د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په تېرو شپږ میاشتو کې یې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیونو او ګواښونو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.
دغه مرکز پرون پنجشنبې د روان میلادي کال د جنورۍ له پیله د جون تر پایه په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د بشري حقونو په اړه د خپلو څېړنو پایله خپره کړې او ویلي چې په یاده موده کې د خبریالانو او رسنیو خلاف سرغړونې ډېرې شوي دي.
د دې مرکز په وینا، د کال په لومړۍ نیمايي کې ټولټال ۸۹ پېښې ثبت شوي چې ۶۰ یې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولانو د ګواښلو او ۲۹ نورې یې د خبریالانو د نیونو په اړه دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې همداراز وايي چې په یاده موده کې طالب چارواکو لږترلږه ۷ رسنۍ بندې کړي دي.
په دغو رسنیو کې په کابل کې دوه تلوېزیونونه، او په غزني، لغمان، پروان او خوست ولایتونو کې ۵ راډیوګانې شاملې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، درېیو سیمه ییزو راډیوګانو ته د فعالیت د بېرته پیلولو اجازه ورکړل شوې، خو دوه تلوېزیونونه او دوې راډیوګانې لا هم بندې دي.
په نیول شویو خبریالانو کې یو تن، چې ۶ میاشتې پخوا په غزني کې توقیف شوی و، لا هم خوشي شوی نه دی.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان مسوول حامد عبیدي، چې اوس په جرمني کې مېشت دی، د سانسور، ګواښ او توقیفونو ترڅنګ د رسنیو د مالي ستونزو یادونه هم کوي.
هغه وویل: "د رسنیو او د بیان د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو په کړنلارو کې هیڅ ډول مثبت بدلون نه لیدل کېږي، لکه د تېر وخت په شان ټولې رسنۍ څارل کېږي، سانسور شته، خبریالان په غیرقانوني ډول نیول کېږي، پر ښځینه خبریالانو د پخوا په شان محتدودیتونه عملي کېږي او په عین حال کې تقریباً ټولې رسنۍ له مالي ستونزو څخه سر ټکوي."
د خبریالانو مرکز وايي، په تېرو ۶ میاشتو کې نه یوازې پر خصوصي او ازادو رسنیو فشارونه کم شوي نه دي، بلکې د هغو د نشریاتو پر محتوا څارنه لا زیاته شوې او په ځانګړي ډول د طالبانو استخبارات او امربالمعروف د رسنیو په کارونو کې مداخله کوي، حال دا چې دا دوې ادارې د رسنیو د چارو مسوولیت نه لري.
د خبریالانو مرکز یادونه کوي، سره له دې چې په کابل کې د رسنیو د محدودیت اندازه کمه ده، خو په ولایتونو په تېره بیا په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې رسنۍ په دې خاطر ګواښل شوي چې په خپرونو کې یې د ښځو غږ وي یا په یو نه یو ډول یې موسیقي په خپلو خپرونو کې خپره کړې وي.