اوکرایني چارواکو وویل په دغه هیواد باندې د روسیې د پنجشنبې د ورځې هوايي برید په روانه اګست میاشت کې ترټولو لوی برید وو .
تردغه برید څو ورځې مخکې دامریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سولې لپاره د زمینې برابرولو د زیارونو په ترځ کې د اوکراین د ولسشمر ولودیمیر زیلنسکي او اروپايي متحدینو سره ولیدل.
زیلنسکي په خپله ورځنۍ ویډیويي وینا کې وویل :
دا جګړه باید پای ته ورسیږي. موږ باید په روسیې فشار راوړو چې جګړه ودروي،
هغه زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "یوازې په زور او فشار پوهیږي."
د اوکراین هوايي ځواک راپور ورکړ چې روسیې د اوکراین په څو سیمو ۵۷۴ بی پیلوټه الوتکې او ۴۰ توغندي توغولي دي، چې ملکي تلفات یې را مینځ ته کړي او د استوګنې سیمو او زیربناوو ته د پام وړ زیان اړولی دی.
د اوکراین لویدیځې پولې ته نږدې د زکرپا تیا دسیمې د موکاچیوو په منطقه کې یوه تولیدي فابریکه چې ملکیت یې د امریکا دی ، په نښه شوې.
د زکرپاتیا سیمې والي، میروسلاو بیلتسکي، وویل چې دا یوه ملکي فابریکه ده چې اکثر د کورونو د اړتیاو وړ سامانونه تولیدوي.
هغه زیاته کړه چې دغه فابریکه د کالیبر ډوله په دوه توغندیو وویشتل شوه چې له امله یې اور ولګیده او په ۷۰۰۰ مربع متر ساحه کې خپور شو.
د زیانمنې شوې فلیکس لمیټډ فابریکې د عامه اړیکو رئیس، کونور فیلیپس وویل چې دا فابریکه هیڅ نظامي تجهیزات نه تولیدوي، نه یې عرضه کوي او نه یې ملاتړ کوي او د کافي د ماشینونو په څیر ملکي تولیداتو باندی تمرکز کوي.
فیلپس زیاته کړه چې "
یو څو کارکونکي او قراردادیان ټپیان شوي، او شپږ کسان د طبي پاملرنې لاندې په روغتون کې پاتې دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها وویل چې په موکاچیوو برید جدي زیان او تلفات اړولي او دا بریدونه "د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټولو هڅو سره تضاد کې دي."
په اوکراین کې د امریکا د سوداګرۍ خونې رئیس، انډي هنډر وویل چې دا په اوکراین کې د امریکا د ستروپانګونو څخه په یوه باندې د روسیې د توغندیو "واقعا وحشتناک" برید وو.
نوموړي په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل :
دا یوازې په اوکراین برید نه وو. دا په امریکایی سوداګرۍ برید وو،
هغه زیاته کړه : "روسیه نه یوازې اوکراین ویجاړوي - امریکایی سوداګرۍ هم ویجاړوي او سپکاوی یې کوي."
هنډر وویل چې کله چې دوه توغندي په فابریکې ولګیدل ۶۰۰ کاریګرو په کې د شپې په شفټ کې کار کاوه. هغه وویل چې د حفاظت او خوندیتوب د شدیدو مقرراتو په نتیجه د کاریګرو ژوند وژغورل شو.
هغه زیاته کړه چې دا سیمه په اوکراین کې ترټولو آرامه سیمه ګڼل کیده، مګر نور داسې نه ده.
نوموړي د امریکا له ولسشمر ډونالډ ترمپ څخه وغوښتل چې دامریکا د تجارت ملاتړ وکړي.
د امریکا ولسشمر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خواله رسنیو کې په یوه پوست کې پخواني ولسشمر جوبایدن باندې انتقاد وکړ چې ولې یې اوکراین ته نورې وسلې نه دي ورکړي.
ټرمپ وویل :
که ناممکنه نه وي نو دا ډیره مشکله ده چې جګړه په یرغلګر هیواد باندې له برید پرته وګټل شي .
ټرمپ د اوکراین او روسیې د جګړې وضعیت په یو ورزشی مثال بیان کړ او وویل چې که چیرې یوه لوبډله عالي دفاع ولري، مګر د برید کولو اجازه و نلري نو د ګټلو هیڅ چانس یې نشته! "
د تیرې دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۸مه د واشنګټن په مذاکراتو کې موافقه وشوه چې له جګړې وروسته د اوکراین د امنیت دتضمین لپاره به د اروپايي هیوادونو په مشری او د امریکا په ملاتړ یو پلان جوړ شي.
د واشنګټن له مذاکراتو وروسته د اورپا او امریکا پوځي پلان جوړوونکو خپلې غونډې پیل کړې ترڅو د امنیتي مرستو بستې وټاکي او د نهايی پریکړې لپاره یې سیاسي مشرانو ته وړاندې کړي.
د متحده ایالاتو، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او اوکراین د دفاعي چارو مشرانو د اګست له ۱۹ څخه تر ۲۱ پورې په واشنګټن کې غونډې وکړې. د متحدو ایالاتو دفاع وزارت پنټاګون د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د متحده ایالاتو او اروپا پلان جوړونکو پوځي انتخابونه وټاکل چې د متحدینو د ملي امنیت سلاکارانو لخوا به ورباندې "مناسب غور" وشي.
بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ وویل چې په اوکراین کې د اروپایي سرتیرو هر ډول حضور به " هیڅ د منلو وړ نه وي"، او دا حضور یې د اوکراین په ځینو برخو کې "بهرنۍ مداخله" وبلله.
لاوروف تردې یوه ورځ مخکې ټینګار کړی وو چې اوکراین کې د امنیت مسئله له روسیې پرته نه شې څیړل کیدای.