په پاکستان کې له هغه وروسته سیاست زیات تود شوی چې د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د روڼتيا نړيوال سازمان (ټراسپېرنسي انټرنېشنل) په خپل نړيوال کلني رپورټ کې وويل چې په پاکستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د نورو کالونو په پرتله درغلي يا کرپشن زيات شوی دی. د درغلۍ پرضد مبارزه هغه مهمه نکته وه چې له کبله يې وزيراعظم عمران خان په واک کې راغلی وو. خو د شفافيت نړيوال سازمان دې تازه رپورټ د عمران خان سیاست له يو نوي چېلنج سره مخامخ کړی. پوښتنه دا ده چې دې رپورټ د عمران خان د درغلۍ پرضد سياسي بیانيې ته څومره ضربه رسولې ده؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوي دي.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۳۰ جنوري هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۶ جنوري ۲۰۲۲
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو احتجاج څېړلی دی. په کوټه کې ځوان ډاکټران له تېرو درېیو مياشتو راهيسې له حکومته غوښتنه کوي چې د سرکاري روغتونونو د شخصي کولو پرېکړې دې بیرته واخلي، د دې ترڅنګ په روغتونونو کې دې دوایانې يقيني کړي او ټول بنيادي سهولتونه دې ورکړي. د مشال تر رڼا بحت کې د ځوان ډاکټرانو اتحاديې وياند ډاکټر کليم کاکړ او په کوټه کې خبريال جلال نورزی مېلمانه دي. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.