د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

پر تصویري خپرونو د طالبانو د بندیز هڅې؛ چارواکي او مفتیان یې په اړه یوه خوله نه‌دي


ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور
ارشیف: په افغانستان کې یوې خبري غونډې انځور

د طالبانو د حکومت له‌خوا داسې هڅې پيل شوي چې، د تصویري رسنیو یا ټلوېزیونونو خپرونې بندې او غږیزې یا صوتي بڼې ته یې واړوي.

په افغانستان کې پر انځوریزو رسنیو وروسته ترهغه فشارونه زیات شوي چې، د طالبانو د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت په خپل قانون کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه.

بعضې علما کرام چې دي، چې ډېر لوی لوی عالمان دي، په عربو کې دي، په عجمو کې دي، پاکستان کې دي، افغانستان کې دي، له‌دې شي (انځور) نه ممانعت نه‌کوي."
جلال‌الدين حقاني

د دغه قانون، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د زمري په لسمه نېټه توشیح او رسمي جریده کې خپور شو، د ۱۷مې مادې په درېیم بند کې رسنۍ د دې امر په رعایتولو مکلفې شوې دي.

د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت محتسبان د ژوندیو موجوداتو انځورونه" ناروا" بولي، چې دغه عالم یې یوه بېلګه ده.

"‌د قیامت په ورځ به هغه شخص ته سخت عذاب ورکول کېږي چې هغه تصویر جوړونکي وي."

خو داسې برېښي چې له دغه امر سره د طالبانو د حکومت یوشمېر لوړپوړي چارواکي او ان د دوی مشهور مفتیان موافق نه‌‌دي.

پر انځورونو د بندیز له قانون او په‌دې برخه کې پر رسنیو له فشارونو سره هم‌مهاله پخواني جهادي قومندان او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر پلار جلال‌الدین حقاني ته منسوبه هغه زړه ویډیو بیا رابرسیره شوې چې نوموړی په‌کې وایي، ګڼ‌شمېر عرب او عجم علما تصویر ناروا نه بولي.

هغه وايي: "دا چې د پوره عکسونو ممنوعیت په شريعت کې راغلی دی، اوس عامو علماو په‌دې شي کې ایا تسهل کړی دی؟ چشم پوشي یې کړې ده، غفلت یې کړی دی؟ یا اکثره علما دې شي نه منع نه‌کوي؟ د وخت له علماو نه چې موږ دا پوښتنه کړې ده، په کتابونو کې په‌دې اړه کومه مشخصه مسئله نه‌شته. بعضې علما په هغه اصلي حکم باندې چې کوم ثابت شوی دی، دلیل راوړي او منع کوي یې. بعضې علما کرام چې دي، چې ډېر لوی لوی عالمان دي، په عربو کې دي، په عجمو کې دي، پاکستان کې دي، افغانستان کې دي، له‌دې شي (انځور) نه ممانعت نه‌کوي."

جلال‌الدين حقاني
جلال‌الدين حقاني

پر دې سربېره د یوشمېر هغو طالب پلوه مفتیانو خبرې هم ټولنیزو رسنیو ته راوتلي چې د کمرې انځورونه د بندیز وړ نه بولي.

دې ډله کې د طالبانو د یوه مشهور مفتي شیخ رحیم‌الله حقاني چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې یوه چاودنه کې ووژل شو، خبرې هم رامخته شوي.

د اسلامي فقهې ټولې ټولنې له الاظهره نیولې، د عربستان سعودي، شام، عراق، فلسطین او مغرب ټول علما پر دې موافق دي چې دغه تصویر چې موږ او تاسو یې اخلو، د هغو تصاویرو له ډلې نه‌دي.
ډاکټر محمدالله سخره

نوموړی چې یوې غونډې ته وینا کوي، د کمرې ویډیو او انځور له هندارې سره تشبيه کوي او وایي، دا وړانګه ده او نه هغه تصویر چې شریعت کې يې منع راغلې.

هغه وايي: "چې ښیښې ته ولاړ یې، زما له بدنه شعاع وځي، ښیښې نه را واپس شوه، زما په سترګو ولګېده او ما خپل ځان ښیښه کې ولیده. په ښیښه کې تاته ځان څرنګه ښکاري، په دغې کمره کې هم دا ښیښه لګېدلې ده، زما د بدن شعاع په‌دې ښیښه لګیږي، دلته ریکارډر لګېدلی، دغه شعاع جذبوي، بس دا شعاع دي، دا تصویر نه‌دی، تصویر له رنګه جوړیږي او دغې کمره کې رنګ نه‌شته، بلکې په‌‌دې کې شعاع ده."

ډاکټر محمدالله سخره چې د مصر له الاظهر پوهنتون څخه د فارغو شویو علماو له ډلې دی، ازادي راډیو ته وویل، تصویر او مجسمې هغه خاص حالت کې منع شوي چې د شرک او یا هم عبادت کولو ویره یې موجوده وي.

نوموړی وايي: "دلته مسئله پر دې اساس ده چې د شرک خطر په‌کې نه وي. د عبادت خطر په‌کې نه وي. پخوانیو خلکو مجسمې او تصویرونه جوړول او بیا یې د هغو عبادت کاوه. له‌دې معلومیږي چې په‌دې اړه نصوص او روایات په خاصو حالاتو پورې تړلي دي. د اسلامي فقهې ټولې ټولنې له الاظهره نیولې، د عربستان سعودي، شام، عراق، فلسطین او مغرب ټول علما پر دې موافق دي چې دغه تصویر چې موږ او تاسو یې اخلو، د هغو تصاویرو له ډلې نه‌دي. دا د حالت ثبتول دي، دا تصویر هغه حالت ته ورته دی چې انسان خپله څېره په اوبو یا هنداره کې وګوري."

افغانستان کې د يوې تصويري رسنۍ تخنيک‌خونه
افغانستان کې د يوې تصويري رسنۍ تخنيک‌خونه

د انځور په اړه همدې ضد او نقیض دریځ او د امر باالمعروف قانون بیا خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي اوعملا په درېیو ولایتونو کندهار، تخار او بادغیس کې د ملي ټلوېزیون خپرونې بندې شوې دي.

د امر بالمعروف ځواب تل ګونګ و او ویل یې چې ممکن تلوېزیوني خپرونې استثناتو کې راشي."
حامد عبيدي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ مرکز مشر حامد عبیدي وایي، د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت مسوولان د رسنیو له مدیرانو سره پرله‌پسې غونډې لري او هغوی ته وایي چې قوانین یې پلي کړي.

ښاغلی عبیدي وایي، کابل کې د تلوېزیونونو برخه‌لیک لا هم مبهم دی او په خبره یې د امر باالمعروف لوړپوړو چارواکو ویلي چې، ممکن تلوېزیوني نشرات له بندیزه مستثنا کړي.

نوموړی وايي: "د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له تېرو دوه میاشتو را په‌دې خوا د رسنیو له مدیرانو سره منظمې جلسې درلودې. دغو جلسو کې له ټولو څخه غوښتنه شوې وه چې د امربالمعروف قانون په خپلو خپرونو کې په پام کې ونیسي او پلی یې کړي. که څه هم د تصویر موضوع څو ځله یاده شوې، په خاص ډول د تلوېزیون په برخه کې، ځکه تلوېزیون بې تصویره معنا نه‌لري، د امر بالمعروف ځواب تل ګونګ و او ویل یې چې ممکن تلوېزیوني خپرونې استثناتو کې راشي."

پر رسنیو د همدې ډول فشارونو وروسته کابل کې د رسنیو یوشمېر مسوولان کندهار ته تللي او هلته یې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره کتلي دي.

په کابل کې د دوو رسنیو مسوولینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، دوی تېره اوونۍ کندهار کې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د تصویري رسنیو د بندیز د (اوازو) په اړه غږېدلي دي، چې د دوی په خبره مجاهد دا موضوع رد کړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو چارواکي هم ازادي راډیو ته ویلي چې، دوی تر اوسه د رسنیو له‌خوا د بشپړ تصویر او فلم بندولو پلان نه‌لري.

په کابل کې د یوه تلوېزیون مسوول چې نه‌یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، د امر باالمعروف یوشمېر چارواکي پر دوی فشار راوړي چې تصویري نشرات بند کړي، خو په وینا یې د طالبانو د حکومت نور مشران او چارواکي بیا له دوی سره په غیر رسمي غونډو کې ډاډ ورکوي چې داسې څه خبره نه‌شته.

بل لور ته په کابل کې د ریاست الوزرا په ګډون ګڼې ادارې او وزارتونه لا هم د خپلو غونډو او لاسته‌راوړنو راپورونه په ویډیویي بڼه خپروي.

د طالب چارواکو ترمنځ پر یوشمېر مسایلو د مخالفت موضوع نوې نه‌ده، بلکې له‌دې وړاندې د نجونو د ښونځیو په ګډون پر یوشمېر نورو مسئلو هم دوی یو د بل د خبرو مخالفت کړی دی.

خو څه چې ښکاره دي، هغه دا ده چې په اکثره دغه ډول مخالفتي مسئلو کې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده فرمانونه او د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت تګ‌لارې پلې شوي دي.

د رسنیو په برخه کې یوه ورته تګ‌لاره چې مخالفت سره مخ وه، هغه رسنیو کې د نجونو ظاهرېدل و، خو وروسته بیا د امر باالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت وویل چې نجونې دې د ټلوېزیون سکرین ته په راتګ ماسک تړي چې دا کار همداسې عملي شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG