د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د رسنیو ازادۍ پر موضوع بحث کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ازاد خبریال مطیع الله جان د جولای پر ۲۱مه تر تښتول کېدو ۱۲ ساعته وروسته خوشې شو. پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. دا پېښه خبریالانو د رسنیو پر ازادۍ ګوزار بللې او همداراز وايي، رسنۍ هغو اوازونو ته ځای نه ورکوي چې پکې پر حکومت یا امنیتي ادارو نیوکې شوې وي. خو د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ له پوره ازادۍ برخمنې دي. په اوونیز بحث کې د پاکستان د خبریالانو سازمان – فېډرل یونیین اف جرنلېسټس- مشر شهزاده ذوالفقار او انګرېزي ورځپاڼې "لیډ پاکستان" مدیر عمر فاروق اعظم مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۷ جولای هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۲ جولای ۲۰۲۰
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د رسنيو يا ميډيا ازادۍ موضوع څيړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې اپوزشن ګوندونو او د خبريالانو تنظيمونو پر حکومت نيوکې کړي چې د بيان پر ازداۍ يې قدغن لګولي دي. خو حکومت دا تورونه بې بنياده بولي. د مشال تر رڼا لاندي بحث کوربه ګل اياز دی.