د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۵

په چترال کې باران او سيلاب تر ٢٦ کسان وژلي او ٣ لکه اغېزمن کړي


د خيبر پښتونخوا په لرې پرتې غرنۍ سيمې چترال کې له تېرو څو ورځو راهيسې د بارانونو او سيلاب له کبله د مالي او ځان زيان اړولو لړۍ روانه ده او د چارواکيو په وينا تر دې دمه سيلاب د چترال په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کسان وژلي او لسګونه زره نور يې بې ځايه کړي دي.

په خيبر پښتونخوا کې له طبيعي افتونو سره د مبارزې د ايالتي ادارې PDMA چارواکي وايي؛ د چترال په بېلابېلو سيمو کې د شنبې په شپه د توپاني باران له امله سيلاب راوتى چې ګڼ شمېر کلي، دوکانونه، روغتون او نورې دولتي او غېر دولتي ودانۍ په کې لاهو شوي دي.

دوى زياتوي، پرله پسې باران او سيلاب د چترال مستوج، شغور، کوراغ، بمبوريت، مورکهو او موردان درې سيمې زياتې ځپلي؛ په دغو سيمو کې لسګونه ودانۍ، پلونه او سړکونه له منځه تللي چې له امله يې لا هم له چترال سره ګيلاش؛ ګرم چشمې او يو شمېر نورو پورتنيو سيمو ځمکنۍ اړيکي پرې او ځايي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له طبيعي افتونو سره د مبارزې د ايالتي ادارې مرستيال مشر عظمت وزير له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې تر دې په چترال کې سيلاب د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ٢٦ کسان وژلي او تر ٣ لکو ډېر بې ځايه شوي دي:

((د سيلاب او بارانونه له امله تر دې دمه په مجموعي ډول ٢٦ کسان وژل شوي چې په دوى کې د يوې کورنۍ ٨ غړي هم دي. يواځې د پروني سيلاب له امله نزدې ١٢٦ کورونه ويجاړ شوي او ١٩ کسان په کې وژل شوي او زرګونه نور بې کوره شوي دي.))

عظمت وزير زياته کړه، د چترال په ګڼو سيمو کې يې د پلونو او لويو لارو د بيا رغولو کار پيل کړى او ډېر ژر به مهمې لويې لارې د ترافيکو پر مخ پرانېزي.

په عين حال کې د چترال يو شمېر اوسېدونکيو له پاکستاني رسنيو سره د خبرو پر مهال په سيمه کې د لارو او پلونو د ورانېدو له امله د خوراکي توکيو؛ د څښلو د پاکو اوبو او درملو د کمښت شکايت وکړ او له ايالتي حکومته يې وغوښتل چې سيمې ته دې ژر تر ژره د هوا له لارې خوراکي او د اړتيا وړ نور توکي ورورسوي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ او يو شمېر نورو دولتي ادارو د چترال سيلاب ځپلو سيمو ته مرستندويه ډلې لېږلي؛ څو د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي او په سيلاب کې راګېر خلک خوندي ځايوونه ته ولېږدوي.

د دې ترڅنګ د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې پر خپلې وييبپاڼې په خپور کې راپور کې ويلي چې په راتلونکيو اوو ورځو کې به د چترال په ګډون په يو شمېر نورو سيمو کې د پشکال يا مون سون د بارانونو لړۍ روانه وي.

يادې ادارې د باران له امله په ګڼو سيمو کې د سيلاب خبردارى ورکړى او له اړوندو ادارو څخه يې د چمتو اوسېدو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې هر کال د جولای په مياشت کې د پشکال د موسمي بارانونو له امله په ګڼو سيمو کې سيلابونه راوځي چې ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د يادونې وړ ده چې د ٢٠١٠م کال په همدې مياشت کې د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان په ډېرى برخو کې سخت سيلابونه راغلي ول چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٢٠٠٠ کسان مړه او تر ٢٠ ميليونو زيات بې کوره شوي ول.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG