د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۸

د پاکستان په کوټه کې ځانمرګي برید ۶ پولیس ووژل


د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې چارواکي وايي چې د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید شوی چې ګڼ شمېر پولیسانو ته‌یې مرګ‎ژوبله اړولې ده.

د کوټې ښار د پولیسو مشر رزاق چیمه له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د سې شنبې په ورځ ماښام د کوټې ښار د هوايي ډګر پر سړک د پولیسو پر یوه موټر ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۶ پولیسان ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان‌یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي او زیاتوي چې دا په کوټه کې تېره ورځ درېیم ځانمرګی برید و چې امنیتي ځواکونه‌یې په نښه کړل.

تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې «ISPR» هم د سې شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې د کوټې په لیرې پرتې سیمې میا غونډۍ کې د سرحدي عسکرو یوه چک پوسټ ته نږدې دوه چاودنې او ډزې وشوې چې په‎کې د ملېشه ځواک اته سرتېري ژوبل شول.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو سکرتر غلام علي بلوچ بیا له فرانس پرس خبري اژانس سره د کوټې په میا غونډۍ سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته د ځانمرګي برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې یو بریدګر پوستې ته نږدې ځان الوزولی او دوهم هغه‌یې د سرتېرو په ډزو کې وژل شوی دی.

په کوټه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه تر هغې وروسته شوي چې څو ورځې وړاندې په دغه ښار کې پر عیسویانو وسله‎وال بریدونه شوي چې وروسته‌یې بیا مسؤلیت داعش وسله‎والې ډلې په غاړه اخیستی.

د یادونې وړ ده چې په کوټه کې لا تر دې دمه د دغه ځانمرګو بریدونو مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.

XS
SM
MD
LG