د خيبر پښتونخوا د پورتنيو سيمو په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د پرله پسې بارانونو لړۍ روانه ده چې له امله يې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له قدرتي افتونو سره د مبارزې ملي اداره N.D.M.A وايي، د روانې میاشتې له نهمې نېټې راهيسې په ملک کې د بارانونو سلسله پیل شوې چې په یو شمېر سیمو کې یې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
دغې ادارې د يکشنبې په ورځ ناوخته په خپل تازه خپور کړي راپور کې ويلي، د بارانونو لړۍ چې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه لا هم تم شوې نه ده چې د وروستیو شمېرو ترمخه تر اوسه یې په ترڅ کې ٨٠ کسان مړه او د سلو په شاوخوا کې نور ژوبل شوي دي.
د نوموړي ادارې د معلوماتو له مخې د بارانونو له امله تر دې دمه په قبایلي سیمو کې ۲۹، په بلوچستان کې ۱۹، د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې ۱٢ او په خېبر پښتونخوا او پنجاب صوبې کې لس ــ لس کسان مړه شوي دي.
دغې ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ويلي چې پرله پسې بارانونو د خيبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې ٢٥٨ کورونه ته هم زیان اړولی دی.
له بلې خوا د رسنيو د راپورونو له مخې، په چترال کې د پرله ېسې واورې ورېدنې په نتيجه کې برف کوچونه راغلى چې لږترلږه اته کسان يې لاندې کړي چې تر دې دمه ترې د ٢ کسانو مړي راوېستل شوي او د نورو لټون روان دى.
په عين حال کې اسلام اباد ته نېږدې د مري د تفريحي ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې د بارانونو له امله د ځمکې ښويېدنې راپورونه هم ورکړل شوي چې له امله يې ځايي خلک او سيلانيان له ستونزو له مخ شوي دي.
په پاکستان کې هرکال موسمي بارانونه او توپانونه کېږي چې له امله يې د دې هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا صوبې کې ځاني او مالي زیانونه پېښوي.
د يادونې وړ ده چې تېرکال همدغو موسمي بارانونو په پاکستان کې لږترلږه ۸۱ تنه مړه او تر درې لکه نور یې بې کوره او زیانمن کړي وو.
راپور: ذبيح مومند