د جنوبي کوریا ولس او مخالفو ګوندونو د پوځي قانون (مارشل لا) د اعلانولو پر سر د ولسمشر یون سوک یول د مواخذې غوښتنه کړې ده. تفصیل د بېلابېلو اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.
د دوبۍ اوسېدونکو د ډېسېمبر پر دویمه د متحده عربي اماراتو ۵۳مه ملي ورځ ولمانځله. البته د دې ورځ لمانځلغونډې د نومبر له ۲۹ مې پيل شوې وې. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ وګورئ.
د یونان په یو ټاپو کې یوې کورنۍ د کولالۍ پېړیو پخوانی هنر ژوندی ساتلی دی. هغه کورنۍ د خاورینو لوښو جوړولو لپاره پخوانۍ طریقه کاروي چې د ملګرو ملتونو د ساینس، تعلیم او فرهنګ چارو اداره (یونېسکو) یې کلتوري میراث بولي. د رویټرز اژانس له ویډيو جوړ رپورټ.
په شام کې ياغيانو پوځي هوايي ډګرونه نيولي دي. بل لوري ته حکومتي ځواکونو پر یاغیانو بمبارۍ کړې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. ځينې خلکو له جنګ ځپلو سيمو څخه کډې پيل کړي دي. په دې اړه اسرار عالم مومند د اې اېف پي خبري اژانس له ويډيوګانو څخه رپورټ جوړ کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د تحریک انصاف نیول شوي غړي دې خوشي کړي. محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر دویمه نېټه په کوټه کې د .
د کواټ لاچۍ سیمه د پتیس یا پتیسې جوړولو لپاره نوم لري. پتیس اکثر له ګوړې، کونځلو او نورو وچو مېوو جوړېږي نو ځکه کونځله هم بلل کېږي. خو په لاچۍ کې یې پلورونکي له نورو شیانو هم جوړوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان په هرات ولایت کې ښځې د یوې ادارې په مرسته د زعفرانو په پټیو کې کار کوي. د طالبانو حکومت ښځې په زیاتره ادارو کې له کاره منع کړې دي چې نړيوالې ټولنې او د ښځو او بشري حقونو سازمانونو ورباندې سختې نیوکې کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې دواړو خواوو تر څو ورځو نښتو وروسته مورچې امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي او چارواکي وايي چې اوربند بشپړ عملي شوی دی. د هغې ضلعې په پاړه چینار بازار کې هم کاروباري هلې ځلې بیا پیل شوې دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د عراق په موصل ښار کې د یو پوهنتون استاد د کتاب د لوست لپاره یو ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی. هغه وايي وايي چې موخه یې په نوي نسل کې له کتاب سره مینه پیدا کول دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازو د پلاسټیکو له وجې د چاپېریال ککړتیا پر مخنیوي خبرې کړې دي. دا مذاکرات د نومبر پر ۲۵مه پیل شوي ول چې د ډېسېمبر پر لومړۍ هم روان ول. د اسوشيټېډ پرېس، رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
سوریايي یاغیانو د هغه هېواد د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې نیولې دي او د نومبر پر ۳۰مه یې هلته خوشالۍ هم لمانځلې دي. هغه یاغیان د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي. په همدې حال کې روسیو جنګي الوتکو پر حلب هوايي حملې هم کړې دي. د اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د ملګرو ملتونو تر انتظام لاندې د وچکالۍ د مخنیوي لپاره نړیواله غونډه د ډېسمبر په دویمه په ریاض کې پیلېږي. د "زموږ مځکه، زموږ مستقبل" تر عنوان لاندې دا غونډه پر داسې مهال ترسره کېږي
نور وښیئ