د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت له خوا جوړی شوی جرګې تر مینځ خبری اتری د روانې میاشتې په ۲۶ مه نیټه پلان شوې وې ، خو دا مذاکرات و نه شو، ولې و نه شو او د دې مذاکراتو ایجنډا څه ده؟ نن د مشال تر رڼا لاندی بحث کې پر دغه موضوع خبرې کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۳ اپرېل هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۷ مارچ ۲۰۱۹
![](https://gdb.rferl.org/6e63cada-1aa0-4f44-8205-ab9fca65a79e_w250_r1_s.jpg)
د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د قطر دوحه ښار کې د سولې پيل شوې خبرې اترې د مارچ پر ۱۲ مه نېټه پای ته ورسېدې. د افغان سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو ځانګړي استازي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي. نوموړي زياته کړه چې سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرې او پراخ او هراړخیز اوربند.
ايا د سولې لپاره لار نقشه واضح شوې او که نه خنډونه پکې شته؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ ایاز وزير او په لندن کې مېشت د بي بي سي خبريال عنايت الحق ياسيني سره څېړل شوې دي.