د بنو له بکاخېلو تښتول شوی مدني فعال او ولسي مشر ملک بخمل تر خوشې کېدو وروسته بیرته خپل کور ته رسېدلی دی.
د ملک بخمل خوريي سمیع الله د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته د دې خبرې پخلی وکړ چې وسلوالو یې ماما د جانيخېلو په یو خوړ کې خوشې کړی دی. هغه وايي ملک بخمل خوندي خپل کور ته رسېدلی دی.
سمیع الله دا ونه ویل چې ملک بخمل کومې وسلوالې ډلې تښتولی وو خو دومره یې وویل چې وسلوالو ترې د کروړونو روپو تاوان غوښتنه کوله. هغه وايي، ملک بخمل د پیسو په بدل کې نه بلکې د سیمې د مشرانو په هڅو ازاد شوی دی.
ملک بخمل د اګست پر ۱۲مه وسلوالو د بکاخېلو له منډیۍ څخه تښتولی وو.
پولیسو لا تراوسه د یاد ملک د خوشې کېدو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې هغه مهال چې ملک بخمل له وسلوالو سره برمته وو، پولیسو ویلي وو چې د نوموړي د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
د اګست پر ۱۴مه د بنو د بکاخېلو ولسي مشرانو د یوې جرګې پرمهال دړکه کړې وه چې که ملک بخمل ازاد نه شو نو د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره به "وسلوال لښکر" جوړ کړي.
تر ملک بخمل وړاندې د اګست پر ۱۸مه وسلوالو د شمالي وزیرستان د شوې تحصیلدار جاوېد الله تښتولی وو خو د سیمې د مشرانو له جرګې وروسته بیرته خوشې کړ. د میرامشا ضلعې انتظامیې د هغه تښتول کېدل او بیا بیرته خوشې کېدل تایید کړي ول خو دا یې نه وو ویلي چې جاویدالله چا تښتولی وو او نه هم کومې وسلوالې ډلې د هغه د تښتولو ذمه واري قبوله کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت د حملو تر څنګ تښتونې کوي او له شتمنو کسانو باج هم غواړي.
خو د پاکستان او د هغو صوبو حکومتونه وايي، د ناامنۍ ضد مبارزې او د ولس ژوند او مال ساتنې ته ژمن دي. وزیراعظم شهباز شریف د اګست پر ۱۴مه د هېواد جوړېدو کلیزې په مناسبت په وینا کې دعوه وکړه چې پاکستان "په زړورتیا د ترهګرۍ پرضد جنګېدلی او ورته یې ماتې ورکړې" ده او زیاته یې کړه چې حکومت به یې بیا وسلوال سر پورته کولو ته پرې نه ږدي.
په همدې حال کې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.