په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا په ښځو د زده کړو او کار کولو محدودیتونه دوام لري، چې په نتیجه کې یې د لوړو زده کړو ترڅنګ ګڼ شمېر ښځو حکومتي دندې هم له لاسه ورکړې دي.
په دې وروستیو ورځو کې د اوکراین پر بېخبنا د روسیې په بریدونو کې د هېواد تر یو مېلیون زیات وګړي په سخته یخنۍ کې له برېښناارکیټونو او دوکانونو کې برېښنا توليدونکي جنرېټرې لګولې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپوټ.
د لبنان د جنوبي ښار النبطيه اوسېدونکي، چې د اسرايیلو د هوايي بريدونو له وجې سخت زیانمن شوي ول، د حزب الله او اسرايیلو تر مينځ د اوربند تر موافقې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی دی چې ورباندې دې بندیزونه لیرې کړي او د خبریالانو ځورونې دې ودروي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پر ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره په داسې حال کې احتجاجي مظاهرې شوې دي چې ملګري ملتونه سږکال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډېسېمبر تر ۱۰مې پر ښځو د تشدد د مخنيوي ۱۶ ورځنی کېمپين ترسره کوي.
په اسټرالیا کې ځینو شتمنو خلکو په داسې حال کې د خپل کور په انګړ کې د بیوزلو لپاره مفت خوراکي شیان اېښې دي چې د ګرانۍ له امله خلکو ته مشکلات دي. یوه ځايي خیریه اداره د دې نوښت ملاتړ کوي او وايي چې ډېرې مثبتې نتیجې یې ورکړې دي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره تر احتجاج وروسته په ښار کې وضعیت عادي شوی دی. امنیتي ځواکونو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال په زور د هغه ګوند د غړو او پلویانو احتجاج ختم کړ.
په یمن کې روان کال د زیاتو ورښتونو له وجې کروندګرو له فصلونو ښه حاصل ترلاسه کړی دی. کروندګر وايي، د زیات حاصل له وجې په هېواد کې خوراکي توکي زیات شوي او هغوی خودکفیله شوي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په کورمه کې اهل تشيع او سنيانو د وژل شويو کسانو د جسدونو او د يرغمليانو تبادله کړې ده. د نومبر پر ۲۵مه د بګن سیمې مشرانو ضلعي انتظامي او پوځي افسرانو ته د شيعه وګړو څلور مړي وروسپارل
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) غړو او پلویانو د احتجاج لپاره په اسلام اباد کې د ډي چوک پر لوري تګ ته دوام ورکړی دی. احتجاج کونکو مخې ته پولیسو خنډونه جوړ کړي ول، خو دوی یې له هغو خنډونو تېر شوي او ډي چوک ته پر لار دي. ویډیويي رپورټ.
د چین په کورواکه سیمه منګولیا کې د اوښانو په دودیزه مېله کې ۳،۲۰۰ اوښان شامل ول. په هغه کلنۍ مېله د اوښانو ځغاسته هم کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د نومبر ۲۵مه د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په زیاتره برخو کې د "پیه جام" هړتال دی. د "پیه جام" هړتال اعلان د بیلابیلو سیاسي ګوندونو او سوداګرو د اتحادیو له لوري شوی دی. دوی په صوبه کې پر قامي سړکونو "پیه جام" هړتال وروسته له هغه اعلان کړی و
نور وښیئ