د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۵

ولسمشر ټرمپ د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شويو سرتېرو د درناوي اعلاميه لاسليک کړه


ډونالډ ټرمپ، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، څلور کاله وړاندې د کابل د هوايي ډګر مخې ته د شوي ځانمرګي برید چې په کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي وو، د امریکا په تاریخ کې "تر ټولو بد ورځ" وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل په هوايي ډګر څلور کاله پخوانی ځانمرګی برید چې د ۱۳ امریکایي سرتیرو په ګډون لسګونه کسان پکې ووژل شول، د امریکا په تاریخ کې "تر ټولو بده ورځ" وبلله.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ، ددغه برید د څلورمې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

د وژل شویو سرتیرو د کورنیو شاوخوا ۳۵ غړيو هم ترمپ سره یوځای د هغوی د یاد د درناوي په مراسمو کې برخه واخیسته.

ټرمپ د دغه برید په ارتباط د امریکا پخوانی حکومت هم ملامت کړ او دغه ورځ یې "د امریکا په تاریخ کې تر ټولو احمقانه ورځ" وبلله.

هغه وویل : "دا یوه وحشتناکه ورځ وه. او زه فکر کوم چې دا تر ټولو بده ورځ وه، او له ډیرو اړخونو زموږ د هیواد په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ وه،"

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې وو ، د کابل هوايي ډګر د "ابی ګیټ" دروازې ته نږدې برید، چې پکې لږترلږه ۱۷۰ افغانان هم ووژل شول، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې لومړی برید وو.

د اسوشیتد پرس د رپوټ په اساس ، په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د حکومت لخوا د ټاکل شوي ځانګړي مفتش پلټنې دې نتیجې ته ورسیدې چې د دواړو ولسمشرانو، ټرمپ او بایډن پریکړې د افغان پوځ د چټک سقوط او د طالبانو لخوا د واک نیولو اصلي عوامل وو.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د محمد شریف الله په نوم ددغه برید اصلی پلان جوړونکی پاکستان کې ونیول شو او امریکا ته لیږدول شوی دی .

ټرمپ د لومړي ځل لپاره د تیرکال د کب میاشتې په ۱۴ مه کانګرس ته د وینا په مهال د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي سرتیرو باندې د دغه برید کوونکي د نیولو او امریکا ته یې د انتقال خبر ورکړ.

یوه ورځ وروسته ، د کب په ۱۵مه د امریکا د فدرالي پولیسو FBI مشر کیش پتیل په ایکس شبکه کې دیو تصویر په خپرولو سره امریکا ته د محمد شریف الله د رسیدلو خبر خپور کړ.

پاکستان هغه مهال اعلان وکړ چې د افغانستان تبعه شریف الله چې په جعفر مشهور وو دپاکستان په بلوچستان ایالت کې دافغانستان پولو ته نږدې نیول شوی.

د امریکا دفاع وزیر پیت هګست او د جمهوررئیس مرستیال جې ډي ونس هم د دوشنبې په ورځ، د ابي ګیټ د برید د قربانیانو د یاد د درناوي په مراسمو کې برخه واخیسته.

د ولسمشر مرستیال جې ډې ونس د وژل شویو کسانو کورنیو ته وویل چې د ټرمپ دغه اقدام "دیوې اشتباه اصلاح" ځکه ده چې دده په ټکو " بایدن د خپلې بی کفایتي له وجې ستاسو عزیزان له لاسه ورکړل" او دهغه حکومت " هیڅکله رسما په کاغذ ونه لیکل چې مونږ د تاسو د فداکاریو منندوی یو.”

ټرمپ په خپل فرمان کې دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې دهغه څه په هکله چې له افغانستانه د وتلو په مهال امريکايی ځواکونو ته پیښ شوي نوي تحقیقات وکړي. تمه ده چې دغه څیړنه د راتلونکي کال ترنیمايی بشپړه شي.

دفاع وزیر هګست وویل : " اردو باید دهغه څه په هکله چې په افغانستان کې پیښ شول ځواب ووايي ."

XS
SM
MD
LG