افغانستان کې ښځې پر محدودیتونو سربېره د زعفرانو په کروندو کې کار کوي
د افغانستان په هرات ولایت کې ښځې د یوې ادارې په مرسته د زعفرانو په پټیو کې کار کوي. د طالبانو حکومت ښځې په زیاتره ادارو کې له کاره منع کړې دي چې نړيوالې ټولنې او د ښځو او بشري حقونو سازمانونو ورباندې سختې نیوکې کوي. د زعفرانو په پټیو کې کارکوونکې وايي چې د دې کار له لارې له خپلو کورنیو سره مالي مرستې کوي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.