د طالبانو حکومت خپله پنځه کلنه پراختیايي تګلاره یا ملي ستراتیژي اعلان کړه.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اګسټ ۲۶ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا ستراتېږي د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده منظوره کړې او پلي کېدل یې هم پیل شوي.
مجاهد وړاندې د دې تګلارې په اړه وویل:
"دا تګلاره هغه جامع اوږمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د هیواد د بنسټیزو موخو د ترلاسه کولو په پار چمتو او ټولې امارتي سرچینې یو مسیر ته رهبري کوي، دغه شان دا تګلاره د حکومت د موخو د تحقق لپاره د ټولو وزارتونو او ادارو شته سرچینې او فعالیتونه منسجم کوي."
که څه هم ذبیح الله مجاهد په دې اړه ډېر جزیات ورنه کړل خو ویې ویل چې دا ستراتیژي چې په پنځلس بیلابیلو برخو کې نوي پروګرامونه لري د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د افغانستان پراختیايي لیدلوری او د لویو موخو لومړیتوبونه ټاکي.
په دې تګلاره کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په ګډون په بیلابیلو برخو کې د نویو پروګرامونو د پیل خبره شوې خو د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار په ګډون د یو ټولمشوله حکومت د رامنځته کېدو په اړه په کې هیڅ نه دي ویل شوي هغه موضوعات چې له امله یې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه موجود دي.
د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د ښځو په هر ډول زده کړو او کار بندیز لګولی او دغه شان یې په سیاسي او ډیری ټولنیزو فعالیتونو کې د دوی ګډون منع کړی دی.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې د راتلونکو پنځه کلونو لپاره نوې تکلاره اعلان کړه چې څو ورځې مخکې واک ته د طالبانو د رسېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت د طالبانو د حکومت مشر خپله کابینه له سرپرستې وویسته او وې ویل چې له دې وروسته دې وزیرانو ته د سرپرست کلیمه نه کارول کیږي.