ټلیګراف په خپل دې راپور کې چې د پنجشنې په ورځ د اګسټ پر ۲۱ مه یې خپور کړی ویلي، دا هغه لېست دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د بریټانیا له لوري په تېروتنه کې افشا شوی و او دا درې کسان هم په همدې لېست کې شامل دي.
راپور زیانوي چې دا لېږد د ایران او طالبانو تر منځ د یوې پټې "استخباراتي" معاملې وروسته شوی چې د هغو کسانو په نیولو کې همکاري وکړي چې په افغانستان کې یې یې بریتانیوي ځواکونو سره کار کړی وي.
ټلیګراف لیکلي چې دې لېست کې بریټانیا ته د ګڼو افغان پناه غوښتونکو نومونه شامل دي چې ډېری یې پخواني افغان پوځیان، ځانګړي افغان ځواکونه او د بریټانیا د اطلاعاتي څانګو همکاران وو.
په راپور کې راغلي، ایران غواړي دا کسان د دغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه له لوېدیځ سره خبرو کې پر دوی د فشار د یوې وسیلي په توګه وکاروي او په ټکو یې په مقابل کې یې طالبان ترې د ایران له لوري د رسمیت پېژندلو تمه لري.
د راپور په ټکو، برټیانوي چارواکو اوس له طالبانو غوښتي چې د عمومي عفوې په اړه د خپل فرمان ژمنتیا پوره او “درناوی" یې وکړي.
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، مرستیال یې حمدالله فطرت او د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر یې حافظ ضیا احمد د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، او نه هم تر اوسه د ټلیګراف د دې راپور په اړه د ایران حکومت په رسمي ډول څه ویلي، خو دې راپورونو هغه افغان پوځیان اندېښمن کړي چې له بریټانیا سره یې کار کړی او اوس په ایران او افغانستان کې مېشت دي.
په ایران کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو یو پوځي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل "دوی (طالبان) د خپل حکومت رسمیت پیژندلو لپاره هر څه کوي، مخکې یې پوځیان وژل، اوس یې نورو ته په لاس ورکوي، دلته نظامیان ډېر خطر کې دي خصوصا هغه چې د بریټانیا مربوط دي، زموږ غوښتنه دا ده دوی (بریټانیا) پر طالبانو فشار راولي چې ایران دې زموږ ډیټا نه سپاري، بل دې موږ دې خوندي هېواد ته انتقال کړي."
دغه شان په افغانستان کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یو پخواني سرتېري چې ده هم د ورته موضوع له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم او د اوسېدو ځای اړوند معلومات خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل " له بده مرغه چې لېستونه خو افشا شول، له هغه وروسته دلته (افغانستان) کې د پخوانیو پوځیانو پر وړاندې ډیرې زیاتې ستونزې او ګواښونه موجود دي، پوځیان ډېر ځورول او شکنجه کېږي، باید موږ ته امن برابر شي، بلخصوص د نورو لپاره ونه کارول شي، باید موږ په تدریجي ډول امن هېوادونو ته انتقال کړل شو."
ټلیګراف د طالبانو د ځینو لوړ پوړو چارواکو په حواله ویلي چې په جاسوسۍ تورن ایران ته سپارل کېدونکي درې کسان د افغانستان په پلازمینه کابل کې ساتل کیږي او تهران ته یې د لېږد لپاره د دوی د کورنیو چارو وزارت تصویب ته په تمه دي.
خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
عبدالمتین قانع او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نږدې موده وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي او چاته اجازه نه ورکوي چې دا فرمان تر سوال لاندې راولي.
د ټیلیګراف د راپور له مخې، ایران ته د شکمنو بریټانوي جاسوسانو سپارل د طالبانو د مشرتابه او د ایران د سپاه پاسداران د څلورو چارواکو ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو وروسته ترسره کیږي چې تیره اونۍ کابل ته د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د تنظیم رسمي کولو ته تللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې ټلیګراف د روانې زمري میاشتې په ۱۳مه راپور وکړی وه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو چارواکي په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د افشا شوي نوملړ د ترلاسه کولو په هڅه کې دي.
په هغه راپور کې راغلي وه چې دوی له طالبانو د دغه ۲۵ زره کسانو نوملړ غوښتي او هڅه کوي چې له مخې یې د بریتانیايي ځواکونو د جاسوسي برخې (ایم ای ۶) جاسوسان تشخیص او تعقیب کړي.
ټلیګراف ویلي چې د دې کسانو نومونه په هغه افشا شوي ۲۵ زره کسیز لېست کې شامل دي چې د افغانانو توضیحات پکې دي چې د برتانیا حکومت ته یې د پناه لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ټلیګراف په ګډون ځینو بریټانوي رسنیو او چارواکو راپورونه او اندېښنې خپرې کړې چې د دغه لېست له افشا کېدو وروسته ګڼ افغان پوځیان په افغانستان کې د طالبانو لخوا شکنجه، بندیان او ان وژل شوي دي، هغه څه چې طالبانو رد کړي دي.