د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

خېبرپښتونخوا کې بارانونو او سيلابونو ٤٥ کسان مړه کړي


په خېبر پښتونخوا کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې PDMA چارواکي وايي چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د روانې مياشت له لومړۍ نېټې راهيسې د مون سون يا پشکال د بارانونه له امله راوتلو سيلابونو لږترلږه ٤٥ کسان مړه کړي او ٢٥ نور يې ټپيان کړي دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي چې بارانونو او سيلاب د دې صوبې په بېلابېلو سيمو کې پرځاني زيان سربېره ګڼو ودانيو ته هم زيان اړولى دى.

د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د جولايي مياشت له پيله بارانونه کېږي او دغه تازه خپاره شوي معلومات ښيي چې دغو بارانونو په تېرو لسو ورځو کې تر ټولو ډېر زیان د دې صوبې لرې پرتې غرنۍ سيمې چترال کې اړولى دى.

په دې سیمه کې د بارانونو او سيلاب له امله ۲۹ کسان مړه شوي دي چې د چارواکو په وينا، په مړو شوېو کسانو کې اته پوځیان هم شامل دي.

د چارواکو د وينا له مخې په چترال کې د سيلابونو له امله لا تر دې دمه ١٠ کسان نادرکه دي چې لټون يې روان دى.

له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې د چارواکيو د وينا له مخې بارانونو د خېبر پښتونخوا په سوات، مالاکنډ او مانسهره سیمو کې ٩ کسان مړه کړي او زیاتوي، په بېلابېلو سيمو کې تر اوسه له همدې امله له ۲۵ ډېر کسان ټپیان شوي او نژدې ۵۰ ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

بارانونو د خېبر پښتونخوا په سوات، مالاکنډ او مانسهره سیمو کې ٩ کسان مړه کړي
بارانونو د خېبر پښتونخوا په سوات، مالاکنډ او مانسهره سیمو کې ٩ کسان مړه کړي

په پاکستان کې هرکال د جولايې په مياشت کې د پشکال يا مون سون د بارانونو لړۍ پيلېږي چې په نتيجه کې يې ډېرى وخت سيلابونه راوځي او ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړوي.

تردې مخکې په ٢٠١٠میلادي کال کې په پاکستان کې د دې هېواد د تاريخ بدترين سيلاب راغلى و چې زرګونه کسان يې مړه او ټپيان کړي او لکونه نور يې بې کوره کړي او همدا شان پر زرګونو جريبو ولاړ فصلونه يې له منځه وړي ول.

په خېبر پښتونخوا له قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې په داسې وخت کې د دې صوبې په بېلابېلو سيمو کې د بارانونو له امله د مړو شوېو کسانو راپور خپور کړى چې د پاکستان د موسمياتو ادارې سږکال په دې هېواد کې د مون سون په موسم کې د ډېرو بارانونو وړاندوينه کړې ده.

د يادې ادارې د چارواکو د وينا له مخې سږکال ښايي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له نورماله ١٠ يا ٢٠ فيصده زيات بارانونه وشي چې په نتيجه کې يې د سيلاب راوتلو خبردارى هم ورکړى دى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG