اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وروستیو پراخو حملو کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات سخت زیانمن شوي دي.
د اوکراین د انرژۍ ملي شبکې اوکر اېنېرهو پرون د جون په ۲۲مه پر ټلګرام شبکې په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د وروستیو حملو په ترڅ کې په زاپوریژیا او لیوو ښارونو کې د برښنا د لېږد سیستمونه زیانمن شوي او همداراز دوه تنه کارکوونکي یې په زاپوریژیا کې ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي چې د روسیې پرونۍ حمله په تېرو درېیو میاشتو کې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو اتمه لویه حمله وه.
د اوکراین د انرژۍ وزارت هم پرون په یوه جلا بیان کې وویل د اوکراین په ختیځ کې د روسیې په پرون سهارنیو حملو کې د برښنا هوايي لینونه پرې شوي او په نتیجه کې یې په دې سیمه کې خلکو ته د برښنا په وېش کې کموالی راغلی دی.
د خارکییف ښاروال ایهور ترخوف هم ویلي چې د اوکراین په دې دوهم لوی ښار کې چې د روسیې د سرحد په دېرش کیلومترۍ کې پروت دی، پر ملکي تاسیساتو د روسیې د شنبې ورځې په بمباریو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او نولس تنه نور ټپیان شوي دي.
همداراز د اوکراین پوځ اعلان کړی چې د دې هېواد د هوايي مدافعې سیستمونو پرون د روسیې له ویشتل شویو ۱۶ توغندیو څخه ۱۳ یې شنډ کړي او ټولې ۱۳ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي.
د روسیې دفاع وزارت د دې بریدونو په اړه چې په تېرو څو ورځو کې د دوهم ځل لپاره په براخه کچه ترسره کېږي، څه نه دي ویلي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې روسي ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې په منظم ډول د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو حملې کړې چې په پایله نتیجه کې یې ملکي تاسیساتو او د خلکو کورونو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.
اټکل کېږي چې په دې حملو کې به د اوکراین د برښنا د تولید نیمايي ظرفیت له منځه تللی وي.
د اوکراین بې پیلوټه الوتکو هم د ځوابي اقدام په ترڅ کې د روسیې په قلمرو کې دننه د پوځ د اړتیا وړ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او تر ډېره یې د دې هېواد د تیلو د تولید تاسیساتو ته زیان اړولی دی.
د روسیې دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د دې هېواد د هوايي دفاع سیستمونو د آزوف سمندرګي په فضا او په بریانسک او سمولېنسک ښارونو کې د اوکراین پنځه بې پیلوټه الوتکې ویشتلي او نسکورې کړې، خو د دفاع وزارت په بیان کې یادونه نه ده شوې چې دې عملیاتو ځاني یا مالي زیانونه هم لرله که نه.
د اوکراین پوځ د جمعې په ورځ وویل، د اوږد واټن ویشتونکو یرغلیزو ډرونونو یې د روسیې په قلمرو کې د تېلو پر څلورو تصفیه خونو او د رادار پر سیستم برید کړی.
دا ادعا خپلواکو سرچینو تراوسه نه ده تایید کړې.