په پاکستان کې د اپرېل پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ د ډېپټي سپیکر قاسم شاه سوري له خوا د غونډې پر مهال د وزیراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ردولو اقدام په هغه هېواد کې سياسي کړکېچ زېږولی دی. تر دې ګام وروسته، ولسمشر ډاکټر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلۍ ماته کړې ده. دې وضعيت په پاکستان کې د قانون واکمنۍ او د هغه هېواد سياسي نظام په اړه بحثونه پارولي دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره په دې کړکېچ کې د ګوندونو او سپریم کورټ پر رول او ننګونو بحث شوی دی.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۹ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۶ اپرېل ۲۰۲۲
د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې دريو نجونو د مارچ پر ۲۹مه مذهب ته د سپکاوي په تور د مدرسې يوه استاده يا ښوونکې وژلې ده. دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور يو څوک وژل کېږی بلکې په تېرو څلور مياشتو کې د دې تور پر اساس د وژنې دا څلورمه پېښه ده. البته دا ښايی لومړی ځل وي چې په دې هېواد کې ښځې يوه بله ښځه په دې تور وژني. پوښتنه دا ده چې ايا د ښځو لخوا مذهب ته د سپکاوي دا پېښه حېرانونکی رجحان دی؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.