د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره: "افغانستان کې خبریالان له ګواښ، ځورولو او نیولو سره مخ دي "


د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ډېکر د پنجشنبې په ورځ د رسنيو د ازادۍ د نړیوالې ورځې د نمانځلو په مناسبت له یو شمېر خبریالانو سره په انلاین غونډه کې وویل چې له ۲۰۲۱ کال مخکې د رسنيو ازادي په افغانستان کې يوه خورا مهمه مسله وه، خو اوس رسنۍ او خبریالان ګواښل کېږي، ځورول کېږي او نيول کېږي.

هغې زیاته کړه، له ٢٠٠١ څخه تر ٢٠٢١ کال پورې په افغانستان کې د رسنیو وده په سیمه کې یوه روښانه بېلګه وه، په دې موده کې ۷۵ تلویزیونونه او ۱۷۵ راډیوګانې فعالې وې او د ځوانانو او او ښځو لپاره يې په دواړو ژبو خپرونې درلودې.

نوموړې په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ پر ارزښت هم ټينګار وکړ او ويې ويل چې اوسمهال په افغانستان کې خبريالان او رسنۍ له مبهم او نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د اغلې ډیکر په وینا، د رسنیو کار تر څارنې او کنټرول لاندې دى او دغه شان معلوماتو ته لاسرسی هم محدود دی.

نوموړې په افغان رسنیو کې د ښځو د حضور لږوالي ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د طالبانو د فرمانونو له امله د ښځو غږ، د هغوی خبرې او په رسنیو کې د هغوی ګډون محدود شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې یو شمېر خبریالان وايي، معلوماتو ته د لاسرسي نشتوالي او شته ګواښونو پر دوی کاري فضا نوره هم تنګه کړې ده.

یو خبريال چې د امنیتي ستونزو له امله د خپل نوم له ښودلو او اصلي غږ له خپرېدو ډډه کوي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" رسنۍ او خبریالان له یو لړ محدودیتونو سره مخ دي، له دې ډلې د توقیف مسله ده چې په رېښتني ډول په ټول افغانستان کې پېښ شوي. په ډېرو لرو پرتو سیمو کې اطلاعاتي او رسنیزه فضا تړلی ده، خو په ښارونو کې بیا نیمه خلاص او نیمه تړلې ده."

یوه بله ښځینه خبریاله چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او نوموړې هم د خپل غږ د بدلولو غوښتنه وکړه ازادي راډیو ته وویل چې د نورو محدودیتونو ترڅنګ ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته بشپړ لاس رسی هم نه لري:

" له بده مرغه اطلاعاتو ته نه لاس رسى په جمهوري نظام کې هم موجود و اوس هم شته، اطلاعاتو ته لاسرسی تر اوسه هم په اداراتو کې لازمي امر نه دی ګرځېدلی، ځینې ویاندان لا هم خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي، په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته."

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پر خبریالانو او ځانګړي ډول ښځینه وو هغو سخت بندیزونه لګول شوي
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره پر خبریالانو او ځانګړي ډول ښځینه وو هغو سخت بندیزونه لګول شوي

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو کمېټې مشره سمیه ولیزاده په دغه هېواد کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت نازک بولي.

نوموړې زیاتوي:

"په دې حساسو شرایطو کې خبریالان چې کولای شي د خپلو موخو او هڅو پر بنسټ معلومات ورکړي یا کار وکړي،په ځانګړې توګه زموږ ښځینه خبریالانې او حتی زموږ په ځینو ولایتونو کې ښځینه خبریالانې نشته، دا د اندېښنې وړ ده، د افغان خبریالانو مرکز، په ځلونو ویلي چې د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې باید محدودیتونه او ګواښونه لرې شي، څو خبریالان خپل کار ته دوام ورکړي."

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر دغه شان ويلي چې د فشارونو او بنديزونو له امله په افغانستان کې د شاوخوا ۳۰۰ رسنیو فعالیت بند شوی او رسنۍ او خبریالان اړ شوي چې ځان سانسور کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د مخکينيو راپورونو له مخې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو، ځورونو او وېرې له امله خپلو دندو پرېښودو ته اړې شوې دي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې دوی د ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي او هېڅ رسنۍ د دوی د بندیزونو له امله نه، بلکې له دې امله چې دوی خپلې مالي سرچینې یې له لاسه ورکړي امله تړل شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG