د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۶

په خېبرپښتونخوا کې توپاني بارانونو ٤٦ کسان وژلي


د خېبر پښتونخوا صوبې په بېلابېلو سيمو کې له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا د پرله پسې توپاني بارانونه لړۍ روانه ده چې تر دې دمه يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغه صوبې کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې PDMA چارواکي وايي چې تر دې دمه دغه بارانونه لږ تر لږه ٤٦ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.

دغې ادارې د يکشنبې په ورځ ناوخته په خپل خپور کړي راپور کې ويلي چې له تېرو څو ورځو راهيسې پرله پسې توپاني بارانونو ٤٦ وژلي او ٤١ ټپيان کړي دي او همدا راز دغه بارانونو ٦٠ کورونو ته هم زيان رسولى دى.

دغې ادارې په خپل راپور کې همدا راز ويلي چې د بارانونو له امله تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان د خېبرپښتونخوا لېرې پرتې شانګلې سيمې ته رسېدلى چې تر دې دمه په کې ١٤ کسان مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.

په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونو په داسې وخت کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي
په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونو په داسې وخت کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

همدا شان دغو بارانونو په کوهستان کې ١٢، سوات کې ٨، بنو، چترال، مردان، بټګرام کې ٢_ ٢ او په ملاکنډ، مانسهره، چارسده او دير کې ١_١ تن وژلى دى.

په خېبر پښتونخوا کې توپاني بارانونو په داسې وخت کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي چې په تېره مياشت کې هم د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې بارانونه شوي وو چې لږ تر لږه ١٨٢ کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.

له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، د بارانونو له امله د خېبر پښتونخوا د شانګلې او سوات په ګډون په ګلګت بلتستان کې د ځمک ښويېدنې پېښې هم رامنځته شوي چې له امله يې د دغو سيمو اوسېدونکي له مشکلاتو سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او توپانونه کیږي چې له امله يې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په خېبر پښتونخوا صوبې کې لوی ځاني او مالي زیانونه اړوي.

د يادونې وړ ده چې تېرکال د مارچ او اپريل په مياشتو کې د پاکستان ډېرى سيمو کې بارانونه شوي وو چې لسګونه کسان يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي وو.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG