د بې پولې خبريالانو سازمان یا "آرایسایف" د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده نه غوښتي چې په افغانستان کې پر رسنيو ځپونکو اقداماتو ته د پاى ټکى کېږدي.
د بې پولې خبريالانو سازمان د ښځينه خبر يالانو پر وړاندې د محدوديتونو زياتوالي ته اندېښمن دى.
د دغه سازمان د جنوبي اسیا څانګې د چهارشنبې په ورځ د خبریالانو په اړه د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د حجاب د سختو قوانینو وضع کول، غږیزو او تصویري رسنیو ته د ښځو د لاسرسي محدودول او طالب چارواکو څخه د فلم اخيستلو د ممنوعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د بې پولې خبريالانو سازمان د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه غوښتي چې دې ډول کړنو ته د پاى ټکى کېږدي.
دې سازمان د خبريالانو او رسنيو پر وړانې د نويو بنديزونو خبره هم کړې او خبردارى يې ورکړى چې د فبرورۍ په مياشت کې په ځانګړي ډول په کندهار او خوست ولايتونو کې پر رسنيو بنديزونه ډېر شوي دي او دا وضعیت کېدای شي چې د افغانستان نورو برخو ته هم پراخ شي.
د "آرایسایف" د راپور له مخې د روان کال د فبرورۍ د مياشتې صادر شوي فرمانونه ښيي چې د افغانستان په سویل کندهار کې د طالبانو والي د سيمهیيزو طالبانو د انځورونو خپرول منع کړي او د افغانستان په ختیځ خوست کې د دې ولايت امنيه قومندان راډيويي خپرونو ته د ښځو پر اړيکه نيولو بنديز لګولي.
په دې راپور کې دغه شان زياته شوې چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وزير په پراخه کچه او ملي سطح د ښځو پر پوښښ او جامو بنديزونه ډېر کړي او ښځينه خبريالانو ته يې امر کړى چې تور حجاب واغوندي، داسې چې يوازې سترګې يې ښکاره شي.
ښځينه خبريالانې هم سره له دې چې د بنديزونو له ډېروالي شکايت لري وايي چې جنسيتي تبعيض او اطلاعاتو ته نه لاسرسى يې هم نن سبا له مهمو ستونزو څخه دي.
یوې خبریالې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته یې وویل: "ويل شوي ځينې خپرونې چې ښځې پر مخ وړي سړي بايد په کې اړیکې ونه نیسي. په رسنیو کې جنسيتي تبعيض ته خبريالانې ډېر کار کوي، خو معاش ډېر لږ ورکول کېږي، که همغه کار يو نارينه وکړي ډېر معاش ورکول کېږي. ځينې رسنۍ خو ښځه خبريالانې له تړون پرته په کار ګماري اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هم تبعيض شته چې ښځینه خبريالانې اطلاعاتو ته کم لاسرسى لري او کله کله نوي او تازه اطلاعات دوى ته نه ورکول کېږي."
یوې بلې خبریالې وویل: "کومه ښځه چې وغواړي په ولايت کې له کومې رسنۍ سره کار وکړي لومړۍ بايد د رسنیو له مسوولینو سره په همغږۍ د اطلاعاتو کلتور له رياست څخه يو مکتوب راوړي، ان د رسنیو مسوولان مکتبو نه شي اخیستلی او د ښځو پر ځای نارینه ګماري، ښځې د مکتوب له امله نهشي کولی کار وکړي."
د دې تر څنګ يوې بلې خبريالې چې نوموړې هم د امنيتي ستونزو له امله ونه غوښتل نوم یې راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته يې وويل: "مخکې د ښځو سره د مرکو پر مهال هیڅ ستونزه نه وه خو اوس اړ يو چې بکس کې ځان سره يو بسته ماسکونه ولرو څو د مرکو پر وخت يې وکاري او په ټوله هیڅوک خبرو ته نه راضي کېږي په ډېرې سختۍ له لسو کسانو يو نفر راضي شي."
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک دایمي استازې وايي، افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ رسنيو ته د محتوا د تولید لپاره د ظلم پر وړاندې مقاومت کوي او خپل ژوند په خطر کې اچوي.
دې بنسټ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له ځينو خبريالانو سره په يوې ناستې کې دې موضوع ته اشاره کړې چې نړیواله ټولنه څرنګه د طالبانو په حکومتدنې د ښځينه خبريالانو له کار ملاتړ وکړي.
له رسنيو د ملاتړ نړیوال بنسټ "آى ایم ایس" مسولې وحیده فیضي چې دې غونډه کې یې برخه لرله ازادي راډيو ته وويل: "مرسته کونکو هېوادونو او بنسټونو چې دې غونډه کې يې ګډون درلود په دې ټينګار درلود چې بايد له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د ښځينه خبريالانو له يو نوى نسل سره چې په افغانستان کې تخنيکي او مالي مرستو ته اړې دي مرسته وکړو."
خو په همدې حال کې د "آرایسایف" د راپور له مخې، له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دوی پر خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ګڼ محدودیتونه ولګول او د رسنیو ازادي يې په شدت محدوده کړې ده.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، افغانستان د ۲۰۲۳ کال د رسنيو د ازادۍ په نړیوال نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای لري.