارخطا کړي دي او دغه بندیز زموږ عملي چارې ټکنۍ کوي او ناوړه اغېزې لري."

دغه محصل دا هم وايي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم دغه پوهنتون ته د خپل وروستي سفر پر مهال له دوی سره په غونډه کې په تونده لهجه په پوهنتون کې د ده په خبره په بشپړه توګه د شرعي احکامو د نه عملي کولو له کبله نیوکه کړې او ویلي وو چې په دې برخه کې ځینې اقدامات ترلاس لاندې لري.

د طآلبانو حکومت د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر په نوم خپل نوی قانون اعلان کړ او د دې قانون د ۱۷مې ماده کې په درېیم بند کې د ذی روح یا ساه لرونکو موجوداتو د تصویرونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی دی.

د تېرې اکټوبر میاشتې په نیمايي کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر له "اې‌ایف‌پي" سره په خبرو کې ویلي وو چې په افغانستان کې به د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز په تدریجي ډول پلی شي.

له دې وروسته د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي یو شمېر ولایتونو ته سفر پر مهال په ناستو او غونډو کې خبریالانو ته د تصویر او ویډیو اخیستلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي
د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه بندیز د رسنیو د ملاتړو سازمانونو غبرګونونه راپارولي، خو په پوهنتونونو او عامو خلکو د دغه بندیز عملي کول په خپل ډول کې لومړنی هغه بلل کېږي.

د پروان پوهنتون د ټولنیزو علومو یوه محصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې د ځینو پوهنځیو محصلین د فلم او انځور له اخیستلو منع شوي دي.

هغه وویل: "هغه موضوع چې تاسو یاده کړه، زه هم ترې تازه خبر شوی یم، دوه درې ملګري مې د ژورنالیزم په پوهنځي کې درس وايي، هغوی په دې اړه راته ویلي، خو د زیاتو جزییاتو په اړه یې نه یم پوه."

د غزني پوهنتون یو محصل هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې دلته هم د ځینو پوهنځیو محصلینو ته ویل شوي چې په کلکه کې د ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر اخیستو په اړه د طالبانو بندیز مراعت کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې طالبانو او په ځانګړې توګه د دوی د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ټینګار سره ویلي چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون عملي کېدو ته ژمن دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د ځینو سرچینو له قوله داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د طالبانو حکومت غواړي د دوی تر واک لاندې ملي تلوېزیون په شریعت غږ راډيو بدل کړي چې یوازې به غږیزې خپرونې ولري، خو په دې اړه د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG