د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پوليسو پر يوه لارۍ چې تر ۳۰ زيات عسکر پهکې سپاره وو، چاودنه شوې چې د يوه لاروي پهشمول شپږ پوليس پهکې وژل شوي او تر ۲۰ زيات کسان پهکې ټپيان شوي دي.
نن د چهارشنبې په سهار د اته نيمو بجو په شااوخوا کې د کوټې ښار جنوب لور ته د سرياب په سيمه کې پر سيوۍ سړک باندې هغه وخت چاودنه وشوه چې د پوليسو يوه لارۍ او يو بل ګزمه کوونکى موټر د تېرېدو په حال کې وو.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې ګڼ شمېر پوليس عسکر په يوه لارۍ او يوه موټر کې خپلې دندې ته روان وو چې ناببره ورباندې چاودنه وشوه.
نوموړی وايي، تر اوسه دا څرګنده نهده چې دا د سړک له غاړې خښ شوى بم وو او که ځانوژونکى بريد وو.
د پوليس مشر چيمه د پېښې د تلفاتو په اړه وويل:
"شپږ تنه پوليس عسکر وژل شوي او يو بل په موټرسايکل سپور لاروى وژل شوى، ۲۲ کسان ټپيان شوي دي چې په هغوى کې هم زيات پوليس عسکر او څو لارویان دي، دوه ټپيان «بي اېم سي» روغتون ته وړل شوي، نور په ملکي او نظامي روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي، د پوليسو په دغو دواړو لاريونونو کې شااوخوا ۳۷ تنه پوليس عسکر سپاره وو."
په ورته وخت کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي رسنيو ته وويل، په روان کال کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د ترورېستي بريدونو ډېروالى دا څرګندوي چې وسلهوال غواړي، امنيتي ادارې له دې جګړې پر شا وتمبوي، خو وايي حکومت او امنيتي ادارې بهيې په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
سرفراز بګټي د ننني بريد پړه په ظاهره پر چا وروانهچوله، خو تور يې پورې کړ چې د داسې بريدونو تر شا د افغان او هندي استخباراتي ادارو لاس دى او تنظيموونکي يې په افغانستان کې دي.
ده زیاته کړه:
"تر ردالفساد او ضرب عزب عملياتو مخکې به چې وسلهوالو ترورېستي حملې کولې هغه بهيې په وزيرستان کې د پاکستان پر خاوره تنظيمولې، خو ننيې په افغانستان کې کوي، نن چې زموږ څومره ترهګر دي هغوى د افغانستان له خاورې استفاده کوي، د دې اوسنۍ پېښې د مرتکبينو په اړه څه نهشو ويلى، خو تر دې مخکې چې څومره پېښې شوي را «RAW» او ملي امنيت «NDS» حتى ترهګرو ته هدف هم په لاس ورکوي او ځانوژونکي بريدګر ورکوي."
د سرفراز بګټي د تورونو په اړه مې په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل وحيدالله مومند وپوښت، نوموړي ازادي راډيو ته په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ويېويل چې افغانستان په خپله د ترهګرۍ قرباني دى.
نوموړی وايي پر ځاى د دې چې پاکستاني چارواکي پر افغانستان تورونه ولګوي بايد دلته د حقاني شبکې او نورو افغان طالبانو پر ضد ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مومند وویل:
"د افغانستان دولت او ملت داسې ترورېستي پېښې چې د نړۍ په هر ګوټ کې کېږي په کلکه غندي، پرون ورځ هم زموږ ډېر وطنوال د ترورېستي پېښو له امله شهيدان شول، نو زموږ هيله دا ده چې د داسې تورونو پر ځاى صادقانه عمل وکړو، کوښښ بايد په دې وشي لکه څنګه چې ملا منصور او ملا عمر او د حقاني شبکه چې فعاليت لري او پټنځايونهيې ټولو خلکو ته معلوم دي، بايد د دوى پر ضد اقدام وشي چې دا سيمه او هېوادونه له دې ناوړې پديدې خلاص شي."
د دې بريد مسؤليت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدى منلى، خو په روان کال کې چې په بلوچستان او د پاکستان په نورو ايالتونو کې پر پوليسو او ملېشه سرتېرو کوم وسلهوال بريدونه شوي، مسؤليتيې اکثر له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعتالاحرار یا داعش ډلې منلى دى.
سرفراز بګټي يو ځل بيا دا خبره په کلکه رد کړه چې داعش دې په پاکستان کې موجود وي.
ښاغلي بګټي وویل:
"په داسې بريدونو نړۍ ته دا پيغام ورکول کېږي چې ګواکې دلته داعش غوندې تنظيمونه بريدونه کوي، زه يو ځل بيا وايم چې د داعش غوندې تنظيمونو هېڅ منظم حضور د پاکستان يا بلوچستان په هېڅ برخه کې نهشته."
د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د بلوچستان اعلى وزير نواب ثناءالله زهري دا چاودنه په کلکه وغندله.
د اعلی وزیر له دفتره په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې تر څو په بلوچستان کې ترهګري په بشپړه توګه نهوي ختمه شوې، امنيتي ادارې بهيې د ترهګرو پر ضد جګړه ونهدروي او په دوى پسې به د پلټنې عملياتو ته دوام ورکړي.
د يادونې وړ ده چې نن تر دې چاودنې څو ساعته وروسته د کوټې په جنوب لوېديځه برخه کې پر «قمبراني سړک» هم د پوليسو پر يوه مشر عبدالسلام باندې هدفي بريد وشو چې په نتيجه کې يې هغه سخت ټپي شو او په روغتون کې يې ساه ورکړه.
راپور: بارکوال مياخېل