د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په افغانستان کې دننه فعالې راډیوګانې او تلوېزیونونه د دوی له ذوق سره سمې تفریحي او بوختونکي خپرونې نه لري.
د کابل ښار ځینې اوسېدونکي نیوکه کوي چې ډېری هغه تلوېزونونه او راډیو ګانې چې په افغانستان کې فعالې دي ښې او د دوی په ذوق برابرې خپرونې نه لري چې له همدې امله یې د تلوېزیون له کتو او د راډیو له اورېدو سره لېوالتیا کمه شوې ده.
د کال ښار یو اوسېدونکی وايي: زیاتره سیاسي بحثونه وي او داسې په زړه پورې خپرونه چې خوند ترې واخیستل شي او ساعت مو تېر شي نهشته.
د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې اوسېدونکی چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ووویل: "په راډیویي او تلوېزیوني خپرونو کې ډېر بدلونونه راغلي، په تېر کې به یې سندرې، تفریحي او داسې نورې خپرونې کولي چې موږ به یې لیدو ته لېواله و خو اوس هېڅ نهشته، زیاتره سیاسي بحثونه وي او داسې په زړه پورې خپرونه چې خوند ترې واخیستل شي او ساعت مو تېر شي نهشته."
د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې مرسل هم ورته نظر لري او په اړه یې ازادي راډیو ته وايي: "کومې خپرونې چې اوس خپرېږي ډېری یې د خلکو په خوښه نه دي، اکثره تلوېزیوني خپرونې ستړې کوونکې دي، د پخوا په څېر جالبي خپرونې نه لري چې لیدونکي او اورېدونکي جلب کړي، ان زه ډېری داسې کسان پېژنم چې په دیش انتن بهرني چینلونه ګوري."
د ځینو انځوریزو او غږیزو رسنیو مسوولان د کابل ښار د دې اوسېدونکو له خبرو سره موافق دي او وايي چې د طالبانو له لوري د محدیتونو، فشارونو او اقتصادي ستونزو له کبله نه شي کولای هغه ډول خپرونې چې خلک یې غواړي جوړې او خپرې کړي.
د یوې سیمهییزې راډیو مسوول، چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت پر تفریحي او د موسیقۍ پر خپرونو بندیز لګولی، خو خلک له دوی غواړي چې ښې او جالبې خپرونې ولري چې دوی یې نه شي برابرولی.
د رسنیو د ملاتړ ځینې بنسټونه او د رسنیو کارکوونکي هم وايي چې دا مهال د خلکو په خوښه خپرونې په رسنیو کې نهشته، خو لامل پر رسنیو د طالبانو له لوري فشارونه یادوي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو د کمېټې مسووله سمیه وليزاده په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه هغه فشارونه او محدویتونه چې د طالبانو له لوري پر رسنیو وضع شوي د دې لامل شوي چې د رسنیو د خپرېدونکو موادو په څرنګوالي کې د جمهوریت د وخت په پرتله ډېر بدلون راشي، له بده مرغه د خپرونو محتواوو کې بدلون راغلی او رسنۍ مجبوره شوي چې ډېر پام وکړي او په وروستیو کې طالبانو هڅه کړې چې له رسینو د ځان په ګټه د تبلیغاتو د وسیلې په توګه ګټه واخلي."
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خببالله غفران په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
طالبانو تل ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ او د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د بیان ازادي ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې رسنیو بېلابېل د پام وړ تفریحي روزنیزې، سیاسي او د خلکو په خوښه خپرونې وړاندې کولې.
د افغانستان له خپلواکو رسنیو د ملاتړ دفتر یا نی چې اوس یې په افغانستان کې چارې درولي د ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې د تلوېزیون د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي وو چې په ورستیو کې په افغانستان کې له ۱۴۷ تلوېزیوني شبکو څخه ۷۷ یې تړل شوې دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې ۲۸۱ رسنۍ تړل شوي چې له کبله یې د ۱۱،۸۵۸ تنو څخه چې په رسنیو کې یې کار کاوه اوس ۴،۵۰۰ تنه کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګلوبل ایکسپرېشن ادارې له لوري په کلني راپور کې چې سږ کال د مې د میاشتې په ۲۱مه نېټه خپور شو، افغانستان د بیان د ازادۍ له اړخه په نړۍ کې یوه له بدو هېوادونو څخه ګڼلی دی.