د خیبر پښتونخوا د باجوړ په عنایت کلا کې چاودنې لږ تر لږه دوه تنه ژوبل کړي دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې د نوم نه خپرولو غوښتنه وکړه، مشال راډیو ته وویل، چاودنه د اګست پر ۲۰مه مازیګر پر داسې وخت شوې چې له بازار سره نېږدې پر بایپاس سړک د امنیتي سرتېرو ګاډی تېرېده.
دی وايي، په چاودنه کې د سرتېرو د ژوبلېدو اطلاع هم وررسېدلې خو لا یې تصدیق نه شي کولای.
عنایت کلا بازار د لوی او واړه ماموندو د ولس لپاره تر ټولو لویی بازار دی چې پکې شاوخوا ۴،۰۰۰ دوکانونه دي.
د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا پېښه پر داسې مهال شوې د لوی ماموندو په مختلفو برخو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو عملیات او ګرځبندیز (کرفیو) دوام لري.
د عملیاتو له وجې له سیمې څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کسان بې کوره شوي دي چې د مرکز خار په لوبغالي کې د جوړ کیمپ په ګډون د ضلعې او خیبر پښتونخوا نورو برخو ته تللي دي.
په همدې حال کې د باجوړ جرګې په لوی ماموندو کې د ګرځبندیز نه ختمېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی.
د جرګې یو مشر صاحبزاده هارون رشید د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، انتظامي چارواکو او په سیمه کې وسلوالو ورته باور ورکړی وو چې د جنګ په صورت کې به ولس نه زیانمنېږي.
دی وايي، انتظامیې ورته ویلي دي چې د اګست پر ۲۱مه به کرفیو ختموي نو که دا کار یې و نه کړ احتجاج پیلوي.
امنیتي ځواکونو د جولای پر ۲۹مه د باجوړ په لویو ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد ورځني عملیات پیل کړل چې یوشمېر ګوندونو، فعالانو او ځايي اوسېدونکو یې مخالفت وکړ. د پوځي عملیاتو پر لومړیو دوو ورځو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي ووژل شول او لږ تر لږه نهه تنه ژوبل شوي ول.
البته له هغه وخت راهیسې چارواکو او وسلوالو په عملیاتو او نښتو کې یو بل ته اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د باجوړ جرګې د اګست پر څلورمه د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمینځ دوه ورځنی اوربند وکړ. جرګې پر هغه ورځ وویل چې وسلوالو ورڅخه له خپل مشرتابه سره د خبرو لپاره وخت غوښتی دی.
تر دې وروسته هم جرګې د خبرو له لارې د ستونزې د هواري هڅې وکړې، خو کومې نتیجې ته و نه رسېده.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د باجوړ په ګډون په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي. له دې پرته، وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
د پاکستان او د خیبر پښتونخوا حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د جولای په پای کې په یو ویډیويي بیان کې وویل، "ترهګرۍ د صوبې د پرمختګ مخه ډب" کړې او ټینګار یې وکړ چې ټول باید له امنیتي ځواکونو سره د سولې او امنیت په برخه کې هڅو ته دوام ورکړي.