د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۴

پاکستان کې پر کډوالو فشار، هغه افغان خبریالان هم ایستل کیږي چې هلته زیږیدلي دي


ارشیف
ارشیف

پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونو پر هغو خبریالانو هم ژوند تنګ کړی چې کلونه کلونه هلته اوسیدلي او ان هغوی چې هلته زیږیدلي دي. دا د هغو افغان کډوالو په ډله کې راځي چې د ( پي.او.ار) کارتونه لري او موده یې پای ته رسیدلې ده.

دوی د اسلام اباد دا اعلان خورا اندېښمنونکی بولي وايي، پکار ده چې په خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې میشتو د "پي. او. ار" کارت لرونکو افغان کډوالو ته اعلان کړی چې د اګست تر ورستۍ نېټې پورې له دغه هیواد ووځي.

" هره ورځ، نوی قانون، نوی پلان او نوې پالیسي جوړېږي د افغانانو لپاره. "

دا د مسکا صافۍ خبرې دي چې پاکستان کې زیږیدلې، په ژورنالیزم کې ماسټري لري اوله تېرو شپږو کلونو راهیسې د پاکستان له خیبر پښتنخوا ایالت، پېښور ښاره له بېلابیلو رسنیو سره د خبریالې په توګه کار کوي.

د مسکا کورنۍ ډیره پخوا پاکستان ته کډواله شوې او د "پي. او. ار" په نوم د کډوالۍ کارت لري.

د پاکستان دا پرېکړه زمونږ لپاره ډیره زیاته ننګونکي ده، افغانستان ته د دغه افغانانو لېږدول د دوی ژوند له ستر ګواښ سره مخ کوي
پاکستان کې زیږیدلې افغان خبریاله

مسکا وايي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه چې دوی باید له دغه هیواد ووځي، ورته ډېره ننګونکې ده" زما په شان ګڼ شمیر خبریالان او خبریالانې دي چې په پاکستان کې ژوند کوي، که ډېرې ګټي که کمې ګټې حد اقل د خپل ژوند چار یې سمبالې کړي، د پاکستان دا پرېکړه زمونږ لپاره ډیره زیاته ننګونکي ده، افغانستان ته د دغه افغانانو لېږدول د دوی ژوند له ستر ګواښ سره مخ کوي، او دا ګواښ مونږ یوازې امنیتي ګواښ نه بولو، بلکې اقتصادي، ټولنیز او بشري ګواښ دی ."

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې میشتو د "پي او ار" کارت لرونکو افغان کډوالو ته اعلان کړی چې د اګست تر اخرې نېټې پورې له دغه هیواد ووخي.

میهن جان د "پي او ار" کارت لرونکی بل افغان خبریال دی، د ده کورنۍ هم لسیزې مخکې پاکستان ته کډواله شوې او دی هم په همدغه هیواد کې زېږدلی دی.

میهن جان وايي، افغانستان کې په رسنیو بندیزونه دي او اوس چې دوی ته د ستنېدو ویل شوي، د خپل راتلونکي په اړه فکر وړي دي" هلته په افغانستان کې په بیلابیلو رسنیو بندیزونه لګېدلی دي، کوم خبریالان چې دلته دي د خپلو راروانو ورځو په اړه ډیر تشویش لري."

احسان الله احمدزی بیا د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې اوسېږي.

دی هم چې د "پي او ار" کډوالۍ کارت لري وايي همدې هیواد کې زېږېدلی دی او له تیرو څلورو کلونو راهیسې یې له بېلابیلو رسنیو سره کار کړی دی.

احسان الله هم وايي، نن، سبا د پاکستان حکومت دې پرېکړې چې د اګست تر ورستۍ نېټې باید دا هیواد پرېږدي سخت اندېښمن کړی دی" د پي، او، ار کارتونو د اېستلو موضوع ده، ډېره جدي موضوع ده، مونږ ډېر ورسره په رواني لحاظ په تکلیف کې یو، د پاکستان حکومت وايی چې مونږ افغانان وباسو له پاکستان څخه، په افغانستان کې تاسې ته معلوم دی چې د رسنیو کار محدود دی، د سانسور له مشکلاتو سره مخ دي، نو دغه مشکلات دي، ګورو چې مخ کې به نور څومره زیاتېږي ."

دا خبریالان او رسنیز کارکوونکي د پاکستان له حکومت غواړي چې په خپلې دې پرېکړې له سره غور وکړي.

دا چې په دغه هیواد کې څومره د"پي او ار" کارت لرونکي افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي شته کره شمیر یې نه دی معلوم خو د دغه کارت لرونکو ټولو افغان کډوالو شمیر ۱ عشاریه ۴ میلیونه ښودل شوی دی.

مخکې تر دې د "پي او ار" کارت درلودونکو یو شمیر افغان هنرمنداو او د بېلابیلو نورو برخو فعالینو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د پاکستان له حکومت یې غوښتي وو چې حد اقل زیانګالي او له خطر سره مخ کسان افغانستان ته ستانه نه کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د اګست په شپږمه په یوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت وغوښتل، د هغو کسانو له جبري ایستلو ډډه وکړي، چې د اعلامیې په ټکو لا هم ملاتړ ته اړ دي.

په ورته وخت کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ هم په همدې ورځ ویلي وو چې ډله ییزې او عجولانه ستنېدنې د خوندیتوب اړتیاوې زیاتوي او د بې ثباتۍ خطر لري.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جولای په ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې یوازې د روان زېږدیز کال له پیله د جولای تر ۱۹مې نېټې پورې درې لکه او ۴۰ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG