په پاکستان کې له تيرو شاوخوا درو لسيزو راهيسې فرقه ییز تشدد روان دی. دا تاوتریخوالی په خاصه توګه د تېرې یوې لسیزې .....
سیمینتوف د عمر په پنځوس کلنۍ کې دی او په افغانستان کې وروستی څرګند افغان یهودي ګڼل کیږي. د هغه بل افغان یهودي ملګری په دوه زره پنځم کال کې مړ شوی و.
خبري اژانس ليکي چې ټنډولکر په ټېسټ لوبو کې پنځلس زره اته سوه اووه څلوښت رنزونه، او په يو ورځنۍ لوبو کې يې اتلس زره څلور سوه شپږويشت رنزونه جوړ کړي دي.
په ننګرهار او کونړ کې د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي په خاطر درې ورځينې کمپين د نومبر په نهمه نيټه پيل شو. په دغه کمپين کې يوازې ننګرهار کې څه باندې پنځه لکه ماشومانو ته د ګوزڼ د مخنيوي په خاطر دوه څاڅکې واکيسن ورکول کيږي.
د اوډين ميوزک هاوس مالک وايي، چې د يو ايس بي او ميموري کارډونو په وسيله د موسيقۍ اورېدو زياتېدونکي رجحان یې کاروبار ته لوی تاوان رسولی دی
په ټاکنو کې د ښځو د ونډې د پياوړتيا په اړه په جلال اباد کې دوه ورځينې سيمينار تر سره شو.
سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکيله دومره سابقه نه لري، خو په دې وروستيو څو کلونو کې چې دافغانستان د کرنې وزارت په هڅو په ځينو ولايتونو
د افغانستان په خوست او پکتیا کې یو شمېر قومي نرخیان او مرکچیان وايي، چې کله نا کله د قومي نرخ او رواج په رڼا کې د حل شویو دعوو او لانجو یو اړخ له
نوموړې د راجستان د بنجارګانو له کورنۍ وه. د راجستان بنجارګان د پښتنو د کوچیانو په څېر له یو ځایه بل هغه ته کډه کوي، خو توپیر یې یوازې دا دی چې دو
په خوست کې د زڼعوځو سوداګر وايي، سږ کال د یادې وچې میوې بیې لویدلي دي او دوی مجبوره دي، چې څرنګه يې بهرني سوداګر غواړي په هماغه ډول يې پرې وپلوري.
۳۵ کلن سهیل زیاتوي یوازې په کراچۍ کې نه بلکې په ټوله سیند صوبه کې دا د رباب جوړولو یوازنی دوکان دی.
شاعر او لیکوال کلیم شینواري وايي "موږ په بیا بیا دا غوښتنه کړې ده چې دې کتابتون ته دې عمله او خادمان ورکړل شی خو تر اوسه څه نه دي شوي"
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته