د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۵

ایران وايي د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې طالبانو سره همکاري لري


د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی ، ارشیف
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی ، ارشیف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي د طالبانو حکومت د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې له ایران سره همکاري او تفاهم لري. خو عباس عراقچي دا هم ويلي، چې د طالبانو حکومت له دوی يو شمير غوښتنې هم کړي دي. کډوال وايي دشړل کیدو له ویرې له خپلو کورونو نشي وتلی.

په داسې حال کې چې ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هيواده یې د اېستلو بهیر لا هم روان دی او یو شمېر یې وایي چې د شړل کېدو له وېرې ان له خپلو کورونو هم نه شي وتلی، د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په برخه کې د طالبانو حکومت او ایران تر منځ یوه هوکړه موجوه ده.

عباس عراقچي تازه له “ایرنا” دولتي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د افغان غیرقانوني کډوالو د ایستلو په برخه کې له دوی سره همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړې:

د کډوالو د ستنېدو په موضوع کې همکاري شوې ده، یعنې افغان لوري په دې برخه کې همکاري کړې ده. هغوی له موږ درې غوښتنې درلودې چې معقولې هم وې، لومړۍ دا چې ستنېدل دې په ډله‌ییز ډول نه وي، بلکې په تدریجي ډول دې ترسره شي څو هغوی د پولې ها غاړې ته ځای پر ځای شي؛ دوهم دا چې دا بهیر دې په عزت سره ترسره شي چې موږ یې رعایت کوو؛ او درېیم دا چې د بېرته ستنېدونو پر مهال د دغو کسانو مال ته درناوي وشي.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت بېلابېلو چارواکو په څو ځلي د ایران له دولت ورته غوښتنې کړې دي.

خو مخکې له دې، یو شمېر کډوال چې له ایران څخه شړل شوي وو، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې شکایت کړی و چې د بېرته ستنېدو پر مهال د ایران د پولیسو لخوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي او د خپلو مالونو د لېږد او شخصي معاملو د حل فرصت نه و ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ايم) پنجشنبه د اګست په ۲۱مه په خپله ویب پاڼه په خپور کړي راپور کې ويلي، چې یوازې د روان کال د اګست په لومړیو ۱۶ ورځو کې یو لک او ۲۹ زره او ۵۶۵ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۱مه، ۶۳۶ کورنۍ د اسلام‌قلعه او د نیمروز د ورېښمو له لارې له ایران څخه افغانستان ته راستنې شوي دي.

په ایران کې ميشت یو شمېر افغان کډوال وایي، د بې اسناده پناه غوښتونکو د نیولو او ایستلو بهیر لا هم روان دی او دوی د شړلو له وېرې ان له خپلو کورونو نه شي وتلی.

یو له دغو کډوالو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل:

ستونزې ډېرې زیاتې دي، هېڅ ځای ته تللی نه شو. دلته په خپلو کورونو کې بندیان یو. په ښار او بازار کې ګرځېدلی نه شو. زموږ حالت ډېر خرابه دی.


که څه هم ایران کې د سرشمېرنې پاڼو لرونکو افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی ضرب‌الاجل د جولای په ۶مه پای ته ورسېد، خو د دغه هیواد او اسرائیلو ترمنځ د جون په ۱۳ له هوايی بریدونو وروسته د افغانانو د ایستلو بهیر په بې ساري ډول چټک شوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو اوو میاشتو کې له ۱.۵ میلیونو ډېر افغانان له ایران څخه بېرته ستانه کړل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني، د اګست په ۱۸مه اعلان وکړ چې راتلونکو اوو میاشتو کې به اته لکه نور افغان کډوال هم له دغه هېواده وشړل شي.

XS
SM
MD
LG