خبرونه
په کابل کې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي
د طالب چارواکو په وینا د چهارشنبې په سهار په کابل کې یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوي دي.
دا پېښه د اګست په ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې رامنځته شوې ده. بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر خوا روان و او د هلمند او کندهار مسافر پکې سپاره وه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده او په پېښه کې ۲۷ کسان ټپیان دي.
دا پېښه یو څو ورځې وروسته له هغه ده چې په هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې یوه بس اور واخیست او ۷۹ کسان پکې ووژل شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
عراقیان نن پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوي
په عراق کې نن پارلماني ټاکنې کېږي.
دا له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې د صدام حسین رژیم وپرځېد شپږم وار پارلماني ټاکنې دي.
خلک له څه باندې اوه زرو اوه سوه کاندیدانو څخه د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو لپاره وکیلان ټاکي.
څه باندې ۲۱ میلیونه کسان د رای ورکولو په شرایطو برابر ګڼل شوي.
اندېښنې شته چې ښايي ان د ۲۰۲۱ کال تر ټاکنو هم دا وار کم خلک رایه ورکړي.
د راپورونو په بنسټ دا ټاکنې چې ښايي د لویو ګوندونو په ګټه وي اصلي سیالي پکې د پخواني صدراعظم نوري المالکي او اوسني صدراعظم محمد شیاع السوداني تر منځ ده.
د هند پلازمینه کې یوې چاودنې لس کسان وژلي او ۳۰ تنه نور یې ژوبل کړي
په نوي ډیلي کې د یوه موټر په چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی.
څه باندې دېرش نور کسان هم مرګوني ژوبل دي.
پېښه دوشنبه ماښام د سرې کلا یا ریډ فورټ ته نږدې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې شوې.
د راپورونو له مخې یو وړونکی هیونډای موټر چاودېدلی او شاوخوا موټرو او خلکو ته یې زیان اړولی دی.
هندي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
هرات کې ښځې له برقې/چادرۍ پرته روغتونو ته نه پرېښودل کېږي
د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي په هرات کې ښځینه ناروغانې او د هغوی پایوازانې له برقې یا چادرۍ پرته روغتونونو ته نه پرېښودل کېږي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې ویلي دا تازه محدودیتونه د نومبر له ۵مې د هرات د حوزوي روغتون په شمول په صحي مراکزو کې پیل شوي.
د ام اس اف په خبره د طالب چارواکو د دغه تازه محدودیت په سبب د ناروغانو مراجعه ۲۸ فیصده کمه شوې ده.
ازادي راډیو سره خبرو کې ځینو ښځو ویلي چې طالب ځواکونو د دغه تازه بندیز د پلي کولو لپاره تاوتریخجن چلند کړی.
خو طالب چارواکو په زور د برقې اغوستل رد کړي، په داسې حال کې چې ټینګار کوي په ټول افغانستان - نه یوازې هرات کې ښځې باید حجاب مراعات کړي.
د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي پای ته نژدې شوې، سناتوران یوې هوکړې ته رسیدلي
امریکایي رسنۍ وایي چې د دغه هېواد سناتوران یوه داسې دوه ګوندي هوکړې ته رسیدلي چې له مخې یې د حکومت مرخصۍ پای ته رسیږي او فدرال بودجه له سره پیلیږي.
دغه هوکړه تیره شپه داسې مهال ترلاسه شوه چې د امریکا د حکومت د یوې برخې مرخصي یا شټ ډون څلویښت ورځو ته ورسېد چې بې ساري اوږده مرخصي ده.
دې موده کې د حکومت د یوې برخې فعالیتونه درول شوي او سلګونه زره فدرال کارکوونکي بې معاشه شوي وو.
ټاکل شوې دغه هوکړه څو شیبو کې رایه اچونې ته وړاندې شي.
دغه هوکړه وروسته د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې د استازو جرګې ته وړاندې کیږي او هلته به له تصویب وروسته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک ته چمتو شي.
په بن کې د افغانستان قونسلګري تر یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیرته کارونه پيلوي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د جرمني په بن ښار کې د افغانستان د لویې قونسلګرۍ فعالیتونه نن دوشنبه ( د لړم ۱۹مه) له سره پیلیږي.
دغه وزارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مراجعین کولای شي په انلاین بڼه نوبت واخلي او بیا د خپلو کارونو لپاره مراجعه وکړي.
دوی ویلي، نژدې راتلونکې کې به دغه قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو ویش هم پیل کړي.
په دغې قونسلګرۍ کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام ډيپلوماتانو تیره میاشت وروسته تر هغه ډله ییزه استعفا وکړه چې جرمني په بن او برلین کې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکو ته باور لیکونه ورکړل.
یو لوړپوړی ترکي پلاوی پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل د سولې تړون شونی کړي
د ترکیې یو لوړپوړی پلاوی روانه اونۍ پاکستان ته ځي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سولې یو تړون شونی کړي.
رویټرز اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حواله ویلي چې ترکي پلاوي کې به د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر شامل وي.
اردوغان دغه څرګندونې نن یکشنبه له باکو څخه ترکیې ته د ستنېدو پر مهال وکړې، هغه باکو کې د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف سره هم کتلي و.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو ستانبول د طالبانو د حکومت او پاکستاني پلاوي د سولې د دریم پړاو خبرو کوربه و، خو خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې.
ترکیه وایي، ټوله هڅه یې داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ژر تر ژره سوله ټینګه کړي.
د موی تای افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایرانی سیال مات کړ
د موی تای لوبو یوه افغان لوبغاړي قهرمان شاهین خپل ایراني سیال، پوریا ولي ته ماتې ورکړه.
دا لوبه تیره شپه (د لړم ۱۷مه) د تایلینډ په پلازمینه بنکاک کې ترسره شوه.
شاهین د مبارزې له دریو پړاوونو وروسته د لوبڅارونکو له خوا بریالی اعلان شو.
قهرمان شاهین ۱۳ ځله د موی تای په مختلفو سازمانونو کې سیالي کړې، ۱۲ یې ګټلي او یو یې بایللی دی.
موی تای د تایلند یوه رزمي او دودیزه لوبه ده چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان کې ډیر مینه وال پیدا کړي دي.
عراقچي: ایران چمتو دی د افغانستان او پاکستان د ناندریو هواري کې همکاري وکړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ د ستانبول پر خبرو بحث کړی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه ( د لړم ۱۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو ټیلفوني خبرو کې ښاغلي عراقچي د افغانستان او پاکستان د ستونزو پر سیاسي حل لارې ټینګار وکړ او دې برخه کې یې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د خبرپاڼې په ټکو، متقي ویلي، د طالبانو د حکومت پلاوی د ستانبول ته " په ښه نیت" تللی و، خو وړاندې راغلي چې پاکستاني لوری هیڅ ډول مسولیت اخیستو ته چمتو نه و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تراوسه د متقي او عراقچي د خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه وزارت وړاندې تر دې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه اندیښنه لري.
په ستانبول کې د طالبانو او پاکستاني لوري دریم پړاو خبرې چې پنجشنبه او جمعه وشوې، بې نتیجې پای ته ورسېدې او دواړه لوري یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
له پاکستانه د کډوالو د اخراج لړۍ، پرون ۱۲ نیم زره افغانستان ته اړول شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت ځانګړی کمیسیون وایي، پرون شنبه د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له دروازو نژدې ۱۲ نیم زره کډوال افغانستان ته اړول شوي.
دغه کمیسیون نن یکشنبه ( د لړم ۱۸مه) رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی اړوندو کمیټو له دغو اخراج شویو کډوالو سره د ترانسپورت مرسته کړې او یوه اندازه نقدې پیسې یې ورکړي.
د کمیسیون له ورځنیو خبرپاڼو ښکاري چې وروستیو کې هره ورځ زرګونه کسان له پاکستانه اخراجیږي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان وکړ چې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، توقیف او اخراج پروسه چټکه شوې ده.
دغو سازمانونو د نومبر په ۷ مه په یو ګډ راپور کې ویلي و چې د روان کال د اکتوبر له ۲۶ مې د نومبر تر لومړۍ نېټې په ټولیزه توګه ۳۷۴۴۸ افغانان د تورخم، غلام خان بندر، چمن، او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور پر بنسټ چې په دې موده کې د افغان کډوالو د ستنېدو کچه د تېرې اونۍ په پرتله ۱۰۱ سلنه لوړه شوې ده.
یو.ان.هبیتات: افغانستان د چاپیریال د خرابوالي له خطر سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو یوه اداره وايي چې افغانستان د چاپیریال د خرابوالي له خطر سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې ادارې (UN-Habitat) پر خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د خاورو خځلو او اوبو ضعیف مدیریت او د شنه ځای نشتوالی په افغانستان کې د خلکو روغتیا ګواښي.
د سازمان په وینا، هدفمند ښاري پلان جوړونه او ټولنیز اقدامات کولی شي چاپیریال خوندي کړي او د خلکو ژوند ښه کړي.
په ورته وخت کې، د نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې، افغانستان د هغو لسو هیوادونو څخه یو دی چې د اقلیم بدلون څخه ډیر اغیزمن شوي دي.
طبیعي پیښې، په ځانګړې توګه سیلابونه او وچکالۍ، په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلکو ته ډیری مړینې او لوی مالي زیانونه اړولي دي.